د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته دوه ویشتم ځل د ختلو هڅه

د عکس سرچینه، Reuters
ځینې خلک دا خوب ویني چې لږ تر لږه یو ځل خو د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې یا ایورېسټ غره سر ته وخېږي.
خو اوس د کامي رېټا په نوم یو شرپا نوی نړیوال ریکارډ جوړول غواړي.
د نېپال ۴۸ کلن رېټا د شنبې په ورځ د دوه ویشتم ځل لپاره د ایورېسټ څوکې ته د ختلو هڅه پیل کړه او که هغه داسې وکړي، دا به یو نوی ریکارډ وي.
تر دا مهال دې څوکې ته د ۲۱ ځله ختلو ریکارډ له کامي رېټا او دوو نورو نېپالي شرپاوو سره دی.
خو د هغه دا دوه ملګري متقاعده شوي او که کامي ریټا دې څوکې ته بیا وخېږي یو بل ریکارډ به جوړ کړي.
کامي رېټا له امریکا مېشتې داسې کمپنۍ سره لارښود دی چې د غر ختونکو سفرونه برابروي.
۲۴ کلونو کې ۲۱ ځله

د عکس سرچینه، Reuters
نوموړی پر ۱۹۹۴ کال اول ځل ایورېسټ څوکې ته وخوت او وروستی ځل یې د تېر کال مۍ کې دا کار وکړ.
بهرني غر ختونکي تر ډېره د شرپا توکم په دا ډول نجربه لرونکو کسانو باور کوي.
دوی په دا ډول چارو کې لارې، پړي یا رسۍ غځول او نور اړین توکي برابروي.
کامي رېټا په نوې هڅه کې له ځان سره د ۲۹ غر ختونکو ډله جوړه کړې ده.
د امریکايي او جاپاني غر ختونکو په ګډون دا ډله د یکشنبې په ورځ پنډغالي ته ځي او دوه اونۍ وروسته خپل سفر پیلوي.
دې څوکې ته د دوی ختل هم په موسم پورې تړلي دي.
څومره وخت به نوې هڅه غواړي؟

د عکس سرچینه، AFP
کامي رېټا له کتمندو پوسټ سره خبرو کې ویلي، که هرڅه له پلان سره سم پر مخ لاړل، نو دا هڅه به د مۍ پر ۲۹ پای ته ورسېږي.
دی دا هم وايي، که دا ځل وخوت، نو د خپل ریکارډ د جاري او خوندی ساتلو لپاره به بیا بیا هم وخېږي.
دی لږ تر لږه ۲۵ ځله ایورېسټ څوکې ته ختل غواړي.
هغه له اي اېف اي خبري اژانس سره مرکه کې ویلي: زه د یو بل تاریخ جوړول غواړم، چې د شرپا او هېواد لپاره ویاړ شي.
شرپا توکم د نېپال او تبت پر پوله اوسېږي او غر ختلو کې نړیوال شهرت لري.








