تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې جګړه؛ دوو مهمو امریکايي سناتورانو غزه کې د جګړې درېدو ته هیله ښوولې
د امریکا دوو جګپوړو سناتورانو، چې له اسرائیلو او عرب مشرانو سره یې خبرې کړې، له روژې مخکې د غزې جګړې "بشر دوستانه" درېدو ته هیله ښوولې ده.
دیموکرات سناتور ریچارډ بلومینټل او جمهوري غوښتونکي سناتور کریس کونز په عمان کې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په غزې کې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې د جګړې د ژر بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسېدو لپاره "ډېرې هیلې" شته.
دغو دوو سناتورانو، چې مخکې یې په بیت المقدس کې د اردن له پاچا عبدالله او د اسرائیلو له مشرانو سره خبرې کړې وې، ویلي "ښايي په راتلونکو څو اونیو کې او له روژې مخکې د جګړې د درېدو شاهدان واوسو."
د مصر او قطر په منځګړتوب تېره اوونۍ په غزه کې د اوربند او د څه دپاسه سلو اسرائیلي برمته شویو د خلاصون په اړه په قاهره کې خبرې له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته رسېدلې وې.
تېره ورځ امریکا د الجزایر لخوا د اسرائیل او غزې په جګړه کې د سملاسي اوربند لپاره وړاندیز شوی پرېکړه لیک ویټو کړ.
امریکا ویلي و، د دغه پرېکړه لیک د تصویب مخه به ونیسي. د امنیت شورا له پنځلسو غړو ۱۳ یې د دغه پرېکړه لیک په پلوۍ کې رایې ورکړې او بریتانیا ممتنع رايه کارولې ده.
دا درېیم ځل دی چې امریکا د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کوي چې د سملاسي اوربند غوښتنه په کې کېږي. امریکا پخپله د یوه بل پرېکړه لیک وړاندیز کړی دی.
الجزاير چې د امنیت شورا غیر دایمي غړی دی، د روانې مياشتې په شپږمه د اوربند لپاره د پرېکړه ليک مسوده جوړه کړه او امنيت شورا ته يې وړاندې کړې وه.
د راپورونو له مخې، د پرېکړه لیک مسوده "د فلسطیني ملکي وګړو جبري بې ځایه کېدل" غندلي دي. په مسوده کې د "نړیوال قانون څخه د سرغړونې پای ته رسول او د ټولو یرغمل شویو د خوشي کولو" غوښتنه هم شوې ده.
امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د یوه داسې پرېکړه لیک لپاره مسوده وړاندې کړې، چې په غزه کې د موقت اوربند غوښتنه پکې شوې ده.