تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوحې دویمه ناسته؛ د ملګرو ملتونو سر منشي دوحې ته رسېدلی، طالبان وايي ګډون په کې نه کوي
- Author, راصد ځواک
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت اعلان کړی چې دوی د ملګرو ملتونو لخوا روانه اونۍ (سبا او بل سبا) دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکي غونډه کې ګډون نه کوي.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت نن شنبه (د فبرورۍ ۱۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه وزارت "ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې، که اسلامي امارت د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي، نو ګډون به کټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت لخوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو."
په اعلامیه کې زیاته شوې "که ملګري ملتونه موجوده حقایق درک کړي او د څو محدودو لوریو تر اغېز او فشار لاندې رانه شي او دا ټکی په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر شل کلن رژیم په څېر د چا تر اغېز لاندې نه راځي؛ نو د دې امکان شته چې د افغانستان اسلامي امارت سره په خبرو کې پرمختګ وشي."
حفیظ الله معروف چې د دغې جوړېدونکې دوه ورځنۍ ناستې د خبرې پوښښ لپاره دوحې ته تللی، وايي د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوتېرېش له خپل پلاوي سره رسېدلی.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په ګډون د ځینو نورو هېوادونو پلاوي هم دوحې ته تللې دي. ټاکل شوې وه له طالب چارواکو پرته ځینې نورو افغانان دغې غونډې ته ورشي، خو دا چې طالبانو په کې د نه ګډونه ویلي، د دغه افغانانو په اړه هم تازه مالومات تر دې مهاله نشته.
خو د دوحې په هوايي ډاګر کې له ناروې او امریکا دوه افغان فعالان چې یوه په کې ښځه ده، لیدل شوي دي.
دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو دا ځانګړې غونډه د فبرورۍ پر ۱۸ او ۱۹مه جوړېږي او د افغانستان د ګاونډیو، امریکا او روسیې په ګډون د شاوخوا شلو هېوادونو استازي وربلل شوي دي.
دا د خپلې بڼې دویمه ناسته ده چې مشري یې هم پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېريش کوي. د دې لړۍ لومړۍ غونده د تېر ۲۰۲۳ کال د مۍ په لومړیو کې جوړه شوې وه، خو طالبان نه وو وربلل شوی.
د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې هغې غونډې ته په اشارې ویلي، "د افغانستان اسلامي امارت په دې باور و چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ښاغلي انتوني ګوتېریش په مشرۍ د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته یو بل ښه فرصت و چې پر اختلافي ټکو په کې واضحې او په نتیجه ولاړې خبرې شوې وای."
طالبان وايي د سیمې له هېوادونو سره د دوی تېر دوه نیم کلن تعامل وښودله چې "که د تېرو شل کلنو ناکامو تجربو له تکرار څخه ډډه وشي، د یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو، تورونو او فشارونو پر ځای یو واقعبینانه او عملګرایانه چلن خپل شي، نورو لوریو سره هم دوو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ کېدلای شي."
طالبان په داسې حال کې د دوحې ناسته کې "د یوازني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب" پر خپل ګډون ټینګار کړی، چې تر اوسه د دې ناستې د نورو افغان برخه والو لیست نه دی ډاګیز شوی، خو اټکل دا دی چې یو شمېر ښځې او مدني فعالان به هم وربلل شوي وي.
د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د دې غونډې په درشل کې له افغان مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ یو رپوټ هم خپور کړی چې وایي ډېری افغان مېرمنې فکر کوي د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل به پر دوی محدودیتونه لا سخت کړي.
دا رپوټ د یوناما، د ملګرو ملتونو د ښځو څانکې او د کډوالۍ نړیوال سازمان "ای او اېم" لخوا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۷۴۵ ښځو سره د انلاین او حضوري خبرو پر بنسټ چمتو شوی.
په رپوټ کې راغلي چې طالب وسله والو په عامه ځایونو کې د مېرمنو ځورول ډېر کړي دي.
خو د طالبانو حکومت دا رپوټ رد کړی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد دا د یوناما او بهر مېشتو کړیو پروپاګند بللي دي.
هغه ویلي، "له بده مرغه خپله یوناما او د پروپاګند نورې برخې خلکو ته اندېښنې پيدا کوي، په عمل کې هېڅ داسې څه نشته، تاسو خپله لیدلی شی چې موږ هیڅ بله ورځ څوک نه دي نیولي او نه هم کوم پولیس دې کار ته ګومارل شوي چې ښځې ونیسي، بیا له بده مرغه بهر کې کړۍ چې د افغانستان په ضد د پروپاګند دنده لري، دا ډول پيښې لویوي او د خلکو په ویرولو کې خپله لاس لري."