د شیدو څښل رښتیا ګټه لري او څوک باید ترې پرهېز وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
مونږ تاسې ټولو د شېدو په اړه ډېر اوریدلي او ډېر کله یې په تلویزیونونو او همدا رنګه لویو لارو ستر ستر اعلانونه وینو چې د هر چا لپاره ګټور بلل کېږي او خلک هڅول کېږي چې د روغتیا لپاره د شیدو څښاک ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې اړوند ادارې د معلوماتو له مخې په نړۍ کې تر ټولو ډېرې شیدې هند کې تولېدیږي، پاکستان په دغه نوملړ کې څلورم دی او افغانستان هم چې د کرهنیز او زراعتي هېواد په نوم مشهور دی ډېری خلک یې شیدو او د څارویو نورو محصولاتو ته ښه لاسرسی لري.
د افغانستان په لېرې پرتو سیمو او کلیو کې د ډېرو خلکو ورځني خواړه هم همدا کورني محصولات جوړوي.
په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې عام باور دا دی چې د غوا یا وزو شیدې د انسانانو لپاره اړینې او روغتیا ته یې ګټورې دي، ډېر خلک خو ان د شپې له څملاستو مخکې د یو ګیلاس شیدو څښلو عادت لري، ځینې بیا سهار د پیو له څښلو سره پیلوي.
له انسانانو پرته نور هیڅ مخلوق په غټوالي یا له لویوالي وروسته پۍ نه خوري او انسان یوازینۍ مخلوق دی چې د بل څاروي پرېمانه شیدې او نور محصولات کاروي.
خو شیدې څه شی دي چې دومره ټینګار پرې کېږي، په ترکیب کې یې څه شی وي، روزانه څومره پۍ وڅښو او څوک یې باید له څښلو ډډه وکړي؟
هڅه کوو دې مطلب کې دا او ډېرې نورې پوښتنې ځواب شي.
څوک چې غوښه ډېره خوري ایا هغوی هم باید شېدو څښلو ته پام وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو د تغذیې یو کارپوه ارون کمار په وینا شیدې د کیلشیم او پروټین په څیر مهم غذایي مواد لري نو هغه کسان چې غوښه او نور هر ډول خواړه خوري او له غوښو پرهېز نه کوي نو که شیدې ونه څښي هم بدن یې له څه خاصې ستونزې سره نه مخ کېږي.
د ډاکتر ارون کمار په باور په ډېرو پخوانیو زمانو کې د ځينو غذاوو کمښت له کبله خلکو خپله ډېره اړتیا له شیدو پوره کوله، خو د ده په ټکو د قحطۍ له هغې زمانې بیا اوس لس زره کاله وروسته هم د پیو څښلو عادت هماغسې پاتې دی.
دی وايي اوس ډېرو خلکو ته د اړتیا وړ ډېر خوراک رسېږي او په وینا یې که سنجش وشي د "شېدو څښلو اړتیا ډېره نشته."
د تغذیې دغه کارپوه په دې باور لري "هغه خلک چې یوازې سبزۍ خوري ښه ده چې شیدې هم وکاروي."
نو اوس پوښتنه دا ده چې ایا شېدې د ټولو لپاره ښې دي او کنه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې پوښتنې ځواب نه دی او دلیل یې دا دی چې شیدې خپل ترکیب کې (لېکټوز) لري او د دې هضمولو لپاره زمونږ په کولمو کې د لېکټېس په نوم انزایمونو اړتیا ده خو که زمونږ بدن کې په کافي اندازه دا انزایمونه نه وي نو رنګارنګ ستونزې پیدا کیدای شي.
- د شیدو په غذایي ترکیب کې شامل مواد
د ډاکټرانو په وینا په عام ډول د غواګانو او مېښو پۍ ډېرې کارېږي، د معلوماتو پر بنسټ د غواګانو په هرو سلو ګرامو شېدو کې ۶۷ کالوري وي او د مېښو همدومره پۍ بیا ۱۱۷ کالوري انرژي لري، له همدې کبله د مېښو پیو له ډېرو څښلو وزن ډېرېږي او د غوا شیدې بیا غذایي مواد ډېر لري.
څوک باید له ډېرو شېدو څښلو پرهېز وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د غذا برخې متخصص ډاکټر ارون کمار وايي د لېکټس په نوم انزایمونه چې د شېدو په هضم کې مرسته کوي په طبیعي ډول د هغو وړو ماشومانو په بدن کې وي چې د عمر یې د شېدو څښلو وي.
د هغه په ټکو "دې ته په کتو په قدرتي او طبیعي بڼه شیدې د لویانو لپاره نه وې."
د ډاکټر ارون په وینا "پۍ د هاضمې په سیستم مستقیه یا نېغ په نېغه اړیکه لري." ځینې خلک هره ورځ یو لېټر شیدې څښي خو د لېکټوز الرجي والا ځینې نور خلک که یو یا نیم ګیلاس پۍ څښي بیا نو د خېټې له ګېسه، بد هضمۍ او د خېټې له ځینو نورو ستونزو سر ټکوي، دی وايي داسې خلک دې د "شېدو له څښلو پرهېز وکړي."
څیړنو ثابته کړې چې د غوا شېدې دماشومانو د وزن ډېرولو سبب کېدای شي خو دا په دې مانا نده چې د ماشومانو یوازینۍ خوراک دې شېدې شي او بس ځکه د ډاکټرانو په باور په شېدو کې اوسپنه کمه وي ځکه نو نور خواړه دې هم ورسره وخوړل شي او یوازې په شېدو دې بسنه نه کېږي.
ډاکټر ارون وايي که "کوم ماشوم د ورځې ۱۳ لېټره شیدې وڅښي نو په ورځني ډول د بدن د اړتیا وړ وسپنه پوره کیدای شي."
ځينې خلک د څلورو میاشتو ماشومانو ته هم د غوا شېدې ورکوي چې ستونزې ولاړولی او بد هضمي رامنځته کولی شي، په دې عمر کې د غوا شېدې په بدن کې د اړتیا وړ اوبو کمېدو سبب هم کېدای شي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د غوا شېدې دې له دوه کلنۍ وروسته د خوراک برخه شي.
د ورځې څومره پۍ څښلی شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د کرېکټ د نړۍ یوه مشهور او د هند نامتو لوبغاړي مهند سنګ دوني څو کاله پخوا ویلي و چې تر ټولو د خوښې وړ څښاک یې شېدې دي.
له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو بحثونه وکړل او ګویا دی ځکه غښتلی دی او ښه هیلوکاپټر شپږیزې وهي چې د ورځې څلور لېټره د غوا شېدې څښي، د دې ګنګوسو په غبرګون کې ښاغلي دوني په یوه بله مرکه کې وویل چې دی څلور لېټره نه بلکې د ورځې یو لېټر د غوا شیدې ښه په مینه څښي.
خو د غذايي برخې کارپوهان وايي " هغه خلک چې ورزش کوي ښه کنه هر څوک هم د دوني غوندې د ورځې یو لېټر پۍ نشي څښلی، ځکه دا د عامو خلکو لپاره مناسب نه دي."
وړاندیز دا دی چې د عامو خلکو لپاره د ورځې څلور سوه ملي لېټره شیدې یا څلور سوه کرامه مستې کفایت کوي.
د دې تر څنګ سپارښتنه دا ده چې که څوک د شېدو له کبله د هاضمې له خرابۍ شکایت لري نو دوی ۴۰۰ ملي لېټره پروټین اخیستلی شي.
له شېدو سره بوره

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر سراون کمار وايي "په ورځني ډول د ۴۰۰ ملي لېټرو شېدو څښل خوندي کار دی په تېره هم چې ۲۰۰ ملي لېټره د سهار او ۲۰۰ نور د شپې وڅښلې شي." خو له شېدو سره د بورې له ګډولو باید پرهیز وشي.
ډاکټر کمار وايي پۍ وار له مخه کافي اندازه کالوریزه انرژي لري او "د خوږو پیو څښل زیانمن دي."
دی وايي چې که د چا بدن السر( د معدې یا کولمو زخم) لري یا لیکټوز سره مو حساسیت وي نو د پیو له څښلو دې ډډه وکړي.
بلخوا که تاسې د کېلشیم لپاره پۍ څښی پداسې حال کې چې سبزۍ هم خوری او د پیو له کبله له بدهضمۍ شکایت هم لری نو ښه بدیل یې سوپ یا شوروا، هګۍ، مستې، د وزو غوښه او ځینې نور مواد کیدای شي.











