د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې پلټونکې اسرائیل په توکم‌وژنه تورن کړل

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې پلټونکې ویلي، پر دې باور ده چې غزه کې د اسرائیلو پوځي عملیات د "توکم‌وژنې له عمل" سره برابر دي.

فرنچیسکا البانیز چې جنیوا کې یې د بشري حقونو شورا ته خپل رپوټ وړاندې کاوه، وویل د فلسطینیانو ضد کړنې هغې کچې ته رسېدلې چې د توکم‌وژنې نښې نښانې څرګندوي.

نوموړې پر هېوادونو د اسرائیلو ضد سملاسي ګام پورته کولو غږ وکړ:

"له واقعیت نټه (انکار) د اسرائیلو معافیت او ورته په استثنا قایلېدل نور نشي کولی، په تېره د امنیت شورا د تېرې ورځې د تېر ایستونکي پرېکړه‌لیک په رڼا کې زه د امنیت شورا له غړو هېوادونو غواړم چې خپل مسؤلیتونه پر ځای کړي.

دا اسرائیلو ته د وسلو پر ورکړې او پر دې هېواد د نورو بندیزونو له لګولو سره پیلېدلی شي چې ډاډ ترلاسه شي ‌اسرائیل راتلونکې کې دا کړنې تکرار نه کړي".

خو اسرائیلو بیا دا رپوټ د واقعیتونو تحریف یا اړول بللي او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه کې یې هم ګډون نه و کړی.

د ملګرو ملتونو دغې ځانګړې پلټونکې دا رپوټ وروسته له هغه وړاندې کړی چې پر اسرائیلو نړیوال فشارونه په‌ ډېرېدو دي چې جګړه ودروي یا لږ تر لږه د ولسي وګړو د خوندیتابه لپاره لاس په کار شي.

په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیلو په روانه جګړه کې له ۳۲،۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او غزه کې اړمنو خلکو ته د مرستو محدودیتونو – لکه څنګه چې ملګري ملتونه وايي د غزې خلک له سختې لوږې سره مخامخ کړي دي.

وړاندې،‌ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړي ځل په غزه کې د سملاسي اوربند لپاره رایه ورکړه. پخوا څو ځلې په دغه شورا کې د اوربند لپاره طرحې رد شوې وې.

امریکا خپل مخکېنی دریځ بدل کړاو د منفي رایې پر ځای یې ممتنع رایه کارولې چې د طرحې یې د تائيدۍ مخه نه نیسي.