"له پاکستان سره د لارو داسې خلاصون نه غواړو چې یوه ورځ تړلې او بله ورځ پرانیستې وي"

مجاهد رسنیو ته خبرې کوي او شاوخوا یې د ګڼو رسنیو مایکونه ایښي دي.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو
    • رپوټ له:, لندن

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له پاکستان سره به تر هغه سوداګریزې لارې پرا نه نیزي چې تر څو یې داسې "قوي ډاډ" نه وي ورکړی چې د "سیاسي فشار" په توګه به د لارو له تړلو کار نه اخلي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې نن پنجشنبه (لیندۍ ۱۳/دسمبر ۴) پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

ښاغلي مجاهد پاکستان تورن کړ چې له افغانستان سره یې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لارې "په ناقانونه ډول د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه" وتړلې او "د دواړو غاړو ولسونو ته یې جدي‌ زیانونه ورسول."

د ذبیح الله مجاهد په وینا، اوس افغانستان د خپل اړتیا وړ توکي له ګڼو نورو هېوادونو پوره کوي او حکومت یې پرېکړه کړې چې، "د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو لورو ولسونو د هوسایۍ او باعزته تجارت په خاطر به له پاکستان سره سوداګریزې لارې هغه وخت بېرته پرانیستل کېږي چې د پاکستان حکومت څخه قوي اطمینان تر لاسه شي چې په راتلونکي کې دغه لارې د سیاسي فشار، غیر قانونې استفادې او د ولسونو د ځورولو لپاره ونه تړل شي او د دواړو هیوادونو د تجارانو او خلکو حقونه خوندي پاتې شي."

پاکستان څه وايي؟

پاکستان د طالبانو حکومت دغه دریځ ته کوم تازه غبرګون نه دی ښکاره کړی. خو داسې برېښي چې د ښاغلي مجاهد دا څرګندونې د پاکستانیو چارواکو هغو خبرو ته غبرګون دی چې ویلي یې دي، افغانستان ته د "بشري مرستو رسولو په موخه لارې پرانیزي."

همدا نن د پاکستان سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې افغانستان ته "د ملګرو ملتونو د مرستو لېږد" لپاره غواړي د چمن او تورخم لار پرانېزي.

د سپين بولدک دروازه برېښي او د پاکستان او د طالبانو بیرغونه هم

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان سوداګرۍ وزارت "د ملګرو ملتونو د مرستو لېږد" لپاره د چمن او تورخم لارو د پرانیستلو سپارښتنه کړې

د بي‌بي‌سي اردو د خبر له مخې، د پاکستان سوداګرۍ وزارت د عوایدو او ګمرکونو فدرالي بورډ او د کراچۍ د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي ریاست ته سپارښتنه کړې چې د چمن او تورخم پر لارو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو د توکو لېږدولو ته چمتووالی ونیسي.

په وینا یې، دا ادارې به افغانستان ته د هغو لاریو په لېږدولو کې همکاري وکړي چې د ملګرو ملتونو د درېیو ادارو (د خوړو نړیوال سازمان، یونیسیف او د وګړو صندوق) له لوري چمتو شوي خوراکي توکي، طبي سامان، درمل او زدکوونکو ته ځينې مرستندویه شیان پکې بار دي.

خو د پاکستانیو چارواکو په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې به د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ پرمخ لا هم تړلې پاتې وي او ټرانزیټ ته یې هم اجازه نه ده ورکړې.

دولتي سرچینو ویلي چې دا کار "یوازې د انساني خواخوږۍ" له مخې کوي او دا به د دې لارو لنډمهاله خلاصون وي.

څو ورځې مخکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې ښايي افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لېږدولو لپاره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لارې پرانیزي.

خو هغه مهال د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې پاکستاني لوري تر اوسه د دوی کمیسارۍ او یا هم سرحدي پولیسو ته د دروازې د پرانیستلو په هکله څه نه دي ویلي.

"د لارو داسې خلاصون نه غواړو چې یوه ورځ تړلې او بله ورځ پرانیستې وي"

سهیل شاهین رسنیو ته خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د طالبانو حکومت لخوا د ملګرو ملتونو لپاره د دایمي استازي په توګه نومول شوی او له پاکستان سره د خبرو اترو د پلاوي غړی سهیل شاهین هم ویلي چې له پاکستان سره د لارو داسې خلاصون نه غواړي چې یوه ورځې تړلې او بله ورځ پرانیستې وي.

ښاغلي شاهین له بي‌بي‌سي اردو سره په یوه مرکه کې دا خبره کړې ده.

هغه ویلي چې سوداګریزې لارې باید له شخړو جلا وساتل شي او "باید په وار وار د فشار د الې په توګه ونه کارول شي."

د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ترینګلتیا او د څو ځلې مذاکراتو تر "ناکامېدو" وروسته د تېرې اکتوبر میاشتې له ۱۲ نېټې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو د تګ‌راتګ پرمخ لارې تړلې پاتې دي. په دې کې د تورخم، غلام خان، خرلاڅۍ او انګور اډې لارې شاملې دي. چمن لار بیا د اکتوبر له ۱۵ نېټې راهیسې بنده ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې د پاکستان پر ځای د تجارت لپاره بدیلې لارې ولټوي او ځينو چارواکو یې ټينګار کړی چې تر "یوه کلک تضمين" پرته باید له پاکستان سره لارې پرا نه نیستل شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه شته لارې یوازې د سوداګریزو موخو لپاره نه کارېږي بلکې تر تړل کېدو دمخه پر دغو لارو هره ورځ زرګونه خلک د کاروبار، درملنې او د خپلوانو لیدو لپاره هم اوښتل راوښتل چې اوس دا لړۍ په ټپه درېدلې ده.

که څه هم کره شمېرې په لاس کې نه شته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ترینګلتیا وروسته دواړو غاړو ته څومره اقتصادي زیان اوښتی خو لا هم زرګونه لارۍ دواړو خواو ته ایسارې پاتې دي او سوداګر وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سخت مالي تاوان ور اوړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت استازو تر قطر او ترکیې وروسته په سعودي عربستان کې هم له پاکستاني چارواکو سره مذاکرات درلودل خو تر اوسه یې کومه داسې پایله نه ده درلودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورمال کړي.