فلسطینیان د اسرائیلي ځواکونو له وتلو وروسته خان یونس ته ستنېږي؛ خو "ښار کنډواله شوی"

د اسرائیلو دفاع وزیر ویلي چې د حماس ډلې پر ضد تازه عملیاتو ته چمتووالی نیسي او په دې لړ کې یې یو شمېر پوځیان د غزې له سویل نه ایستلی دي.

بلخوا فلسطینیانو هم په سویل کې خان یونس ښار ته بېرته ستنېدل پیل کړي. خو خان یونس ښار د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو کې کنډواله شوی دی.

ځینو ستنو شویو فلسطینیانو ویلي دغلته کورونه تر دې کچې ویجاړ شوي، چې دوی نه پوهېږي کورونه یې کوم وو. په همدې حال کې د ا سرائیلو دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي چې د غزې له سویله یې خپل پوځیان په دې خاطر ایستلي چې د حماس ډلې پرضد راتلونکو عملیاتو ته تیاری ونیسي.

د هغه په خبره نویو عملیاتو کې به رفع ګڼ مېشته سیمه هم شامله وي.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یو میلیون فلسطینیان د جګړې نه په تېښته رفع ته چې له مصر سره ګډه پوله لري، تللي دي.

په منځني ختیځ کې د ملګرو ملتونو د سولې د ځانګړي همغږي کوونکي مرستیال 'جیمي مک کولډریک' نیویارک کې د خبرو پرمهال وویل چې د اسرائیلو د عملیاتو له امله ښايي تر ۸۰۰ زرو پورې خلک له له رفع نورو سیمو ته لاړ شي، خو دوی ورته د تیاریو په نیولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلی کولډریک وايي: "موږ نه غواړو چې د خلکو په لېږدولو کې برخه ولرو خو موږ باید له رفع نه د خلکو احتمالي وتلو ته چمتو واوسو ځکه چې هغوی څو محدود ځایونه لري چې لاړ شي."

نوموړی زیاتوي "موږ ډېره هڅه کوو چې کافي غیر خوراکي توکي، سرپناوې، نور مواد او اوبه په دغو سیمو کې ځای پرځای کړو او خلکو ته د ګرځنډه روغتیايي کلینیکونو په بڼه روغتیايي چوپړونه هم وړاندې کړو خو اوس دا چاره په دې ستونزمنه ده چې هوا ډېره ګرمه شوې."

اسرائیلو دفاع وزیر د حماس ډلې پر ضد د تازه عملیاتو د پیلولو خبره داسې مهال کړې چې د نړیوالې ټولنې لخوا په دې وروستیو کې غزې کې د بشري وضعیت له لا خرابیدو وروسته پر اسرائیلو فشار ډېر شوی دی.

د غزې ډېره برخه د اسرائیلي ځواکونو په بمباریو ویجاړه شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

خیریه ادارو په غزې کې د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

پرون د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د اکتوبر اومه چې حماس پر اسرائیلو برید وکړ اسرائیلو او نړۍ لپاره دردونکې ورځ وبلله.

هغه وویل "د اکتوبر اومه اسرائیلو او نړۍ لپاره دردوونکې ورځ ده. ملګري ملتونه او شخصاً زه له اسرائیلیانو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۲۰۰ کسانو د وژل کېدو ویر کوم."

ښاغلي ګوتېرېش زیاته کړې، "هېڅ شی هغه وحشت نه شي توجیه کولای چې حماس د اکتوبر اومه وکړ. زه یو ځل بیا په کلکو ټکو د ملکي وګړو پر ضد جنسي تاوتریخوالی، د هغوی شکنجه کولو، ټپیانول، د راکټونو په مټ د هغوی په نښه کولو او له انسانانو نه د ډال په توګه کار اخیستل غندم."

هغه د حماس او نورو فلسطیني ډلو خوا د برمته شويو اسرائیلیانو د خوشې کېدو غوښتنه هم وکړه.

د اسرائیل او حماس ترمنځ هم له یکشنبې قاهره کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدو لپاره خبرې له سره پیل شوې دي.

عربي رسنیو ویلي خبرې لا هم روانې دي او تمه ده چې څو ورځو کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

اسرائیلو ټینګار کړی چې اوربند ته یوازې هغه مهال غاړه کېږدي چې له حماس سره پاتې یرغل خوشي شي.

حماس هم د یرغلو خوشې کولو لپاره خپل شرطونه لري.

له غزې د اسرائیلي پوځیانو بشپړ وتل، له اسرائیلي زندانونو د فلسطینیانو خوشي کول او د غزې شمالي برخو ته د بې ځایه شویو فلسطینیانو بېرته ستنول یې مهم دي.