د امریکا کانګرېس د اسرائيل او اوکرايین لپاره د ۹۵ ميلياردو ډالرو مرسته تصويب کړه

اوکرايين سره مرسته

د عکس سرچینه، EPA-EFE

د امریکا کانګرېس يا مشرانو جرګې د ۹۵ ميليارده ډالرو په ارزښت د بهرنيو مرستو يوه ټولګه تصويب کړه چې د اوکرايين، اسرائيل او تايوان لپاره پوځي ملاتړ هم په کې شامل دی.

تمه کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبايډن به د چارشنبې په ورځ دا مرسته لاسليک کړي.

د امريکا کانګرېس د سې شنبې ماښام دا مرستې ومنلې چې وړاندې د استازو جرګې تصويب کړې وې.

په دغه ټولګه کې د اوکرايين لپاره ۶۱ ميليارده ډالر پوځي مرسته چې پنټاګون وايي ښايي په څو ورځو کې دغه جګړه ځپلي هېواد ته ورکړل شي هم شامله ده.

د مرستو دغه ټولګه د ۷۹ مثبتو او ۱۹ منفي رايو سره تصويب شوه.

مشرانو جرګې د روان کال فبرورۍ مياشت کې د مرستې لايحه تصويب کړه خو د محافظه کارانو يوې ډلې اوکرايين د نوې مرستې سره مخالفت وکړ او د استازو جرګه کې يې مخه ونيوله.

وړاندې د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلينسکي د امریکا د استازو جرګې د تائید له کبله مننه کړې وه.

ولسمشر زېلينسکي ویلي وو چې دا به په اوکرایین کې د ګڼو کسانو ژوند وژغوري او هم به امریکا لا پیاوړې ښکاره کړي.

اوکرايين پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

دا لایحه د جمهوري غوښتونکو د یوې ډلې له سخت مقاومت سره مخ وه چې اوکرایین ته د هر ډول نوې مرستې سره مخالفت کوي.

د امريکا استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو مشر مايک جانسن چې څو مياشتې يې د دې طرحې مخالفت کړی و اوس په سنا کې د دموکراتانو د مشر له تاوده هرکلي سره مخ شو.

د امريکا جمهوري ریاست ته کاندید ډونلډ ټرمپ په تېر کې له اوکرایین سره د نویو مرستو مخالفت کړی دی، خو د دوشنبې په ورځ یې په یوه راډیويي مرکه کې يې د غير نظامي مرستې د ټولګې له امله د ښاغلي جانسن ستاینه وکړه.

په نوې تصویب شوې ټولګه کې اسرائیلو ته ۲۶.۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته چې له دې جملې ۹.۱ میلیارده ډالر غزې ته د بشري مرستو لپاره ځانګړي شوي دي.

د تایوان په ګډون د امریکا د ارام سمندر متحدینو لپاره د ۸.۱ میلیارد ډالرو مرسته هم شامله ده.