ترکیې ته نږدې د سوریې په اعزاز ښار کې چاودنې لږ تر لږه ۷ کسان وژلي

د سوریې په شمال کې د ګڼې ګوڼې په یوه ډک بازار کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

دا چاودنه نن (یکشنبه) د سوریې حلب ولایت په اعزاز ښار کې شوي چې له ترکیې سره نږدې پر پوله پروت دی.

له دغې چاودنې وروسته په خپرو شویو ځینې ویډيوګانو کې ښکاري چې ځينې مړه جسدونه پر ځمکه پراته او شاوخوا ودانۍ زیانمنې شوې دي.

په ځينو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځينې دوکانونو اور هم اخیستی دی.

د سوریې اعزاز ښار د ترکیې پلوه ملېشو لخوا کنترولېږي او معلومه نه ده چې دغه برید به چا کړب وي.

دا چاودنه داسې مهال شوې چې خلک د راتلونکي کمکي اختر په سودا بوخت وو او ګڼه ګوڼه ډېره وه.

د سوریې یو ژغورنډلې ویلي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان دي.

دا ښار د داسې ملېشو په واک کې دی چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد د اوسني ولسمشر بشار الاسد خلاف جنګېږي.

دا ترکیه پلوه ملېشې د ترکیې او سوریې تر منځ پر پوله ډېرې سیمې کنترولوي.

د اعزاز ښار د سوریې د بشار الاسد په مشرۍ د سوریې اوسني حکومت خلاف د اپوزیسیون د اوسېدو ځای هم دی چې د مشروع قدرت ادعا کوي.

دا ښار له دې کبله چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې ځانګړی رول لري او ترکیې ته نږدې پر پوله پروت دی، له ځانګړې ستراتژیک اهمیته برخمن دی.

دا د سوریې په شمال کې له ترکیې سره پر پوله د ناامنۍ لومړۍ پېښه هم نه ده.

په ۲۰۱۷م کال کې همدلته د یوې ودانۍ مخې ته چاودنې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي وو.

د هغې چاودنې مسؤولیت اسلامي دولت ډلې (داعش) اخیستی و.

داعش په ۲۰۱۳م کال کې د لنډ مهال لپاره دا ښار نیولی و او تر ولکې لاندې یې و.