تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پرېښودل شویو ګاډو له پام پرېوتې ښکلا
انځورګر ډایټر کلین د اروپا او امریکا لرې پرتو سیمو کې د پرېښودل شویو ګاډو انځورونه اخیستي.
دغه جرمن عکاس د ځنګلي کورونو په انګړونو، کدانو/بوسخړو، شاړو ځمکو او ګڼو ځنګلونو کې دا سوژه موندلې ده.
ښاغلي کلین خپل سفر کې د کړوپ شوي ګرانبیه پورش، له منځه تللي کاډیلاک، د وران شوي وي فولکس واګون او د پرېښودل شویو کتار پوځي جیپونو انځورونه اخیستي.
دا ۱۶۰ انځورونه د پخوانیو ګاډو دبدبه او طبیعت ښيي چې پر دوی یې ولکه کړې.
کلین له هغه وروسته دا څېړنه پیل کړه چې په فرانسه که یې سیکل ځغلاوه او ناڅاپه یې د کونیاک ښار سره نږدې د ټکر له امله خپل پرېښودل شوی ګاډی وموند.
"داسې احساس مې وکړ چې دا تصویر د یوې افسانې انځور دی".
"سملاسي اغېزمن او حیران شوم او بیا مې اوږده څېړنه پیل کړه".
"دا صحنې داسې د موزیم په شان را ته ښکاري، په درناوي ور سره چلن کوم".
"ښايي ور مې کله پرانیستی یا بند کړی وي، خو تر ډېره مې په ګاډو لاس هم نه واهه".
دې ګاډو کې تر ټولو زوړ د ۱۹۰۷ کال فورډ ماډل ټي دی چې نواډا کې د پخواني کان ښارګوټي کې د کوچني موزیم مخ ته ولاړ دی.
کلېن وايي، یوه ښکلې صحنه وه.
"دا چې هوا بدلېده، د روښنايي ډېر حالتونه او د کمرې مختلفې زاویې مې وکارولې".
"د دې ګاډي ۱۲ بېلابېل انځورونه او ډولونه لرم".
خو په زړه پورې ورته د مونټانو شمال ختیځ کې د ۱۹۶۰ ګلابي ډوژ و.
" ۷۰کلن څېښتن یې ماته کیسه وکړه".
"پلار یې له مړه کېدو دوه ورځې مخکې دا ګاډی له کور بهر درولی و".
"له ۱۹۷۷ کال راهیسې یې دې ګاډي او کور باندې لاس نه دی وهلی او د یوې خاطرې په توګه یې دا صحنه داسې پرېښودلې لکه چې وه".
"له مختلفو زاویو د انځور اخیستلو لپاره مې ډېر ساعتونه تېر کړل".
"له غروب وروسته مې نرمه رڼا ومونده چې ورېځې یې لږ ګلابي کولې".
"ما تر ډېره یوه نیمه واقعي صحنه، ناپېژنانده، اوسا، ارامه او متناقضه افسانه جوړه کړې ده".
انځورونه د ډایټر کلېن دي.