د افغانستان د خپلواکۍ کالیزه؛ د شاه امان الله خان دوه مهم ټولنیز اصلاحات

د عکس سرچینه، FB
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
نن اګست ۱۹ مه افغانان د خپل هېواد د خپلواکۍ بېرته ترلاسه کولو کالیزه لمانځي. فغانستان په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې له برتانوي ځواکونو سره له سختو جګړو وروسته په دې بریالی شو چې په رسمي ډول خپله خپلواکي اعلان کړي.
۱۰۴ کاله مخکې په همدې ورځ د افغانستان هغه مهال پاچا امان الله خان له بریتانیا د خپل هېواد خپلواکي بېرته اخیستو اعلان وکړ او له هغه راهیسې هر کال په افغانستان کې دا ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن په همدې مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې. د حکومتي مراسمو تر څنګ په افغانستان کې دننه او بهر افغانان دا ورځ لمانځي.
د ګڼ شمېر تاریخپوهانو په نظر په هغه وخت کې چې بریتانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې یو سوبمن ځواک او امپراتوري یې خورا پراخه وه، د افغانستان خپلواکي ګټل خورا دود ماتونکی ګام بلل کېده.
مورخین وايي، د افغانستان خپلواکي اخیستنې د هغه وخت په بریتانوي هند کې هم د خپلواکۍ اخیستو تحریکونو ته الهام وباښه.
افغان لیکوال مشتاق رحیم په دې هکله لیکي: ''دا د افغانانو د سرښندنو په بدل کې ګټلې خپلواکي وه چې د ګاندي د کانګرس ګوند نامتو غړي سبهاش چندر بوس، په ختیځ بنګال (اوسنې بنګله دېش) کې سوریه سین او په پنجاب کې بهګت سنګ او د هغه ملګرو ته د مبارزې نویو بڼو د خپلولو فکر ورکړ.''
د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته که یو لور د سیمې او نړۍ هېوادونو له افغانستان سره د یوه سیال او خپلواک هېواد په توګه دیپلوماتیکه راشه درشه پیل کړه، نو بل پلو د افغانستان خپلواکي ګټونکي پاچا امان الله خان په هېواد کې دننه هم داسې اقدامات وکړل، چې د هېواد ټولو وګړو ته په حکومت او نظام کې مساوي حقونه ورکړل شي او مساوات رامنځته شي.
د اماني دورې د نظامنامې یا اساسي قانون په لسمه ماده کې راغلي چې د افغانستان ټول وګړي له مساوي حقونو برخمن دي او هېڅ ښځه یا نارینه د وینځې یا مریی په حیث نه شي نیول کېدای.
د یادونې ده، چې د پاچا امان الله خان له ټولنیزو اصلاحاتو مخکې د مرییتوب دود په افغانستان کې عام و او د مورخینو په وینا تر ډېره هزاره توکمه کسان د مرییانو په توګه نیول کېدل.
افغان مورخ غلام محمد غبار په خپل اثر (افغانستان در مسیر تاریخ- پښتو ژباړه اورنګزیب ارشاد- دانش خپرندویه ټولنه کابل چاپ) کې د دې قوانینو په هکله لیکي، ښېګڼه یې دا وه چې د تش په نامه ژمنو پر ځای د عمل په ډګر کې پلي شول. ښاغلی غبار زیاتوي: ''د امیر عبدالرحمان له دورې پاتې د هزاره ګانو بردګي (غلامي) ته د پای ټکی کېښودل شو او له هغې ډلې په کابل کې اووه سوه او څو کنیزې (وینځې) او غلامان د اربابانو له کورونو ووتل.''

تاریخ پوهان وايي، د افغانستان هزاره توکمو د پاچا عبدالرحمان خان د واکمنۍ تابعیت نه کاوه او مالیه یې نه ورکوله، ځکه عبدالرحمان خان د غلامانو په توګه هغو هزاره ګانو د نارینه وو او د وینځو په توګه د ښځو پېر او پلور اجازه ورکړې وه، چې د مرکزي حکومت له تابعیته یې سرغړونه کوله.
د کابل پوهنتون د تاریخ څانګې امر ډاکتر عزیز احمد له بي بي سره په یوه پخوانۍ مرکه کې ویلي و، چې په کابل کې به له دوو تر دریو روپیو پورې یو انسان د غلام په توګه پلورل کېده، خو د شاه امان الله خان د ټولنیزو اصلاحاتو پروګرام یوه برخه دا هم وه، چې د غلامۍ قانون یې لغو او د هغه مهال ټول مرییان او وینځې یې ازاد کړل.
پر لږکیو د لګېدليو محدودیتونه لېرې کول
مورخین په دې لړ کې پر افغان لږکیو لګېدلي محدودیتونه هم یادوي چې د امان الله خان په واکمنۍ کې له منځه یوړل شول. د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګې غړي نریندر سینګ خالصه له بي بي سي سره یوه مخکینۍ مرکه کې د خپلو نیکونو له قوله ویلي و، چې د دې لږکۍ کسانو په ښوونځیو کې د زدکړې، په ادارو کې د دندې ترسره کولو، په امنیتي ځواکونو کې د خدمت او د سیاسي فعالیت حق نه درلود.
خو کله چې شاه امان الله خان په پغمان کې لویه جرګه راوبلله، نوی اساسي قانون یې تصویب کړ، نو پر دې لږکیو لګېدلي ټول محدودیتونه یې لغو کړل او د ټولو افغانانو تر منځ یې مساوات اعلان کړل.
ښاغلی خالصه وايي، د شاه امان الله خان له فرمان وروسته دوی ته نه یوازې د خپلو معبدونو ودانولو، عباداتو ترسره کولو اجازه ورکړل شوه، بلکې د دوی د ټولنې ګڼ شمېر کسان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د جنرالۍ او په ملکي برخه کې د وزارت تر کچې پورې لوړو دولتي پوسټونو پورې ورسېدل.
تاریخپوهان په دې اند دي چې د شاه امان الله خان د همدا اقدامات د دې لامل شول چې نه یوازې د افغان لږکیو په خپل ژوند کې مثبت بدلون راشي، پرمختګ وکړي، بلکې هغو افغانانو هم د مرکزي حکومت تابعیت پیل کړ، چې له دې مخکې یې سرغړونه کوله او تاوتریخوالي ته یې مخه کوله.











