جرمن وزیر وايي له طالبانو سره پر هغو افغان کډوالو تړون کوي چې دوی یې باسي

د عکس سرچینه، Getty Images
رویټرز خبري اژانس وايي، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنډت د فوکس مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي، غواړي له طالبانو سره د هغو افغان کډوالو د منلو په اړه چې له جرمني ایستل کېږي، مخامخ تړون وکړي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې د دغه ډول هوکړې لپاره یې د طالبانو له حکومت سره کومې خبرې کړي او که نه.
د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې جرمني له ازبکستان سره له دغه هېواده د مسلکي کارګرو وراستولو او دغه هېواد ته د افغان کډوالو لېږلو په تړاو یوه هوکړه لاسلیک کړې وه.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د جرمني چانسلر (صدراعظم) اولاف شولتز له قوله چې ازبکستان ته تللی و، ویل شوي وو: "موږ د جرمني د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره داسې کارګرو ته اړتیا لرو، چې عالي وړتیاوې ولري."
ښاغلي شولتز د ازبکستان په سمرقند کې له شوکت میرضیایف سره له لیدنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، دواړه هېوادونه د هغو کسانو په تړاو چې "باید بېرته ستانه کړل شي، له بیوروکراسۍ پرته یوې اسانې هوکړې ته ورسېدل،" خو په دې تړاو یې زیات مالومات نه وو ورکړي.
اولاف شولتز د جرمني په مانهایم کې د یوه افغان کډوال له چاکو برید وروسته د خپل هېواد له پارلمان سره ژمنه کړې وه، چې د افغان او سوریايي مجرمانو په ګډون به د هغو کسانو شړلو لړۍ چټکه کړي، چې په جرمني کې د جرمونو له کبله محکوم شوي دي.
جرمني په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنولو لړۍ ودروله خو له څه ځنډو وروسته د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې یې هغه ۲۸ افغانان کابل ته واستول چې جرمني حکومت د جرمونو له کبله محکوم کړي وو.
هغه مهال د جرمني حکومت ویاند سټېفن هبسټریټ وویل، ''دا ټول هغه افغان وګړي وو، چې د جرمونو له کبله محکوم شوي وو، دوی په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه درلود او د دوی د ډیپورټ( شړلو) امرونه صادر شوي وو.''
نوموړي د افغان کډوالو د جرمونو د بڼې په اړه څه نه وو ویلي.








