په عراق کې "۲۵ افغان بنديان" خوشي او هېواد ته ستانه شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې عراق ۲۵ افغان بندیان خوشي کړي دي.
ياد وزارت وايي دغه کسان له خوشي کېدو وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت د چارواکو په وينا، دغه کسان د عراق د پولیسو له خوا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو او له شپږو میاشتو راهیسې د هغه هېواد په زندانونو کې بندیان وو.
د کډوالو چارو وزارت په وینا ازاد شوي افغان کډوال د ایران له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه کسان په داسې حال کې خوشي شوي چې په دې وروستیو کې د ایران د پلازمېنې والي احمد قیومي اعلان کړی چې په تهران کې د ناقانوانه افغان کډوالو د موندلو لړۍ کلي په کلي پيل شوې ده.
نوموړي له اسنا دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د افغان کډوالو د پېژندلو او له هېواده یې د ویستلو بهیر په جدي ډول تعقبیږي او پرمخ روان دی.
د ایران حکومت د شمېرو له مخې په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۲۷۰ زره ډېر افغان کډوال له دغه هېواده ویستل شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره ايران ته ورتلونکو افغان کډوالو شمېر لوړ شوی او پر دغو کډوالو فشارونه هم ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دي.
په دې لړ کې ایران اعلان کړی چې د روان کال تر پایه "نږدې دوه میلیونه غیر قانوني وګړي" له دې هېواده ایستل کېږي.
د افغانستان په بل ګاونډي پاکستان کې هم ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي چې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او پاکستان غواړي دوی بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.











