فرانسه کې د چاکو برید؛ په ټپیانو کې څو ماشومان هم شته

فرانسه

د عکس سرچینه، Getty Images

د فرانسې په سوېل ختیځ د انسې ښار کې د پنجشنبې په سهار یوه کس په پارک پر ګڼو کسانو د چاکو برید کړی او څو تنه یې ټپیان کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، په پېښې کې شپږ ماشومان هم ټپیان شوي دي.

دغه خبري اژانس دا هم ویلې چې د پېښې په تړاو یو شکمن سړی نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې شکمن کس یو سوریایي کډوال دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارونین پر خپله ټویټر پاڼه دا پیښه تایید کړې او لیکلي یې دي چې شکمن کس د "پولیسو په ډېر چټک غبرګون" سره نیول شوی دی.

فرانسوي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړۍ وزیره الیزابیت بورن انسې ښار ته تللې.

رویټرز خبري اژانس هم د سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي، ټپي شوي ماشومان ډېر کوچني او ځینې آن درې کلن وو.

د ځینو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه یو سړی هم ټپي شوی دی.

اې ایف پي خبري اژانس د یوه کس له خولې چې له پېښې خبر دی ویلي، د درېیو قربانیانو، چې درې واړه یې ماشومان دي، حالت نازک دی.

د انسې ښاروال فرانسوا استورګو دا پیښه یو "وحشتناک برید" بللی او ټاکل شوې چې په راتلونکو ساعتونو کې یو مطبوعاتي کنفرانس هم ولري.

د انسې ښار، د فرانسې په سویل ختیځ کې، د ایټالیا او سویس پولو ته نژدې یوه غرنۍ سیمه کې پروت دی.