د هند هیمالیا ښارګوټي نړېدو ګواښ ځايي پنډغالي له کډوالو ډک کړي

هیمالیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼ خلک له خپلو چاک شویو کورونو د ایستل کېدو په تمه دي

د هند په شمالي ښار جوشیمات کې زرګونه خلک هله پر پنډغالو دېره شول چې کورونه یې د نړېدو له ګواښ سره مخ شول.

انشو راوت د جنورۍ پر دریمه په درانه خوب ویده وه چې یو لوړ غږ یې واورېد. فکر یې کاوه خوب ویني خو چې ژړا انګولا ډېره شوه له ځایه پورته شوه.

له کورونو بهر شور ماشور وو خلکو خپل واړه ماشومان په کمپلو او تودو جامو کې نغښتي وو، یو خوا بل خوا ګرځېدل بیخي د ډار حالت و. اوازې خپرې شوې چې ګواکې یوه نژدې هوټل اور اخیستی خو کله چې د انشو راوت مېړه ددغه خبرې کره کولو پسې ووت ویې لیدل چې هوټل سم دم دی، خو دا د همدوی کور و چې درزونه پکې راغلي وو او د نړېدو له ګواښ سره مخ و. 

 ۲۷ کلنه مېرمنې راوت خپله شپږ کلنه لور مات و مبهوت له ځانه سره واخیسته او له مېړه سره په ملتیا بام ته وختل. 

Joshimath, located on the slope of a hill, was built on the debris of a landslide

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

وايي: " څپلۍ مې په پښو وې، وړینه خولۍ مې نه درلوده چې سر مې پرې وپوښم، د لور مې یوازې یو جاکټ پر تن و، کرۍ شپه یې ژړل" خو کورنۍ تر سهاره همداسې پاتې شوه. ورځ وروسته هغوی خپل لوښي کنډولي بار کړل او له هغه ۹ خونو لرونکي کوره ووتل چې ښه موده یې پکې له ډیرو خاطرو سره ژوند کړی و.

د پنځوو غړو دغه کورنۍ اوس په هغه لنډ مهاله سرپناه کې ژوند کوي چې ځايي حکومت ورکړې او ټول په یوه خونه کې اوسي.

په خونه کې د غازو ډبه، د پخلي او پخلنځي توکي او لوښي او څو کټونه پکې شته چې د کورنۍ ځینې غړي یې پکې ویدېږي. مېړه او ورور یې پرځمکه ویده کېږي. د ټولې کورنۍ زړونه ترې پاتې کور پسې کړیږي مېرمن راوت وايي" کور پرېښوده له درده ډک و، د کور له لاسه ورکولو کړاو اورول اسانه نه وي."

انشو راوت
د عکس تشریح، انشو راوت د جنورۍ پر دریمه په درانه خوب ویده وه چې یو لوړ غږ یې واورېد. فکر یې کاوه خوب ویني خو چې ژړا انګولا ډېره شوه له ځایه پورته شوه.

د هیمالیا ښار ګوټی چې ۲۰۰۰۰ وګړي پکې اوسي، په ۷۵۰ کورونو له زیانمنېدو وروسته د ۱۴۵ کورنیو نږدې ۶۰۰ کسان له کورونو وتلي او له څېرمه ښونځيو، هوټلونو د نورو خلکو کورونو کې مېشت شوي.

کارپوهان وايي بشپړ ښار ګوټی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی، چې لوی لامل یې د ښاري پراختیايي نقشې نه پلې کول او د ابو ایستلو یا کانالیزاسیون نشوتالی بللی شی.

تېرو څو اونیو کې ژغورونکو ډلګیو سلګونه کسان له هیمالیا ښار ګوټي خوندي ځایونو ته لېږدولي. ځايي چارواکي وايي د اوس لپاره ورته لومړیتوب د خلکو ژغورل دي او دا چې مالومه نه ده تر کله به بې کوره شوي کسان دغه حالت کې پاتې وي.

ددغه سیمې ولسوال هیمانشو خورانا بي بي سي سره خبرو کې ویلي " که دوی جوشیمات کې د بیا لپاره مېشتېږي یا کوم بل ځای کې نو به له ټولو اړخونو سره پرې خبرې کیږي. موږ دا بهیر چټک کړی ژر تر ژره یو ډاډ ترلاسه شي."

دا اسانه چاره نه ده چې یوه کورنۍ دې ډک کور بې برخلیکه پرېږدي.

ځېنې به کوره شوي کسان ترې د پاتو توکو ساتلو او څارویو پوښتنې لپاره د ورځې پر مهال خپلو کورونو ته ته ځي او د ورځې پايي کې بېرته لنډ مهالو مېشت ځایونو ته ستنیږي.

د ویډیو تشریح، د هیمالیا غرونو کې دا منظرې لرونکی ښار له منځه ځي... ولې؟

هره ګړۍ دغه خلک د خپل راتونکي په تړاو اندېښمن دي ورسره ددې ډاډ هم غواړي چې حکومت به ورسره مرستې تر وروستي بریده وکړي. مېرمن روات وايي " زموږ د کور بیه اته میلیونه هندۍ روپۍ دي چې نږدې سل زره ډالره کیږي. که حکومت موږ ته پیسې راکړي چې هر خوا وي موږ کډه کېږو."

یوه کورنۍ چې نه یې غوښتل نوم یې ډاګیز شي ور پېښ ناورین له امله د خپل زوی د زده کړو په تړاو زړه خوړیني وه. " زما د زوی د ۱۰ ټولګي ازموینې نږدې دي، څنګه کولی شي دې حالت کې درس ووايي؟ دولت باید چټک ګامونه واخلي." له دې کورنۍ سره په ګاونډ کې همالاتا راوت مېشته ده.

هغې د جنورۍ پر دریمه د لسو خونو هغه کور پرېښود چې مړ شوي مېړه ۱۸ کاله وړاندې جوړ کړی و. هغې دوه کټونه، دوه المارۍ، یوه دناستې څوکۍ او د پخلنځي ځینې لوښي یې دې لنډ مهاله کور پنډغالي ته له ځانه سره لېږدولي.

هغه وايي " دا ډېره سخته ده چې د خپل کور له سکونه بې برخې شئ. غوښتل مې بچیان او لمسیان مې هم هلته لوی شي." دا هیله لري حکومت به یې د کور تاوان ورکړي چې دوی پرې د ځان لپاره یوځای غوره کړي او ورته ولېږدي.

دغو لنډ مهالو سرپناوو کې خلک د اسانیو له نشتوالي سره ټکوي، په ځانګړي ډول د ژمي دې سړه هوا کې د خونې د تودولو لارو چارو نشتوالی. ځايي چارواکي وايي تر خپله وسه به خلکو ته اسانۍ برابرې کړي.