تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هلته چې ډېر څه نه دي بدل شوي: د همالیې د غرونو پخواني انځورونه
- Author, سودا جي تېلک
- دنده, بي بي سي
ویټوریو سلا یو ایټالوی عکاس چې په شلمه پېړۍ کې یې د غرونو او د غرختنې د تاریخ اړوند عکاسۍ کړي.
د هغه یو له غوره انځورونو د همالیا د غرونو کمسارې انځوریزه ټولګه ده.
د هند پلازمېنه ډیلي کې د ویټوریو سیلا په نوم یوه ننداره روانه ده: په همالیا کې هغه عکاس چې د خپلې کامرې د لینز له لارې د همالیا زړه راښکونکی عظمت ژوندی کوي.
دا ننداره د بریتانوي لیکوال او څېړونکي هیګ تامسن په نوښت چمتو شوې او د ډیلي د ارټ ګالرۍ یا (ډي ای جي) له لوري رابلل شوې چې د سیلا د هند اړوند انځورونو او اثارو یوه تر ټولو لویه ټولګه ده.
لومړۍ برخه د کانچینجونګا انځورونه دي چې د نړۍ دریم لوړ غربلل کېږي او د نړۍ د دویمې هسکې څوکې (کی ۲) انځورونه هم شته چې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې اخیستل شوي.
سیلا له ۱۸۵۹ تر ۱۹۴۳ کاله ژوند کړی، هغه د ایټالیا په بیلا ښار کې چې د وړۍ په سوداګرۍ مشهور دی زېږېدلی و. هغه د غرختنې لومړنی مزل د الپ غرونو په لمنو کې وکړ.
تامسن وايي "سیلا په خپل مسلکي ژوند کې د کیمیا او انجنیرۍ له پوهې ګټه اخیستله هغه کمالونه چې ده ته د وړیو په کارځای کې یې پلار ور ښودلي وو."
تر شل کلنۍ، هغه د عکاسۍ پر خورا پېچلو تخنیکونو لکه فراینډ کلوډیون پوهېدلی و او دا وړتیا یې ومونده چې په سختو شرایطو کې د لویو بڼو انځور اخستو لینزونه جوړ کړي.
د هغه پانوراما انځورونه په نړیواله کچه ستایل شوي.
همالیا ته د هغه سفر په ۱۸۹۹ کال کې پیل شو هغه مهال چې له بریتانوي څېړونکي ډګلاس فریشفیلډ سره د کانچینجونګا په سفر کې ملګری شو.
هغه مهال چې دوی ورتله، نیپال یو داسې هېواد و چې له نړۍ سره یې ډېره راشه درشه نه وه. د غره ختونکو ډلې د باران له امله له ختلو پاتې شوې نو همدا موکه وه چې سیلا پر واورو پوښلو هسکو ته د ورتګ لاره ونیوله او د کانچینجونګا د غره دا ډول انځورونه یې واخستل چې لیدونکي یې یوې نالیدلې نړۍ ته بېول.
یوه لسیزه وروسته په ۱۹۰۹ کال کې سیلا پسې لوړو غرونو ته مخه کړه او په یوه سفر کې د (کی۲) غره ته له یوه ایټالوي شهزاده سره وخوت. د نړۍ د دغو سختو تړنګونو انځورونه د سیلا د پیاوړي هوډ او هنر استازولي کوي.
له شاوخوا ۳۰ کیلو وزن درلودونکو کامره سره هغه داسې غاښو او پېچومو ته ورغلی و چې اخیستي انځورونه یې موږ ته د غرونو جوړښتونه راپېژني.
جیم کورن د وحشي غره کیسه نومې کتاب کې سیلا یو ډېر لوی غرنی عکاس بللی او د هغه نوم یې له مسلک او ښکلا پېژندنې سره تړلی یاد کړی.
سیلا خورا کلک سړی پېژندل کېده چې د الپ غرونو ته یې د انځور ګرۍ د درنو وسیلو له وړلو سره لا ډېر د خلکو پام ځان ته ور وګرځوه. د هغه کامره او لینزونه چې اوس د بیلا په یوه موزیم کې ساتل کېږي د عصري کامرو او وسیلو پرتله درې وارې درنه وه.
یوازې د هغه جامې ۱۰ کیلو ګرامه وې، د هغه ډالمیرکامره، د کامرې پښې، لینزونه او نورې وسیلې یې له ۳۰ کیلو ګرامه درون وزن درلوده چې اوس وخت کې په الوتکه کې د یوه کس لپاره د ایله همدومره بار د وړلو اجازه ورکول کېږي.
د کی۲ غرکې سیلا له څلورو تر پنځو میاشتو وخت تېر کړ چې پر خپله Ross & Co کامره یې ۲۵۰ رسمي انځورونه اخیستي. په کنچینجونګا کې یې شاوخوا ۲۰۰ عکسونه اخیستي. ښاغلی تامسن وايي، " که عصري ډیجیټل وخت ته یې واړوو، دا شمېر ډېر لوړ نه دی او ان د انالوګ عکاسۍ ورځو ته که ورشو کیدلی شي اته ریلونه وکارول شي هغسې چې په ۱۹۷۰ کې به عکاس کولی شول یوه سهار کې غره ته د تګ پر مهال دومره انځورونه واخلي خو هغه مهال چې سیال عکاسي کوله دا نو بیخي لوړ شمېر وو."
او دا پر دې معنا ده چې هر یوه انځور ته ډېر پام کېده، او عکس اخیستلو لپاره یې لږې پاڼې درلودې چې ویې کاروي.
کلونه وروسته، یو بل غرني عکاس انسیل ادم ولیکل " د سیلا نوښتګرو شرحو، لیدونکي یوې بیخي داسې څپې ته وړل چې له تصور بهر څه یې پکې لیدل."
د غرونو په هسکو کې د انځورونو عکاسي له خطرونو سره مله وي. د سیلا ډېر انځورونه د بېرته کوزېدو پر مهال له لمدېدو سره له منځه تللي. هغسې چې تامسن وايي د ژوند پاتې کېدو هنر هم د هغه د لوړې ځیرکتیا ښکارندویه وه.
سیلا له لومړنیو هغو کسانو بلل کېږي چې معلومه یې کړه په واورو کې د یوه غره ختونکي په اندازه څه ډول لاره وکړي.