تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غزې جګړه؛ خيريه بنسټونه له اسرائيل د خپلو کارکوونکو د خونديتابه غوښتنه کوي
په غزه کې فعالو خیریه بنسټونو له اسرائیل غوښتي چې د دوی د کارکوونکو د خوندیتابه لپاره خپلې امنیتي تګلارې کره او ورته ژمن پاتې شي.
دا غوښتنه داسې مهال ده چې پر اسراییل د دوشنبې ورځې هوايي بریدونو له امله چې د خیریه بنسټونو اوه کارکوونکي پکې ووژل شول، نړیوال فشارونه په ډېرېدو دي.
د فلسطینانو لپاره د ملګرو ملتونو د لاسنیوي ادارې ویاند بي بي سي ته ویلي، اسرائیلي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه درې ځله غزه کې د دوی پر کاروانونو بریدونه کړي، خو چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د جولیټ توما ادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې خو دا ادعا د دوشنبې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د مرستندویه بنسټونو د اوو کارکوونکو له وژل کېدو وروسته شوې ده.
ښاغلي توما له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې اسرائیل د مرستندویه کارکوونکو د ساتنې لپاره کافي کار نه کوي.
"موږ له اسرائیلي چارواکو سره خپل خوځښتونه همغږي کوو او هلته یو سیسټم شته چې ملګري ملتونه زموږ د حرکتونو په اړه د اسرائیلو پوځ ته خورا ډېر توضیحات ورکوي. مثلاً موږ چېرته یوو، د خلکو نومونه او تابعیتونه څه دي او چېرته ځو. په هرصورت، پر دې سربېره په تېره یوه میاشت کې زموږ پر کاروانونو بریدونه شوي چې له نېکمرغه مرګژوبله نه لري. خو په ښکاره ډول د کاروانونو د ساتنې مسوولیت د اسرائیلو په ګډون د جګړې د ښکېلو خواوو پر غاړه دی."
ښاغلي توما زیاته کړه، په غزه کې د مرستندویو بنسټونو کارکوونکي خوندي نه دي؛
نوموړي زياته کړه، "خلک ډارېږي. غزه اوسمهال د مرستندویه کارکونکو لپاره ترټولو خطرناک ځای ګرځېدلی. موږ په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې ډېری همکاران له لاسه ورکړي دي. زموږ ۱۷۷ همکاران وژل شوي چې ډېری یې د دندې پر مهال وژل شوي دي. مرستندویان چې هرچېرې وي باید خوندي شي. دا د جګړې د ښکېلو خواو مسوولیت دی او باید تر سره یې کړي."
اسرائیل وايي، د دوشنبې په ورځ د اسرائیلي ځواکونو له خوا د مرستندویانو په نښه کېدل لویه تېروتنه وه، خو دا نه مني ګویا دغه مرستندویان دې په قصدا په نښه شوي وي.
د اسرائیل د پوځ یوه ویاند اوي هیمن بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې "دا یوه ډېره غمجنوونکې تېروتنه وه او په دې اړه پلټنې روانې دي. زه واقعا په دې اړه نور معلومات نشم ور کولی. هغه څه چې زه ویلی شم دا دي چې دا د جګړې نوم ورکي یا اتلان دي چې اړمنو خلکو ته خواړه برابروي داسې حال کې چې حماس ترې خواړه غلا کوي او پر خپلو خلکو سختۍ راولي."
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتوني ګوتېرش په ګډون د ګڼو هېوادونو مشرانو د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د نړیوال پخلنځي په نامه د یوه خیریه بنسټ د اوو کارکوونکو وژلو ته غبرګون ښودلی دی.
د امريکا ولسمشر جو بایډن هم چې د اسرائیلو کلک ملاتړی دی، د اسرائیل له خوا د نړیوال مرکزي پخلنځي د اوو کارکوونکو وژل کېدل غندلي او ویلي دي ډېر غوسه او زړه ماتی شوی دی.
د برتانیا لومړي وزیر رشي سوناک ویلي، دغې پېښې ترهولی دی.
د پولنډ لومړي وزیر ډونلډ ټاسک له اسرائیل غوښتي چې د دوشنبې ورځې په هوايي بریدونو کې د وژل شویو پولنډیانو تاوان یا غرامت ور کړي.
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز په سېډنې کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د یادې پېښې په تړاو د اسرائیلي چارواکو وضاحتونه د قناعت نه دي.
ښاغلي البانیز زیاته کړې، "موږ باید د یا دې پېښې د پېښېدو د څرنګوالي په تړاو ځواب تر لاسه کړو. " تر ټولو بدې یې لا هغه څرګندونې دي چې وايي دا د جګړې محصول دی. دا په ښکاره له نړیوالو بشردوستانه قوانینو سرغړونه ده.