تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین وايي غزه کې د اوربند په اړه د امریکا ویټو "غلط پیغام" رسوي
وروسته له هغه چې امریکا د سې شنبې په ورځ په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنې په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړ، د چین حکومت پر امریکا سختې نیوکې کړې دي.
بېجینګ وايي، دا اقدام "غلط پیغام" لېږدوي او په غزه کې "د وژنو دوام لپاره شین څراغ دی."
سپینې ماڼۍ ویلي، د الجزایر وړاندیز شوی پرېکړه لیک به د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې "له خطر سره مخ" کړي.
امریکا د لنډمهاله اوربند لپاره د یو بل پرېکړه لیک وړاندیز کړی او یو ځل بیا یې اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې پر جنوبي ښار رفح برید ونه کړي.
د ویټو په ځواب کې، په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر، ژان جون ویلي، د امریکا ادعا چې دا پریکړه به په روانو دیپلوماتیکو خبرو اترو کې د لاسوهنې په مانا وي، "په بشپړه توګه بې مانا ده."
د هغه په وینا، "هلته وضعیت ته په کتو، په غیر فعاله توګه د سمدستي اوربند مخنیوی، د وژنو د دوام لپاره د شنه څراغ له ورکولو سره کوم توپیر نه لري."
هغه زیاته کړه: "د دې شخړې زیاتوالی د منځني ختیځ ټوله سیمه بې ثباته کوي او د پراخې جګړې خطر زیاتوي."
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر لوړپوړي ډیپلوماټ عمار بنجامه ویلي، "له بده مرغه د امنیت شورا بیا ناکامه شوې، خپل وجدان ته وګورئ، تاریخ به ستاسو په اړه څه ډول قضاوت وکړي."
د امریکا متحدینو هم پر دغه اقدام نیوکه کړې ده. د فرانسې سفیر نیکولاس ډی ریویر خواشیني ښوولې چې پرېکړه لیک "په ځمکه کې د ناورین وضعیت ته په پام سره" تصویب نه شو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، اوس چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ خبرې روانې دي، دا مناسب وخت نه دی چې د سمدستي اوربند غوښتنه وشي.
بل پلو د امریکا دوو جګپوړو وکیلانو، چې د اسرائیلو او عرب مشرانو سره یې خبرې کړې، له روژې مخکې دې د غزې جګړې "بشر دوستانه" درولو ته هیله ښوولې ده.
دیموکرات سناتور ریچارډ بلومینټل او جمهوري غوښتونکي سناتور کریس کونز په عمان کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په غزې کې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې د جګړې د ژر بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره "ډېرې هیلې" شته.
دغو دوو سناتورانو، چې مخکې یې په بیت المقدس کې د اردن له پاچا عبدالله او د اسرائیلو له مشرانو سره خبرې کړې وې، ویلي "ښايي په راتلونکو څو اونیو کې او له روژې مخکې د جګړې د درېدو شاهدان واوسو."
د مصر او قطر په منځګړتوب تېره اوونۍ په غزه کې د اوربند او د څه دپاسه سلو اسرائیلي برمته شویو د خلاصون په اړه په قاهره کې خبرې پرته له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته رسېدلې وې.