تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اسرائيل د ایران احتمالي برید وېره؛ تر امریکا وروسته فرانسې هم منځني ختیځ ته سفرونه محدود کړي
- Author, کریسټي کوونې
- دنده, بي بي سي
تر امریکا وروسته فرانسې هم خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ګواښونو له امله منځني ختیځ ته سفر ونه کړي.
دغه دواړه هېوادونو دا خبرداري داسې مهال ورکوي چې په سوریه کې د ایران پر قونسلګرۍ له برید وروسته د ایران او اسرائیل ترمنځ د شخړې په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.
ایران دا برید پر خپله خاوری تیری او د اسرائیل کار بولي او ګواښ یې کړی چې غچ به اخلي.
بل خوا امریکا او بریتانیا د ډيپلوماتیکو هڅو په دوام له ترکیې، چین او سعودي عربه غوښتي چې د خپل اغیز په کارولو تهران پرې نږدي چې کومه تېروتنه وکړي.
د ایران د ممکنه غچ د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي خو اسرائیل او ملاتړي یې وایي د ایران د هر ډول برید پر وړاندې پوره چمتوالی لري.
نتنیاهو احتمالي برید ته د چمتوالي لپاره لوړپوړو چارواکو سره ویني
د سرائيل ځايي رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې د اسرائيل لومړی وزير بنیامین نتنیاهو د دفاع وزیر په ګډون له خپلو لوړوپوړو چارواکو سره وګوري چې د ایران له لوري احتمالي ځوابي برید ته چمتوالی ونیسي.
په همدې حال کې امریکايي چارواکو د بيبيسي ملګرې رسنۍ سيبيايس ته ویلي چې ښايي ډېر ژر پر اسرائيل یو لوی "ننګونی" برید وشي.
د یادولو ده چې تر فرانسې مخکې د امریکا سفارت خپلو مامورینو ته سپارښتنه وکړه چې د ''اضافي احتیاط په توګه'' د بیت المقدس، تل ابیب او بیر شیوا ښارونو بهر ته سفر و نه کړي.
بل لور د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر لارډ کېمرون خپل ایراني سیال ته زنګ وهلی او د تاوتریخوالي ډېرېدو مخنیوي غوښتنه یې ترې کړې ده. ښاغلي کېمرون ویلي له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره خبرو کې یې ''په څرګند ډول ویلي، چې... پراخه سیمه باید په کړکېچ کې ښکېله نه شي. زه ژوره اندېښنه لرم، چې د ناسم قضاوت له کبله تاوتریخوالی ډېر نه شي.''
په همدې ترڅ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سعودي عرب، چین او ترکیې له وزیرانو سره خبرو کې ویلي، چې د تاوتریخوالي ډېرېدل د هېچا په ګټه نه دي.
که څه هم اسرائیل پر ایراني کونسلګرۍ د برید مسوولیت نه دی منلی، خو په پراخه کچه داسې فکر کېږي، چې د دې برید تر شا یې لاس درلود.
د فلسطینیانو وسله واله ډله حماس او په لبنان کې د حزب الله په ګډون په سیمه کې یو شمېر نیابتي ډلې پر اسرائیل بریدونه کوي. د ایران پر کونسلګرۍ برید کې وژل شویو کسانو کې هم د القدس نومي ایراني ځواک یوه لوړ پوړي قومندان په ګډون ځینې پوځي کسان شامل وو، چې په سوریه او لبنان کې فعال دي.
دغه برید داسې مهال شوی، چې شاوخوا سیمې ته د غزې جګړې د خپرېدو مخنیوي هڅې روانې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، ایران ګواښ کوي، چې یو ''پاموړ برید'' به وکړي.
نوموړي دغه راز اسرائیل ته د ''اوسپنیز ملاتړ'' ورکړې ژمنه وکړه.
هلته په منځني ختیځ کې د امریکايي عملیاتو قومندان ایریک کوریلا پر امنیتي مسائلو له اسرائیلي چارواکو سره د خبرو لپاره اسرائیل ته سفر کړی دی. د امریکا دفاع وزارت وايي، دا سفر له مخکې پلان شوی وو، خو د ''تازه پرمختګونو له کبله'' له ټاکلې نېټې رامخکې کړل شو.