۱۵ کلن امریکایی د ۷ قارو لوړو څوکو ته وخوت

- Author, هدايت الله هميم
- دنده, کابل
یو ۱۵ کلن امریکایی زلمی ګورډن رومیرو د نړۍ د اوو قارو لوړو څوکو ته په ختلو وتوانېد.
رومیرو د غره او لوړو څوکو د ختونکې ډلې تر ټولو کوچنی زلمی دی، چې د تېرې شنبې پر ورځ د سوېلي کنګلي قارې "انتارتیکا" (وینسن ماسیو) غره لوړو څوکو ته وخوت.
د دغه غره څوکې ته ختل د رومیرو د شپږ کلنو هڅو وروستی تمځای و.
د رومیرو مور ته دریک وویل چې زوی یې خپل هدف ته ورسېد.
د هغه ملاتړې او ملګرې ډله، چې مور او بله میره یې هم پکې ده، تمه درلوده چې د شنبې پر ورځ به د غره له څوکې راکوز او له دوی سره یوځای شي.
ګورډن رومیرو په لس کلنۍ کې هم د افریقا ''کلمنجارو'' لوړ غره څوکې ته په ختلو بریالی شوی و.
او په ۱۳ کلنۍ کې بیا په اسیايي قاره کې د نیپال "ایورسټ" د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته وخوت.
په دې سره ګورډن رومیرو تر هغه وړاندې د برتانوي غر ختونکي جورج اټکنسن ریکارډ مات کړ.
جورج اټکنسن په ۱۶ کلنۍ په تېره مۍ کې دغه غره ته ختلی و.
ګورډن رومیرو د ۲۰۰۷ په دسمبر کې د جنوبي امریکا په ارجنټاین کې د "اکونګوانا" د غره څوکې ته وخوت.
او د همدې کال په سپتمبر کې بیا د شمالي امریکا "ماک کینلي" غره سر ته وخوت.
او د ۲۰۰۷ په اپریل کې د استرالیا "کوسیوسزکو" غره تر څوکې یې ځان ورساوه.








