'افغانستان د ۴۸ مصرفي توکو تولید کې پر ځان بسیا شوی'

- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي دا هېواد د ۴۸ ډوله مصرفي توکو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی او ژر به د د دغو توکو د وارداتو مخه ونیول شي.
دغه وزارت وايي، افغانستان د ۱۲ نورو محصولاتو په برخه کې ۵۰ سلنه پر ځان بسیا شوی دی، خو د دې تولیداتو ډېره برخه خام مواد لا هم له نورو هېوادونو واردوي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، اوس مهال په دغه هېواد کې ۵ زره تولیدي فابریکې فعالیت کوي او دا شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزیر نثار احمد غوریاني د سل ورځې سل زېري پروګرام او سوداګرۍ او صنعت اوونۍ په مناسبت له خلکو وغوښتل چې د دغه هېواد د صنعت د پیاوړتیا لپاره کورني تولیدات وکاروي.
ښاغلي غوریاني وویل، حکومت ټولو دولتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې په کور دننه تولید شوي محصولات واخلي.
د خوراکتوکو ځينې ډولونه، صابون، غالۍ، غیرالکولي څښاک، مرمر ډبرې او فرنېچر هغه محصولات دي چې د چارواکو په خبره افغانستان پرې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.
خو لا هم د دغو محصولاتو ډېری خام مواد له نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي او دلته بیا تولید او غوټه کېږي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د مالوماتو له مخې اوس په افغانستان کې له ۵ زره ډېرې تولیدي فابریکې شته چې پکې شاوخوا درې لکه دېرش زره کارګر په کار بوخت دي.
په دا مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې د جواز ورکړې او اسنادو اړوند کارونه یې ډیجیټلي کړي او سوداګر په څو اوونیو کې له له لرې او دغه وزارت ته له ورتګ پرته خپل جواز نوی کولی او یا نوی جواز ترلاسولی شي.
سعودي ته د افغان صادراتو دوه برابره کېدل

دغه وزارت دغه راز ویلي دي چې سودارګر د تولیدي فابریکو ماشینونه او نور تجهیزات هېواد ته له ګمرکي محصول پرته واردولی شي.
یو شمېر سوداګر بیا وايي چې تر یوه بریده اصلاحات راغلي خو زیاتوي چې د صادراتو او وارداتو په برخه کې لا هم ستونزې او فساد شته.
په ورته وخت کې په سعودي کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی چې دغه هېواد ته افغان صادرات په ۲۰۲۰ کال تر وړم کال دوه چنده زیات شوي دي.
په ریاض کې د افغان سفارت د مالوماتو له مخې، افغان سوداګرو په ۲۰۱۹ کال کې د ۱۳،۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت صادارت لرل او دا شمېرې په ۲۰۲۰ کال کې له ۲۸ میلیونه ډالرو ډېرې شوې.
په دغو صادراتو کې زعفران، وچه مېوه، غالۍ او ځينې نور تولیدات راځي چې د هوايي دهلېزونو له لارې سعودي ته وړل شوي دي.









