تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
حلب؛ 'د نړۍ تر ټولو ښایسته او په زړه پورې ښار'
د سوریې د حلب ښار په بې پایه جګړه کې، چې د سوریې دغه تر ټولو زوړ ښار د خاورو په ډاګ بدلېږي، یو سوریایی تل دا هڅه کوي چې د خپل ښار بڼه هغسې خوندي وساتي، لکه له جګړې مخکې چې وه.
له لسو کلونو لا لږ مخکې علا السید د خپل خوسر د کور ځمکتل ته د یو څیز په لټولو پسې کوز شو. کلونه کېدل چې هیڅوک هم هغه صندوق ته ورغلي نه و. هلته یې د خاوره نیولو تختو او مټو په منځ کې خزانه وموندله، د خپلې مېرمنې د نیکونو د سلو انځورونو خزانه چې د ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو په اوږدو کې یې په حلب کې د خپل ورځني ژوند په هکله اخیستي وو.
وايي: "هرڅومره مې چې د انځورونو تاریخچه پلاټله، د ښار د مېنو او ودانیو تاریخ مې ډېر یاد شو".
په ۲۰۱۰ کال یې د انځورونو دا ټولګه "د انځور په ژبه د حلب تاریخ" د کتاب په ډول چاپ کړه.
دوه کاله وروسته سوریه د اور په لمبو کې وسوځېده. د هوان هره ګولۍ چې پر ښار غورځېدله، هر بم چې په ټاټوبي کې یې چاودېده، ته وا د ده په ټټر ډز کېده.
بالاخره په ۲۰۱۳ کال چې د ښار څو مهم کتابتونونه وران شول او په زرګونو پاڼې تاریخي سندونه وسوځېدل، مټې یې بډ وهلې، هوډ یې وکړ چې د هر تاریخي سند یا انځور - چې پیدا کړی یې دی- یوه ډیجیټل نسخه جوړه او پرلیکه کړي. هغه هم د راتلونکو نسلونو لپاره.
څه مهال وروسته دوه محصلان هم ور سره ملګري شول، په فیسبوک کې یې د خلکو لپاره د حلب د ملي ارشیف په نوم پاڼه جوړه کړه.
علا وايي: "په جګړه او کلابندۍ کې مو کار کاوه، له اوبو او برېښنا پرته، ډېر وخت به انټرنېټ هم نه و".
په دا مهال یې له بهرنۍ مرستې پرته له خپل جیب لګښت وکړ، څه چې په لاس ور تلل سکېنول یې. له کمیابو کتابونو او دولتي سندونو نیولې ان د کورنیو ارشیفونو او نقشو پورې. په هغو حالاتو کې چې د ښار بڼه هره ورځ بدلېږي، ان نسبتاُ نوې نقشې هم ورته مهمې دي.
نور څه یې چې ډیجیټل کړي، په هغو کې د حلب ځايي ورځپاڼې دي. هغه ورځپاڼې چې ان ځینې یې نولسمه پېړۍ کې چاپېدلې. علا باوري دی "ورځپاڼې خزانه دي. ورځنی ژوند ثبتوي. ډېرې ګڼې یې له منځه ځي، ډېر کم یې خلک ساتي".
په همدې یو دوو کلونو کې د ډېرو هغو ورځپاڼو چاپي ګڼې له منځه تللې چې ده ډیجیټل کړې دی.
علا یواځې کتابتونونو ته په تګ بسنه نه کوله، په ګړیو ګړیو اوورځو ورځو یې د خلکو د کورونو انبارونه او بامبوټۍ کتلې، هڅه یې کوله خلکو ته وښيي، ولې دا مهم دي چې د دوی سره کوم سند یا تاریخي انځور ډیجیټل کړي.
په وروستیو میاشتو کې چې په حلب کې جګړه لا سخته شوه، هغه داوطلب زدکوونکي هم له ښار ووتل، چې له علا سره یې همکاري کوله، خو دی او کورنۍ یې پاتې شول، هغه هم ښایي د خپل شخصي کتابتون له وجې.
وايي: "ښایي لوی دلیل چې نه لاړم دا وي، کتابونه مې پرېښودلی نه شول، له دوی بېلېدل راته ګران دي".
علا په کاناډا کې د خپل ملګري په همکارۍ هم انټرنېټ ته انځورونه پورته کوي.
ده هغه انځورونه ټول کړي چې د ښاري تاریخ یوه برخه ښيي او د هغو ټولو لپاره مهم دي چې یا له دې ښار تللي او یا لا هم پکې اوسي. له جګړې مخکې په حلب کې دوو میلیونو کسانو ژوند کاوه، خو دا مهال یې شمر له یو میلیون کم اټکلېږی.
په فیسبوک کې یو نېټ کارن د علا د یو انځور لاندې لیکلي، "خدایه حلب ارم کړه... له هوا پرته یې سا نشم اېستلی". بل لیکلي: "خدایه د حلب هغه پخوانۍ ورځې بیا راوله" بل لیکلي. "نه و مې ویلی چې ته د نړۍ تر ټولو ښایسته او په زړه پورې ښار یې؟".
د حلب انځورونو نه یواځې د تېر ښکلا بلکې د نن ورانی هم ثبت کړی دی. د ښار کلا یو وخت همېش څرخېدله، شپه او ورځ. د ښار د لویې دروازې شاوخوا چایخونې له قلیان څکوونکو خلکو ډکې وې، ې. خو نن په دغو سیمو کې د مرغۍ پر هم نشته.
په ۲۰۱۴ کال وسلوالو د کارلتون هوټل لاندې بم وچاوداوه. ویل کېږي، پوځ دا هوټل کارواه، هوټل خاورې شو.پرې(قطعې) به یې کول.
د ښار پخوانۍ برخه چې ان تر اوو سوو کلونو لرغونې وه، په نریو کوڅو کې یې ډبرې اوارې شوې وې، تل به ګڼه ګوڼه پکې وه، په ۲۰۱۲ کال وسوځېده او له منځه لاړه.
علا وایي، له جګړې مخکې به په وزګار وخت کې له مېرمنې او دو وبچیانو سره د ښار تاریخي سیمې ته تلو. وايي: "هره جمعه مې بوول. د دې سیمو تاریخ مې ورته په زور او زېر وایه. ته وا پوهېدم چې وروسته به له دې سیمو هیڅ پاتې نه شي".