'زه له ښځو سره مرسته کوم چې زما فېسبوک ګروپ له لارې ملګرې پیدا کړي'

Victoria Cleave has created a safe and inclusive group for women in Suffolk on social media

د عکس سرچینه، Victoria Cleave

د عکس تشریح، "زه له کور کار کوم نو له نورو سره د تماس ډېر چانس نه لرم."

په بریتانیا کې یوې ښځې له خپل زاړه کور نوي ته له کډه کېدو وروسته د نویو ملګرو موندلو په موخه یو فېسبوک ګروپ جوړ کړ او په څو ورځو کې څه باندې اووه سوه کسان ورسره یوځای شول.

وېکټوریا کلیب ۳۰ کلنه ده. د بریتانیا په شمال ختیځ، نارفوک، کې له خپل ژوند‌ملګري سره اوسېږي خو وايي ورته ډېره ګرانه وه چې د خپلې خوښې او سویې ملګري پیدا کړي، نو مجبوره شوه ټولنیزو شبکو ته مخه کړي.

دا وايي هدف یې یوازې دا نه و چې ځانته ملګري پیدا کړي بلکې دا هم و چې دې ته ورته له نورو کسانو سره مرسته وکړي.

د روان کال فبرورۍ میاشتې پر ۱۱مه یې د 'ګېرلز اېن سفوک' (په سفوک کې نجونې) ډله جوړه کړه. له همدې لارې له نورو خورلڼو سره مخامخ شوه او راشه درشه یې ورسره پیل کړه.

اغلې کلیب وايي اوس کله کله له نورو جنکو سره یوځای پلي تګ لپاره بهر وځي.

"زه له کور کار کوم نو له نورو سره د تماس ډېر چانس نه لرم."

"تر فېسبوک ګروپ جوړولو وړاندې مې فکر کاوه چې په اسانه به ملکرې ومومم. جېم کې به یې ومومم. خو ونشو. بیا مې ویل لاس تر زنې نه کېنم او خامخا بله لار شته. ماته ورته نور خلک خامخا شته. نو مې پرېکړه وکړه چې لاس‌پکار شم."

اغلې کلیب وايي پر فېسبوک د دوی ګروپ دې لپاره دی چې خلک پکې "ځان ارام او خپل احساس کړي. ښځو لپاره دی چې احساس کړي پیاوړې دي، ارزښت لري او اورېدل کېږي."

"په دې ګروپ کې ټول کسان شریکې تجربې لري. هرڅومره چې ټول‌شموله یو هغومره پیاوړي یو. ګروپ دې لپاره دی چې له یوه بل سره معنی لرونکې عاطفي اړیکې ولرو."

Katrina Emerton (far left) organised a walking group in Woodbridge through Girls in Suffolk

د عکس سرچینه، Katrina Emerton

د عکس تشریح، کترینا اېمرټن له خپلو نویو ملګرو سره.

وېکټوریا ته ورته یوه بله مېرمن کترینا اېمرټن نومېږي. دا ۴۰ کلنه ده. مېړه یې پوځ کې دی او په دې وروستیو کې د وېکټوریا کلي ته کډه شوې ده.

دا وايي د مېړه دندې له امله یې تل کډه کېږي. وروستی ځل چې د بریتانیا له جنوب شرق کډه شوه ډېره ورته ګرانه وه، خو د سفوک نجونو فېسبوک ګروپ یې وموند او اوس له نورو سره په ګډه ګرځي او راشه درشه کوي.

"ما لپاره پلی تګ او فیزیکي تمرین داسې دی لکه تراپي چې کوم [ارواپوه ته چې ځم] او اوس چې له ورته نورو خورلڼو سره دا کارونه کولی شم نو لا ډېره ښه ده."

لا یې لومړۍ ورځې دي خو د دې فېسبوګ ګروپ جوړوونکې وېکټوریا وايي هیله‌منه ده چې نور ملګري به هم پیدا کړي.