تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي سناتورانو اوکرایین، اسرائيل او غزې ته د بایډن د ۹۵ میلیارد ډالري بسته تصویب کړه
په داسې حال کې چې امریکايي سناتورانو اوکرایین، اسرائیل او غزې ته د ۹۵ میلیارده ډالرو مالي مرستې بسته د ۲۹ مخالفو رایو په مقابل کې په ۷۰ موافقو رایو تصویب کړه، د ولسي جرګې مشر وايي چې ښايي د سنا د پرېکړه لیک په ردولو به دا لایحه یو ځل بیا د جو بایډن د ادارې له خوا بنده کړل شي.
د نن – سې شنبې، فبروري ۱۳مه- ورځې مصوبه د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ غړو ترمنځ له میاشتو سیاسي بحثونو وروسته وشوه او سملاسي د جو بایډن له غبرګون سره مخ شوه – هغه د استازو جرګې څخه هم وغوښتل چې ددې په تصویبولو سره له پوتین سره د مقابلې لپاره له حکومت سره مرسته وکړي.
سنا، چې اکثریت یې د ډیموکراټانو تر کنټرول لاندې دی، وکولای شول چې د جمهوريپالو د مشر میچ مک کانیل په ګډون د ۲۲ جمهوري غوښتونکو د رایو په ترلاسه کولو سره دغه ۹۵ میلیارده ډالري بسته تصویب کړي، خو د استازو مجلس چې جمهوریپال پرې کنټرول لري، ډېر ژر د دې پرېکړې پر جزییاتو خپله ناخوښي وښوده او مشر یې مایک جانسن ګواښ وکړ چې دا لایحه به بنده کړي.
د متحده ایالاتو د حکومت لخوا وړاندیز شوي قوانین باید د استازو جرګې او د کانګرس په مشرانو جرګه کې وروستي تصویب ته ورسیږي او یوازې د ولسمشر په لاسلیک سره پلي کېږي.
په دې بسته کې له اوکرایین سره ۶۰ میلیارده ډالره مرسته، ۱۴ میلیارده ډالره د حماس پر ضد جګړه کې د اسرائیلي خپل پوځ د پیاوړي کولو او د غزې په ګډون په جګړې ځپلو سیمو کې ملکي وګړو ته د لس میلیارده ډالرو بشري مرستو استول اټکل شوي دي.
په دې بسته کې د تایوان او د هند - آرام سمندر په سیمه کې د متحده ایالاتو نورو متحدینو ته د اتو ملیاردو ډالرو مرستې د بستې چمتو کولو هم اټکل شوي دي.
نن په سنا مجلس کې د رایې اچونې پر مهال ۲۲ جمهوريپال سناتوران د دوی د مشر میچ مک کانیل په ګډون له ډیموکراټانو سره یو ځای شول چې له مخې یې دغه بسته (له ټول ټال ممکن ۱۰۰ رایو څخه) د ۲۹ مخالفو رایو په مقابل کې په ۷۰ موافقو رایو تصویب شوه.
دغه ټلوالي رایه په داسې حال کې رامنځ ته شوه چې پخواني ولسمشر او د جمهوريپالو مخکښ نوماند ډونلډ ټرمپ پر دغه بسته نیوکه وکړه او ویې ویل چې د امریکا او مکسیکو د پولې لپاره بودیجه پام کې نه ده پکې نیول شوې.
خو د سه شنبې په ورځ، په سپینه ماڼۍ کې جو بایډن د سنا د دې مصوبې د هرکلي په ترڅ کې استازي د هغې سملاسي تصویبولو ته وهڅول او ویې ویل: "د دې لایحې ملاتړ کول د پوتین په وړاندې د درېدو په معنا دي. دا د پوتین له غوښتنې او پلانونو سره د مخالفت په معنا ده... تاریخ موږ ګوري."
په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک کونل په عین حال کې وویل چې هغه د دې مالي مرستې کڅوړې د موافقو کسانو ټولۍ کې رایه ورکړه: "نن به تاریخ د امریکايي مشرانو د ارزښتونو او ځوانک ته په پام سره ثبت کړي چې مشرانو جرګې پر دې مسلې سترګې نه دي پټې کړې".
په همدې حال کې د مشرانو جرګې د قاطع رایو تصویب ته اوکرایین سم لاسي هرکلی ووایه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي پر ایکس - پخواني ټویټر - لیکلي چې هغه د متحده ایالاتو د کانګرس د سناتورانو "مننه" کوي: "زموږ لپاره په اوکرایین کې د امریکا د مرستو دوام د روسیې د ترهګرۍ او وحشت پر ضد د انسانانو د ژوند ژغورلو د توان په معنی دی."
د دې مالي کڅوړې پر سر توافق په تېرو څو میاشتو کې څو ځله ځنډول شوی، په داسې حال کې چې له اوکرایین راپورونه ورکړل شوي چې روسیه د اوکرایین په ختیځو سیمو - دونباس سیمه کې پرمختګ کوي - او د اوکرایین پوځ په جنوبي سیمو کې د روسي پوځ شا ته کولو په هڅه کې دی.
د اوکرایین پوځي چارواکو په وار وار د هوايي دفاعي تجهیزاتو په ګډون د پوځي مرستو د زیاتولو د اړتیا خبره کړې ده، ځکه چې ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې ژمنه کړې وه چې د روسیې پوځي بریدونه به "سخت" کړي.