هلته چې ډېر څه نه دي بدل شوي: د همالیې د غرونو پخواني انځورونه

Gasherbrum I (or Hidden Peak) [Karakoram Mountain Range]

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، سېلا څه باندې یوه پېړۍ وړاندې، د كاراكورام غرونو د دې لوړو څوکو عکسونه اخیستي دي.
    • Author, سودا جي تېلک
    • دنده, بي بي سي

ویټوریو سلا یو ایټالوی عکاس چې په شلمه پېړۍ کې یې د غرونو او د غرختنې د تاریخ اړوند عکاسۍ کړي.

د هغه یو له غوره انځورونو د همالیا د غرونو کمسارې انځوریزه ټولګه ده.

د هند پلازمېنه ډیلي کې د ویټوریو سیلا په نوم یوه ننداره روانه ده: په همالیا کې هغه عکاس چې د خپلې کامرې د لینز له لارې د همالیا زړه راښکونکی عظمت ژوندی کوي.

دا ننداره د بریتانوي لیکوال او څېړونکي هیګ تامسن په نوښت چمتو شوې او د ډیلي د ارټ ګالرۍ یا (ډي ای جي) له لوري رابلل شوې چې د سیلا د هند اړوند انځورونو او اثارو یوه تر ټولو لویه ټولګه ده.

لومړۍ برخه د کانچینجونګا انځورونه دي چې د نړۍ دریم لوړ غربلل کېږي او د نړۍ د دویمې هسکې څوکې (کی ۲) انځورونه هم شته چې څه باندې یوه پېړۍ وړاندې اخیستل شوي.

Game of Polo from Indus Valley, Parkutta
[Gilgit-Baltistan Region]

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، ګلګت-بلتستان سیمه کې د پولو لوبه، ۱۹۰۹ کال.

سیلا له ۱۸۵۹ تر ۱۹۴۳ کاله ژوند کړی، هغه د ایټالیا په بیلا ښار کې چې د وړۍ په سوداګرۍ مشهور دی زېږېدلی و. هغه د غرختنې لومړنی مزل د الپ غرونو په لمنو کې وکړ.

تامسن وايي "سیلا په خپل مسلکي ژوند کې د کیمیا او انجنیرۍ له پوهې ګټه اخیستله هغه کمالونه چې ده ته د وړیو په کارځای کې یې پلار ور ښودلي وو."

تر شل کلنۍ، هغه د عکاسۍ پر خورا پېچلو تخنیکونو لکه فراینډ کلوډیون پوهېدلی و او دا وړتیا یې ومونده چې په سختو شرایطو کې د لویو بڼو انځور اخستو لینزونه جوړ کړي.

Darjeeling and Kanchenjunga Range, Himalayas
Collodion print mounted on card, 1899

د عکس سرچینه، dag

د عکس تشریح، د دارجیلینګ او کنچنجنګا یوه منظره، ۱۸۸۹ کال.

د هغه پانوراما انځورونه په نړیواله کچه ستایل شوي.

همالیا ته د هغه سفر په ۱۸۹۹ کال کې پیل شو هغه مهال چې له بریتانوي څېړونکي ډګلاس فریشفیلډ سره د کانچینجونګا په سفر کې ملګری شو.

هغه مهال چې دوی ورتله، نیپال یو داسې هېواد و چې له نړۍ سره یې ډېره راشه درشه نه وه. د غره ختونکو ډلې د باران له امله له ختلو پاتې شوې نو همدا موکه وه چې سیلا پر واورو پوښلو هسکو ته د ورتګ لاره ونیوله او د کانچینجونګا د غره دا ډول انځورونه یې واخستل چې لیدونکي یې یوې نالیدلې نړۍ ته بېول.

Broad Peak at Sunset, Himalayas [Karakoram Mountain Range]

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، د کراکورم غرونو په لړۍ کې د پراخې‌څوکې پر سر لمر لوېدل، ۱۹۰۹ کال.
K2 from the West (Western Wall of Savoia Glacier)

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، د کې۲ یو عکس چې سیلا له لویدیځ لوري اخیستی دی.
Abruzzi’s Camp at Tolti, Karakoram Himalayas
Silver gelatin print mounted on card, 1909

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، کراکورم همالیا ته پر لار یو کمپ، ۱۹۰۹ کال.

یوه لسیزه وروسته په ۱۹۰۹ کال کې سیلا پسې لوړو غرونو ته مخه کړه او په یوه سفر کې د (کی۲) غره ته له یوه ایټالوي شهزاده سره وخوت. د نړۍ د دغو سختو تړنګونو انځورونه د سیلا د پیاوړي هوډ او هنر استازولي کوي.

له شاوخوا ۳۰ کیلو وزن درلودونکو کامره سره هغه داسې غاښو او پېچومو ته ورغلی و چې اخیستي انځورونه یې موږ ته د غرونو جوړښتونه راپېژني.

جیم کورن د وحشي غره کیسه نومې کتاب کې سیلا یو ډېر لوی غرنی عکاس بللی او د هغه نوم یې له مسلک او ښکلا پېژندنې سره تړلی یاد کړی.

A Cane Bridge on way from Tumlong to Choontang [Chungthang, North Sikkim]
Collodion print mounted on card, 1899

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، د سیکیم په شمال کې کنچنجنګا ته پر لار لرګین پول، ۱۸۹۹ کال.
Rope Bridge on the Pumah River [Karakoram Mountain Range]

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، د کراکورم غرونو په لړۍ کې پر پوما سیند د رسۍ پول، ۱۹۰۹ کال.

سیلا خورا کلک سړی پېژندل کېده چې د الپ غرونو ته یې د انځور ګرۍ د درنو وسیلو له وړلو سره لا ډېر د خلکو پام ځان ته ور وګرځوه. د هغه کامره او لینزونه چې اوس د بیلا په یوه موزیم کې ساتل کېږي د عصري کامرو او وسیلو پرتله درې وارې درنه وه.

یوازې د هغه جامې ۱۰ کیلو ګرامه وې، د هغه ډالمیرکامره، د کامرې پښې، لینزونه او نورې وسیلې یې له ۳۰ کیلو ګرامه درون وزن درلوده چې اوس وخت کې په الوتکه کې د یوه کس لپاره د ایله همدومره بار د وړلو اجازه ورکول کېږي.

Himalayan Peaks in Kashmir, from near Sildi, Shigar Valley from Nest Dilfi

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، د همالیا څوکې چې له کشمیر ښکاري، ۱۹۰۹ کال.
Buddhist Temple at Tumlong [Sikkim]
Collodion print mounted on card, 1899

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، د سیکیم په توملونګ کې د بودایانو یو معبد، ۱۸۸۹ کال.

د کی۲ غرکې سیلا له څلورو تر پنځو میاشتو وخت تېر کړ چې پر خپله Ross & Co کامره یې ۲۵۰ رسمي انځورونه اخیستي. په کنچینجونګا کې یې شاوخوا ۲۰۰ عکسونه اخیستي. ښاغلی تامسن وايي، " که عصري ډیجیټل وخت ته یې واړوو، دا شمېر ډېر لوړ نه دی او ان د انالوګ عکاسۍ ورځو ته که ورشو کیدلی شي اته ریلونه وکارول شي هغسې چې په ۱۹۷۰ کې به عکاس کولی شول یوه سهار کې غره ته د تګ پر مهال دومره انځورونه واخلي خو هغه مهال چې سیال عکاسي کوله دا نو بیخي لوړ شمېر وو."

Dras Valley below Karah
Silver gelatin print mounted on card, 1909

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، کراه لاندې د دراس دره، ۱۹۰۹ کال.
Encamping upon the Glacier
Collodion print mounted on card, 1899

د عکس سرچینه، DAG

د عکس تشریح، په همالیا کې په کنګله کې غره‌ختونکي خیمه وهي، ۱۸۹۹ کال.

او دا پر دې معنا ده چې هر یوه انځور ته ډېر پام کېده، او عکس اخیستلو لپاره یې لږې پاڼې درلودې چې ویې کاروي.

کلونه وروسته، یو بل غرني عکاس انسیل ادم ولیکل " د سیلا نوښتګرو شرحو، لیدونکي یوې بیخي داسې څپې ته وړل چې له تصور بهر څه یې پکې لیدل."

د غرونو په هسکو کې د انځورونو عکاسي له خطرونو سره مله وي. د سیلا ډېر انځورونه د بېرته کوزېدو پر مهال له لمدېدو سره له منځه تللي. هغسې چې تامسن وايي د ژوند پاتې کېدو هنر هم د هغه د لوړې ځیرکتیا ښکارندویه وه.

سیلا له لومړنیو هغو کسانو بلل کېږي چې معلومه یې کړه په واورو کې د یوه غره ختونکي په اندازه څه ډول لاره وکړي.