د کاناډا په کبک کې د چاقو په ګوزارونو اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د عکس سرچینه، AFP
د شنبې په شپه یوه سړي چې د منځنۍ پېړۍ کالي یې پر ځان ول چاقو ته ورته د یوې تېزې وسیلې پر مټ یې پر یو شمېر کسانو برید وکړ چې تر اوسه یې دوه کسان وژلي.
د پولیسو په وینا مجرم په سیمه ییز وخت د سهار یوه بجه نیول شوی.
له دې پېښې سره هممهاله پولیسو خلکو ته سپارښتنه کړې چې په کورونو کې پاتې شي ترڅو دوی خپلې څېړنې وکړي.
د کاناډا د یو تلویزیون د راپور پر اساس ویل کېږي تر اوسه په دغه پېښه کې دوه کسان مړه او پينځه نور ټپیان دي خو تر اوسه پولیسو په دې اړه هېڅ رسمي شمېرې نه دې په ډاګه کړي.




