تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیویارک کې د ډونلډ ټرمپ محاکمه؛ څو ځله یې له قاضي سره خبرې اړولې
د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د خپل کاروبار اړوند د مالي فساد قضیه کې د څارنوالانو د پوښتنو ځوابولو لپاره د نیویارک د منهټن محکمې ته غوښتل شوی و، څو ځله له قاضي سره خبرې اړولې یا خوله وهلې ده.
دا کار د دې لامل شوی چې قاضي ارتور ایګورون بالاخره هغه ته خبرداری ورکړي چې د محکمې ناسته سیاسي جلسه نه ده.
ډونلډ ټرمپ تورن دی چې د خپلې شتمنۍ د اصلي ارزښت په پټولو سره یې له بانکونو ارزان پورونه اخیستي او له دې لارې یې سلګونه میلیونه ډالر ګټلي دي.
د نیویارک لویه څارنواله هغه ته د ۲۵۰ میلیون ډالرو جریمه او پر کاروبار یې د شدیدو محدویتونو لګېدو غوښتنه کوي.
قاضي ایګورون مخکې دا حکم ورکړی چې د ټرمپ کاروبار کې سرغړونه او جعل کاري شوې.
څارنوالان ادعا کوي چې ښاغلي ټرمپ، د هغه ځوانو زامنو اېریک او ډونلډ جونیر او د ټرمپ سازمان نورو اجرايي مدیرانو په اسانه شرایطو د پورونو ترلاسه کولو لپاره د کمپنۍ پانګه له اصلي ارزښت څه باندې ۲ میلیارد ډالر کمه ښودلې ده.
په محاکمه کې به پرېکړه کېږي چې له دې کبله څه جریمې باید پرې ولګول شي.
څارنوالانو دوشنبه له ښاغلي ټرمپ نه د هغه د کمپنۍ، د پانګې د ساتلو ځای او په دې اړه پوښتنې وکړې چې د شتمنیو واقعي ارزښت یې څومره دی.
ښاغلي ټرمپ نیغ په نیغه د دغو پوښتنو ځوابولو پر ځای د رغنیزو پروژو د اهمیت او دې تړاو مفصلې خبرې وکړې، چې ولې یې په دېر برخه کې پانګونه کړې.
دا اوږدې خبرې د دې لامل شوې چې قاضي ایګورون مداخله وکړي او نوموړي ته وايي چې "لطفآ یوازې پوښتنې ځواب کړئ، وینا مه اوروئ."
هغه څو شېبې وروسته بیا وویل چې "ستاسې ځینې ځوابونه د پوښتنو اړوند نه دي."
تر دې وروسته ډونلډ ترمپ د محکمې غونډې ته وویل "ډاډمن یم چې قاضي به زما خلاف حکم کوي، ځکه ده تل زما خلاف حکمونه صادر کړي."
قاضي د هغه د دغو څرګندونو په ځواب کې وویل "له هرې لارې چې غواړې په ما برید وکړې، کولی یې شې، خو لطفآ پوښتنې ځواب کړه."
قاضي څو دقیقې وروسته د ډونلډ ټرمپ وکیل کرېسټوفر کایس مخاطب کړ چې "ښاغلی کایس، ایا کولی شئ خپل موکل کنټرول کړئ؟ دا کومه سیاسي جلسه نه ده، محکمه ده... غوښتنه درنه کوم چې کنټرول یې کړئ. که تاسې یې نه شئ، زه به یې کړم."
وروسته ښاغلي کایس ډونلډ ترمپ ته مخ ور واړاوه او ورته ویې ویل "که غوږ کېږدئ او حوصله وکړئ، دا به ډېره ګټوره وي."
له دې خبرې سره د څارنوالانو د ډلې یوه غړي وخندل.
قاضي اینګورون تر دې لږ وروسته په یو څه لوړ غږ د ډونلډ ټرمپ بلې مدافع وکیلې 'الینا هابا' ته وویل "زه دلته د دې لپاره نه یم راغلی چې د هغه [ټرمپ] وینا واورم. دې ته راغلی یم چې له هغه د پوښتنو ځوابونه واورم.
د یادونې ده چې ډونلډ ټرمپ هم د خپلو زامنو په څېر چې تېره اوونۍ محکمې ته حاضر شوي وو، د مالي رپوټونو په تړاو پړه د خپل سازمان پر محاسبانو واچوله.
هغه وویل په فلوریډا کې یې د مارالاګو تفریحي ځای او د ګلف څو میدانونو ارزښت تر هغې لوړ دی، چې ارزونه یې شوې وه.
ډونلډ ټرمپ حاضر مهاله له څلورو نورو جرمي قضیو سره هم مخامخ دی.
په دغو قضیو کې دوه د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو د پایلو لغوه کولو لپاره د هڅو اړوند تورونو، یوه له ځان سره د محرمو اسنادو ساتلو او بله د هغو پیسو په اړه د ناسم حساب د تور ده چې د لوڅو فلمونو یوې لوبغاړې ته یې د چپ پاتې کېدو لپاره ورکړې دي.