د نېپال ایورېسټ غر؛ د کنګل ویلي کېدو له کبله د ختونکو دمه ځای بدلېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ تر ټولو اوچت ایورېسټ غر څوکې ته هر کال زرګونه غره ختونکي د ورختلو هڅه کوي خو یوازې د ګوتو په شمېر ترې به دغه کار بریالي کېږي.
غره ختونکي د چمتووالي په لړ کې د ایورېسټ غره په بېخ کې دمه ځای (بېس کمپ) لري چې هلته تر اوونیو مېشت وي او چې کله هوا ښه شي او فرصت ومومي د غره څوکې ته د ختلو لپاره مزل پیلوي.
اوس د نېپال حکومت ویلي اوسنی بېس کمپ یا دمه ځای د نړیوالې تودوخې او د خلکو د ګوڼې ګوڼې له امله خوندي نه دی او ځای یې باید بدل شي.
دا کمپ د ایورېسټ غره لمن کې په کومبو ګلاسیېر (کنګل) پروت دی چې په ویلې کېدو دی.
سږ پسرلی شاوخوا ۱۵۰۰ غره ختونکو دغه دمه ځای کارولی.
نېپال حکومت ویلی د غره ختونکو مېشتېدا او دمې لپاره به نوی ځای وټاکي چې ښايي د اوسني پرتله یو څه ټیټ وي.
یوه نېپالي چارواکي بي بي سي ته ویلي باید داسې ځای ومومي چې کال دولس میاشتې پرله پسې واوره او کنګل ونه لري.
د نېپال د سیلانۍ چارو ادارې مشر تارانات ادیکاري بي بي سي ته ویلي: "موږ اوس بل ځای ته د تلو چمتووالی نیسو او ژر به له ټولو اړخونو سره مشوره پیل کړو. دا ځکه مهمه ده چې موږ باید له بدلېدونکي چاپېریالی سره ځان برابر کړو او دغه هېواد کې د غره ختنې صنعت خوندي وساتو."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښالي ادیکاري ویلي اوسنی دمه ځای د ځمکې له سطحې ۵۳۶۴ متره لوړ دی او نوی هغه به تر دې له ۲۰۰ تر ۴۰۰ متره کښته وي.
دا وړاندیز هغې کمېټې کړی چې د نېپال حکومت ایوریسټ شاوخوا سیمه کې د غره ختنې صنعت د څار او ارزونې دنده ورسپارل شوې.
ساینسپوهانو موندلې چې کومبو کنګل هم د همالیا غرونو د نورو کنګلونو په څېر د نړیوالې تودوخې له امله په چټکۍ په ویلې کېدو دی.
۲۰۱۸ کې د لیډز پوهنتون یوې څېړنه کې ویل شوي وو چې د ایورېسټ بېس کمپ ته نژدې کنګل هر کال شاوخوا یو متر ویلي کېږي.
د دې ګلاشیر (کنګل) ډېره برخه کې لویې ډبرې پرتې دي خو ځینې برخې یې بیا یوازې د کوچني غر په شکل کنګلونه دي چې ایس کلېف ورته ویل کېږي.
سکاټ واټسن چې ساینسپوه او څېړونکی دی بي بي سي ته په دې اړه وویل: "کله چې کنګلونه په دې کچه ویلي شي نو دا ورسره شاوخوا ډبرې خوځوي، ډېر یې وینو چې ډبرې او کاڼي له بره لاندې رالوېږي چې خطرناک دی او ژوند ته ګواښ پېښوي."
غره ختونکو هم شکایت کړی چې دمه ځای سره نژدې د اوبو یو ډنډ په پراخېدو دی.

د عکس سرچینه، World Vlog Challenge
دوی دا هم ویلي چې ځینې وخت د شپې پر مهال د ډبرو خوځښت ځمکه کې درز پیدا کوي او د کنګل یا ډبرو د خوځښت له امله لوړ غږونه هم اوري.
ایورېسټ څوکې ته ډیری غره ختونکي د نېپال له اړخه د ورتلو هڅه کوي خو په دې وروستیو کې د چین له اړخه د ورتلونکو کسانو شمېر هم په ډېرېدو دی.
نېپالي چارواکي وايي د بېس کمپ ځای بدلولو چاره به تر ۲۰۲۴ کال بشپړه شي.
غره ختونکو ته یې یو تاوان دا دی چې نوی دمه ځای به لږ کښته وي او تر لومړي کمپ پورې د دوی مزل ۲۰۰ متره زیاتېږي.








