تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امريکا وايي په رفح کې د عملیاتو نېټې ټاکل کېدو په اړه معلومات نه لري
امريکا د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتنياهو هغه ادعا رد کړه، چې ګواکې رفح کې د عملياتو د پيلېدو لپاره نېټه معلومه ده.
د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر وویل، په رفح کې د اسرائیلي پوځ د عملیاتو د پیل نېټه ټاکل شوې او عمليات کېدونکي دي.
د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن د سې شنبې په ورځ له خپل بريتانوي سیال سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، "موږ رفح کې د عملياتو لپاره ټاکلې نېټه نه لرو، لږ تر لږه موږ ته د نېټې په اړه څه نه دي ويل شوي او زه فکر نه کوم چې په نژدې راتلونکې کې دې عملیات دې ترسره شي." ښاغلي بلېنکن زياته کړه، دواړه هېوادونه په رفح کې د بې ګناه ملکي وګړو ژوند په خطر کې اچولو پرته په بديلو لارو غور او خبرې کوي.
د امریکا د سپينې مانۍ د ملي امنيت سلاکار جېک سليوان هم خبريالانو ته وويل، "که (نتنياهو) د دې عملياتو لپاره نېټه تاکلې هم وي خو موږ ته يې په اړه څه نه دي ويلي."
د اسرائيلو لومړي وزير د سې شنبې په ورځ وويل، "د نړۍ هېڅ ځواک نشي کولی چې رفح ته د اسرائيلي پوځيانو د ننوتلو مخه ونيسي."
امريکايي چارواکي وايي، تراوسه يې د اسرائيلو له لوري په رفح کې د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د خونديتوب په تړاو کوم پلان نه دی ترلاسه کړی.
دا مهال په رفح ښار کې څه دپاسه یو نیم میلیون فلسطینیان چې په هغو کې ۶۰۰ زره ماشومان هم شامل دي، پناه اخیستې ده، ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی چې پر دغه ښار هر ډول برید به د بې ساري بشري ناورین لامل شي.
بريتانيا وايي "اسرائیلو ته د وسلو صادرات نه بندوي"
د بریتانیا په ګډون په لوېدیځو هېوادونو کې سیاسي فعالې ډلې او یو شمېر سیاستوال وایي اسرائيلو ته دې د وسلو صادرات ودرول شي، خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کمېرون د سې شنبې په ورځ وویل، هېواد یې اسرائيلو ته د وسلو صادرولو پرېکړه نه ده بدله کړې.
د سترې محکمې دریو پخوانیو قاضیانو له ۶۰۰ زیاتو وکیلانو سره یوځای د بریتانیا پر حکومت غږ کړی چې پر اسرائیلو د وسلو پلور بند کړي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۸ موافقو، شپږو مخالفو او ۱۳ ممتنع رايو سره پر اسرائيلو د وسلو د خرڅلاو بندېدو غوښتنه وکړه.
بريتانيا کې پر اسرائيلو د وسلو د پلور پر ضد وروسته له هغه غږونه پورته شول چې د تېرې دوشنبې په ورځ په غزه کې د دريو بريتانوي وګړو په ګډون اووه مرستندويه کارکوونکي په هوايي بريد کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې اسټراليايي، فلسطيني، پولنډي، امريکايي او کاناډايي وګړي هم شامل وو.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ډېوېډ کمېرون د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې وويل، "موږ غزې ته د بشري مستو د رسولو په اړه جدي اندېښنې لرو، تراوسه زموږ په څېر هېڅ يوه هېواد پرېکړه نه ده کړې چې اسرائيلو ته د وسلو د خرڅلاو جوازونه لغوه کړي او بايد زياته کړم چې اسرائيل د بريتانيا مهم دفاعي امنيتي ملګری دی."
په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، په دې جګړه کې د سرائیلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دې ویجاړوونکې جګړې د غزې ډېری سیمې په کنډوالو بدلې کړي او نړیوال بنسټونه وايي، هلته بشري وضعیت او لوږه بحراني حالت ته رسېدلې ده.