جرمني کې د مراسمو پر مهال د چړې برید کې درې کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د لوېدیځ جرمني په زولینګن ښار کې د چړې په یوه برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور سخت ټپیان شوي دي.
دا برید د جمعې په ماښام داسې حال کې شوی، چې د دې صنعتي ښار د تاسیس ۶۵۰ مې کلیزې نمانځنې مراسم روان وو.
د بریدګر په هکله ویل کېږي، چې تر اوسه نه دی موندل شوی.
د بایلډ نومې وېبپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، بریدګر د مراسمو په ترڅ کې پر هر هغه چا ګوزار کاوه چې په مخه ورته.
سولینګین د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی، چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.
دا ښار له دوسلدوف ښاره ختیځ ته په ۲۵ کیلومترۍ او له کولون ښاره د شمال ختیځ لور ته موقعیت لري.
د دې ښار د تاسیس نمانځنې مراسم د جمعې پر ورځ پیل شول او په پام کې وه، چې د یکشنبې تر ورځې به دوام وکړي.
د سولینګر ښاروال ټیم کورزباچ پر خواله رسنیو په دې هکله یوه پیغام کې ویلي، هغه ټول کسان چې د ښار تاسیس کلیزه یې لمانځله ''سخت خواشیني، حیران او غوسه دي.''
د نوموړي په پیغام کې ویل شوي، په سولنګر کې دې برید ''زما زړه مات کړی دی.''
ښاغلي کورزباچ په داسې حال کې چې د بېړنیو مرستو کارکوونکو مننه یې کړې په خپل پیغام کې ویلي د هغو کسانو لپاره یې ''سترګې له اوښکو ډکې دي'' چې په دې پېښه کې وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، ''د هغو ټولو لپاره دعا کوم چې تر اوسه د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي.''
د یادونې ده، چې د نوموړي دا څرګندونې له جرمن ژبې ژباړل شوې دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د جمعې پر ورځ ناوخته له بي بي سي سره خبرو کې د سولینګیر ټاګیبلات مرستیال اډیټر بجورن بوچ وویل په پام کې وه، چې ''د ښار د تاسیس مراسم درې ورځې دوام وکړي او هره شپه به دا ښار د ۲۵ زره کسانو کوربه وي.''
نوموړي زیاته کړه، ''ښار له خلکو ډکېده'' او د اټکل له مخې یې وویل، ''د جمعې شپې په مراسمو کې هم څو زره کسانو ګډون کړی و.''
د سولینګر تاګیبلات ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، د مراسمو ډېری ګډونوال تر هغه مهاله له بریده ناخبره وو، چې منتظمینو له دریځه له ځايي وخت سره سم د شپې لس بجې د مراسمو لغو کولو اعلان وکړ.
له ګډونوالو وغوښتل شول، چې له وېرې پرته په ارامه د پېښې له ځایه ووځي.











