غزه کړکېچ؛ اروپايي ټولنه وايي لوږه د وسلې په توګه کارول کېږي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر ادعا کړې چې لوږه په غزه کې د جګړې د وسلې په توګه کارول کېږي. جوزیف بوریل غزې ته دبشري مرستو د لېږد کمښت "د انسان په لاس جوړشوی" ناورین بللی دی.

یوه اسپانوۍ بېړۍ چې غزې ته د اړتیا وړ خوراکی توکي وړي له قبرص څخه خوځېدلې، خو ملګري ملتونه وايي، دا د ځمکې له لارې د مرستولېږلو ځای نشي نیولای.

په ورته مهال د اسرائيل لومړي وزیر بنیامن ناتنیاهو ویلي سویلي غزه کې به بریدونو ته دوام ورکړي.

غزې ته دمرستو رسولو ترټولو چټکه او اغېزمنه لاره د ځمکنۍ لار ده، خو مرستندویه ادارې وايي د اسرائیلي محدودیتونو له امله غزې ته خورا لږ مرستې رسېږي.

اوس پام نورو لارو ته اړول شوی لکه د سمندر او هوا له لارې د مرستو رسول.

د سې شنبې پر ورځ، د ملګرو ملتونود خوړو نړیوال پروګرام یوکاروان په درې اونیو کې د لومړي ځل لپاره د ځمکې له لارې شمالي غزې ته مرستې ولېږدولې.

د اشغال شویو فلسطیني سیمو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو یوه همغږي کوونکي جیمي مک ګولډریک د رویټرز خبری اژانس ته وویل، ګاډي د اسرائیل پر یوې لویې لارې چې د غزې د پولې د حصار ترڅنګ موقعیت لري، تېرشول.

د خوړو نړیوال پروګرام یو ویاند شازا مغرابي وویل، د غزې ښارته دومره خواړه چې ۲۵۰۰۰ خلکو ته به کافي وي ورسول شول او هیله یې څرګنده کړه، چې د خوړو لېږد لا ډېر شی، او په وینا یې: ''د اړتیا وړ لاسرسی باید منظم او پرلپسې وي.''

اسرائیل وايي غزه کې د خوړو د کمښت پړه باید پر دوی وانه چول شي ځکه چې دوی د غزې په جنوب کې له دوو لارو څخه د مرستو لېږدولو ته اجازه ورکوي

د سې شنبې پرورځ نیویارک کې د ملګروملتونو امنیت شورا ته په وینا کې، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بوریل وویل، غزه کې دا بشري کړکېچ له دې امله دی چې د ځمکې له لارې د مرستو لېږدولو یوه پایښت لرونکې لاره نشته.

هغه وویل: " موږ اوس هغو وګړو سره مخ یو چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هلې ځلې کوي، بشري مرستې باید غزې ته ورسول شي، او اروپايي ټولنه ددې کار لپاره ترخپله وسه هڅې کوي."

هغه وویل: "دا [بشري کړکیچ] د انسانانو په لاس جوړشوی او کله چې موږ د مرستو رسولو نورو لارو ته ګورو لکه د سمندر او هوا له لارې، باید په یاد ولرو چې دا کار وکړو، ځکه چې د مرستو رسولو طبیعي لاره چې د ځمکې لاره ده په مصنوعي ډول بنده شوې ده. لوږه د جګړې د وسلې په توګه کارول کېږي او کله چې موږ په اوکرایین کې دا کار غندو، باید د غزې په اړه هم دغه کلېمات وکاروو."

د هغه دا خبرې وروسته له هغې شوي چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې لږ تر لږه ۵۷۶۰۰۰ خلک په غزه کې چې د نفوس څلورمه برخه یې کېږي، له لوږې او کاختۍ یوګام لیرې دي.

غزه کې د حماس د ادارې روغتیا وزارت وايي لږ تر لږه ۲۷کسان، چې ډېری یې ماشومان دي په تېرو دوو اونیوکې د خوارځواکي او د بدن اوبو د کمښت له امله په روغتونونو کې مړه شوي دي.

اوس یوه اسپانوۍ بېړۍ چې له قبرصه خوځېدلې په ۲۰۰ ټنه خوړو بار ده او د غزې پرلور روانه ده.

فلسطینیان چې د نړیوال مرکزي پخلنځي لپاره کارکوي پدې بوخت دي چې د غزې په ساحل کې یو نامعلوم ځای کې له بېړیو د مرستو ښکته کولو لپاره یو پول جوړکړي.

یوه امریکايي پوځي بېړۍ چې جنرال فرانک اېس بېسن نومېږي، د منځني ختیځ پرلور روانه ده چې هلته به د مرسته ښکته کولو لپاره یو بل موقتي پول جوړوي.

اسرائیل د مرستورسولو د پوځي دهلیز جوړولو هرکلی کړی او ویلي یې دي پداسې حال کې چې ځواکونه یې حماس سره په جګړه بوخت دي د مرستو رسولو کارونو ته اسانتیاوې چمتو کوي.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سې شنبې پر ورځ وویل چې د غزې په جنوبې ښار رفح کې یې چې د مصرپولې ته نژدې دی پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

په همدې ترڅ کې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ کایمرون له اسرائیلو غوښتې چې د اشدود لوی بندر پرانیزي، چې د تل اویف په جنوب کې د کارګو یو لوی بندر دی، چې غزې ته د سمندر له لارې لېږدونې وشي.