تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې لس کلنه کورنۍ جګړه څنګه پیل شوه؟
۱۰ کاله مخکې د سوریې د ولسمشر پر وړاندې یو سوله ییز پاڅون په پوره کورنۍ جګړه بدل شو. د دغې جګړې له امله تر ۳۸۰ زرو ډير کسان ووژل شول، ښارونه وران شول او نور هېوادونه پکې ښکېل شول.
ان د شخړې له پیلېدو مخکې ډیری سوري وګړو د ولسمشر بشارالاسد- چې په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ له مړینې وروسته واک ته ورسېد- د واکمنۍ پرمهال د لوړې بې کارۍ ، اداري فساد او د سیاسي خپلواکۍ نشتون په اړه شکایت کاوه.
د ۲۰۱۱ کال مارچ میاشت کې په سویلي ښار دېرا کې د ډیموکراسۍ په پلوۍ لاریونونه پیل شول چې په ګاونډیو هېوادونو کې د جابرو واکمونو پر ضد پاڅونونو یې الهام اخیستی و.
کله چې د سوریې دولت د دغه مخالفت د ځپلو لپاره له وژونکي ځواک کار واخیست، د ولسمشر د استعفا د غوښتنې لپاره لاریونونه په ټول هېواد کې راپورته شول.
نارامي زیاته شوه او حکومت محدودیتونه زیات کړل. مخالفو لاریونوالو وسلې واخیستې، لومړی د دې لپاره چې د ځانونو دفاع وکړي او وروسته د دې لپاره چې له خپلو سیمو امنیتي ځواکونه وباسي. ښاغلي اسد ژمنه وکړه چې د دغو یاغیانو مخنیوی به کوي او په وینا یې دوی د بهرنیو په ملاتړ ترهګري کوِ.
تاوتریخوالی په چټکۍ زیات شو او دغه هيواد کې کورنۍ جګړه پیل شوه. په سلګونو یاغي ډلې راپورته شوې او ډیره موده ونه شوه چې دغه جګړه په یوه داسې جګړه بدله شوه چې د ښاغلي اسد په پلوۍ او یا یې پر ضد کېدله.
بهرنیو قدرتونو هم د خپلو خپلو خواوو مالومول پیل کړل، هغوی ته یې پیسې، وسلې او وسلوال ولېږل. دا چې وضعیت خراب شو سخت دریځه اسلامپالې ډلې لکه داعش او القاعده د خپلو موخو لپاره په جګړه کې ښکېلې شوې. په دې سره نړیواله ټولنه کې چې دغو ډلو ته یې د لوی ګواښ په سترګه کتل، اندېښنې زیاتې شوې.
د سوریې کوردان چې د خپلواک دولت لپاره حق غواړي خو د ښاغلي اسد له ځواکونو سره یې جګړه نه ده کړې، د سوریې د جګړې بل لوری جوړوي.
څومره کسان وژل شوي؟
د سوریې د بشري حقونو څارډله- چې مرکز یې بریتانیا کې دی او په سیمه کې د سرچینو یوه شبکه لري- د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر پورې د درې لکه ۸۷ زره ۱۸۱ کسانو مړینه مستند کړې ده چې له دې ډلې یو لک ۱۶ زره ۹۱۱ ملکي وګړي دي.
په دغو شمېرو کې هغه دوه لکه پنځه زره درې سوه کسان نه دي شامل چې ویل کیږي لادرکه شوي او یا هم ښايي مړه شوي وي، په دوی کې هغه ۸۸ زره ملکیان هم دي چې باور کیږي د سوریې دولت تر واک لاندې زندانونو کې د شکنجو له امله مړه شوي دي.
د تاوتریخوالي مستندولو مرکز په نوم بله څارډله- چې په دغه هېواد کې له میشت فعالانو مالومات راټولوي- هغه څه یې ثبت کړي چې له نړیوالو بشردوستانه حقوقو او نړیوالو بشري حقوقو سرغړونې ګڼل کیږي، چې پکې پر ملکي وګړو بریدونه هم شامل دي.
دغې ډلې د ۲۰۲۰ کال تر ډیسمبر میاشتې د جګړې له امله د دوه لکه ۲۶ زره ۳۷۴ کسانو وژل کېدل ثبت کړي چې له دې ډلې ۱۳۵۶۳۴ یې ملکي وګړي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونیسف د راپور له مخې، په دغه جګړه کې نږدې ۱۲ زرو ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
څوک پکې ښکېل دي؟
په تېره یوه لسیزه کې د حکومت مهم ملاتړي هېوادونه روسیه او ایران دي، په داسې حال کې چې ترکیه او لودیز قدرتونه او یو شمیر عربي هېوادونه له مخالفو ډلو په بیلابیلو کچو ملاتړ کوي.
روسیه - چې له جګړې وړاندې یې په سوریه کې نظامي اډې درلودې - په ۲۰۱۵ کال کې یې د ښاغلي اسد په پلوۍ هوايي جګړه پيل کړه او جګړه یې د حکومت په ګټه راوګرځوله.
د روسیې پوځ وايي دوی یواځې ترهګر په نښه کوي خو فعالان وايي دوی په منظم ډول مهم مخالف وسله وال او ملکیان وژني.
ایران، چې باور کیږي په سوریه کې یې سلګونه پوځیان ځای پر ځای کړي د ښاغلي اسد د مرستې لپاره یې په میلیاردونو ډالر لګولي دي.
ایران په زرګونو شعیه ملیشو ته وسلې ورکړې، هغوی یې روزلي او مالي ملاتړ یې کوي. د دغو وسلوالو ډيری برخه د لبنان له حزب الله ډلې جوړه شوې خو تر څنګ یې د عراق، افغانستان او یمن وسلوال هم د سوریې د پوځ په ملاتړ جګړه کوي.
امریکا متحده ایالتونو، بریتانیا او فرانسې په لومړیو کې له منځ لارو وسلوالو ملاتړ کاوه خو دوی له هغه وروسته چې جهادي ډلې د مخالفانو په منځ کې پیاوړې شوې، ولسي مرستې ته یې لومړیتوب ورکړ.
د امریکا په مشرۍ نړیواله ټلوالې هم هوايي بریدونه کړي او په سوریه کې یې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ځانګړي ځواکونه مېشت دي چې له کورد او عرب ملیشو جوړې ټلوالې سره چې د سوریې ډیموکراټ ځواکونه بلل کیږي، مرسته وکړي او هغه سیمې ونیسې چې د داعش وسله والو لخوا په شمال ختیځ کې نیول شوې وې.
ترکیه د اپوزیسون تر ټولو لوی ملاتړی هېواد دی، خو تمرکز یې پر دې دی چې له ځینو وسله والو ډلو د کوردي ملیشو د ځپلو لپاره ګټه واخلي هغه ملیشې چې د سوریې ډیموکراټ ځواکونه یې تر نفوذ لاندې دي، ترکیه دغه کردي ملیشې له هغو کوردي ډلو سره په اړیکو تورنوي چې په ترکیه کې یې فعالیت بند شوی دی.
د ترکیې پوځ او د هغوی په پلوۍ ځايي یاغیانو د سوریې په شمال سرحدي سیمو کې ځینې سیمې ونیولې او د حکومتي ځواکونو لخوا یې د مخالفانو پر وروستي پټنځي ادلیب د بریدونو د مخنیوي لپاره مداخله وکړه.
سعودي عربستان، چې د ایران د نفوذ د مخنیوي هڅه کوي، د جګړې په پیل کې یې د یاغیانو مالي ملاتړ وکړ او هغوی ته یې وسلې ورکړې، د سعودي عربستان سیال قطر هم ورته کار وکړ.
په ورته وخت کې اسراییل په سوریه کې د ایران د نفوذ په اړه سخته اندېښنه لري او هغه د ایران د نظامي پیاوړتیا په توګه ګڼي. اسراییل همداراز حزب الله ډلې او نورو شعیه ملیشو ته د ایران د وسلو د لیږد په اړه اندېښنه لري او د دې لپاره چې د هغوی ګواښ له منځه یوسي پر هغوی یې هوايي بریدونه تر سره کړي دي.
دغه هېواد یې څرنګه اغیزمن کړی؟
د سوریې د بشري حقونو څار ډلې ویلي د دغې جګړې له امله په لکونو کسان وژل شوي، له ۲.۱ میلیون ډیر ملکیان ټپي شوي او یا هم معلول شوي دي.
له جګړې مخکې د سوریې د ۲۲ میلیونه نفوس نیمايي برخه له خپلو کورونو کوچېدلې ده. شاوخوا ۶.۷ میلیونه د سوریې د ننه بې ځایه شوي دي. ډيری دغه کسان په کمپونو کې ژوند کوي، په داسې حال چې ۵.۶ میلیونه نور له هېواد بهر د کډوالو په توګه ثبت شوي دي.
ګاونډي هېوادونه لبنان، اردن او ترکیه چې د دغو کسانو ۹۳ سلنې ته یې ځای ورکړی، د تاریخ په وروستیو کې د کډوالو له ستر ناورین سره مخ دي. یو میلیون سوري کډوال ماشومان له خپل هېواد بهر زیږدلي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ تر جنوري میاشتې ۱۳.۴ میلیونه کسانو په سوریه کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا درلوده، چې د ۶ میلیونو دغه اړتیا ډيره سخته او جدي ده. له ۱۲ میلیونو ډير کسان هره ورځ د ډوډۍ د پیدا کولو له ستونزې او نیم میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو.
په تیر یو کال کې بشري ناورین د اقتصادي ستونزو له امله پیچلی شوی دی، چې په دغه ناورین کې د سوریې پیسه هم په بې ساري ډول راټیټه شوه او د خوراکتوکو بیې په تاریخي ډول لوړې شوې.
پر دې سربېره دغه هېواد د کویډ- ۱۹ له امله هم وځپل شو، چې دقیق مالومات یې په اړه نشته ځکه چې په دغه هېواد کې د کورونا ټیسټ محدود او روغتیايي سیستم په بې ساري ډول کمزوری شوی دی.
له یوې لسیزې جګړې وروسته په دغه هېواد کې ټول ګاونډ او مهمې زیربناوې په کنډوالو بدلې شوې دي. د ملګرو ملتونو د فضايي بېړیو شننه ښيي چې د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د دولتي ځواکونو لخوا تر بېرته نیول کېدو وړاندې د سوریې په حلب ښار کې له ۳۵ زرو ډيرې ودانۍ زیانمنې شوې یا نړیدلې دي.
سره له دې چې د ډاکټرانو حالت خوندي دی، خو بیا هم د ۲۰۲۰ کال تر مارچ میاشتې پر ۳۵۰ روغتیايي مرکزونو ۵۹۵ بریدونه شوي دي چې دغه بریدونه د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو لخوا مستند شوي دي، له امله یې ۹۲۳ روغتیاپال وژل شوي دي. د دغو بریدونو له امله یواځې د دغه هېواد نیمايي روغتونونه په پوره فعال ډول فعالیت کوي.
د سوریې ډيری بډایه تاریخي میراثونه هم نړیدلي دي. د دغه هېواد ټول ۶ تاریخي ځایونه چې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په لست کې دي، سخت زیانمن شوي دي. د داعش وسله والو د پالمیرا لرغوني ښار ډيری برخې په قصدي ډول په بمونو الوځولې.
د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو څېړونکو ټولې خواوې په ډيرو سختو سرغړونو تورنې کړې دي. د دوی وروستی راپور چې سرلیک یې "سوریان" دی، ښيي چې "په ګڼ میشتو سیمو کې پراخ هوايي بریدونه شوياو پر دوی همداراز د کیمیاوي وسلو بریدونه شوي او په داسې ډول کلابند شوي چې مرتکبانو یې په قصدي ډول ملکیان له لوږې سره مخ کول او دوی ته یې د بشردوستانه مرستو د رسېدو پر وړاندې خنډونه جوړول او پر هغوی یې د شرم وړ محدویتونه لګول. "
اوس د دغه هېواد کنټرول د چا په لاس دی؟
حکومت د سوریې لوی ښارونه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستي، خو اوس هم د دغه هېواد ډيری برخه د مخالفو وسله والو، جهادي ډلو او د سوریې د ډیموکراټ پوځ په مشرۍ د کوردانو کنټرول کې ده.
وروستي ځایونه چې اوس هم د مخالفانو ولکه کې دي د سوریې شمال لوېدیځ ولایت ادلیب دی او همداراز له ادلیب سره د شمالي حما او حلب ولایتونو ځیني ګاونډۍ برخې هم د دوی تر کنټرول لاندې دي.
دغه سیمه د حیات التحریر الشام په نامه له القاعده سره د تړلې یوې جهادي ډلې خوا اداره کیږي، خو په ورته وخت کې د مهمو مخالفو وسله والو ټاټوبی هم دی. شاخوا ۲.۷ میلیونه بې ځایه شوي کسان چې نږدې یو میلیون ماشومان هم پکې شامل دي، دلته ژوند کوي او له دوی ډيری په سختو شرایطو کې په کمپونو کې ژوند کوي.
د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې، روسیې او ترکیې د سوریې حکومت لخوا د ادلیب د بیا نیولو د عملیاتو د ځنډولو لپاره د یو اوربند منځګړیتوب وکړ. له هغه وروسته یو څه ضعیت ارام شوی، خو احتمال شته چې هره شیبه دغه اوربند مات شي.
د دغه هېواد په شمال ختیځ کې، د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې د ترکیې پوځ او د هغوی پلویانو سوري یاغیانو د سوریې د ډیموکراټ ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړل تر څو د ترکیې له پولې سره د سوریې په خاوره کې یوه خوندي سیمه رامنځ ته کړي چې د کورد ملیشې وا پي جي پکې نه وي او د ترکیې پوځ همداراز له هغې مودې راهیسې ۱۲۰ کیلومټره اوږده سیمه نیولې ده.
د دغو عملیاتو د مخنیوي لپاره د سوریې ډیموکراټ ځواکونو د سوریې له حکومت سره یوه هوکړه وکړه چې له امله یې د سوریې پوځ دغې سیمې ته چې د کوردانو لخوا اداره کېدله، په تیرو اوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره بیا راوګرځي. حکومت ژمنه کړې چې دغه سیمه به بالاخره په بشپړه توګه تر خپلې ادارې لاندې راولي.
دغه جګړه به پای ته ورسیږي؟
داسې نه ښکاري چې دغه جګړه به په نږدې راتلونکي کې پای ته ورسیږي، خو هر څوک دا مني چې یو سیاسي حل ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۰۱۲ کال د جینوا اعلامیې د تطبیق غوښتنه کړې ده، چې پکې د یوې انتقالي ادارې د رامنځ ته کېدو وړاندوینه شوې وه، داسې اداره چې د دوه اړخیز رضایت پر بنسټ جوړه شوې وي.
د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د سولې خبرو ۹ پړاوونه چې د جینوا ۲ پروسې په نامه یادیږي، بې پایلې وو او هیڅ پرمختګ پکې ونشو، ځکه چې ولسمشر اسد په ښکاره دې ته چمتو نه دی چې له مخالفو ډلو سره پر هغه حل لار خبرې وکړي چې له امله یې باید هغه له دندې استعفا وکړي.
روسیې، ایران او ترکیې هم په ۲۰۱۷ کال کې د سیاسي خبرو ورته لړۍ چې د استانې پروسې په نامه یادیده، پیل کړه.
تېر کال هوکړه وشوه چې ۱۵۰ کسیزه کمیټه جوړه شي چې نوی اساسي قانون ولیکي او د ملګرو ملتونو په نظارت سره ازادو او عادلانه ټاکنو ته لار پرانیځي، خو د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګیر پیدرسن د ۲۰۲۱ کال په جنوري میاشت کې وویل، دوی تر اوسه د هیڅ ډول اصلاحاتو ان لیکل نه دي پیل کړي.
ښاغلي پیډرسن همداراز وویل، له پنځو بهرنیو پوځونو سره چې په سوریه کې فعالیت لري، نړیواله ټولنه وړاندوینه نشي کولای چې د جګړې حل لارې یواځې د سوریانو په لاسونو کې دي.