تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر اوکرایین د روسیې د پوځي یرغل دریم کال: امریکا له اوکرایین سره څه ډول هوکړه غواړي؟
د فبرورۍ ۲۴مه پر اوکرایین د امریکا د بشپړ پوځي یرغل درې کاله پوره کېږي. اوکراینیان د دې ورځ یاده داسې مهال کوي چې تېره شپه هم د دغه هېواد په ډېرو سیمو کې د روسيي الوتکو هوايي ګوزارونو خلکو ته زیان اړولی.
اوکرایین وايي له ۱۸۵ روسۍ بې پیلوټه الوتکو یې ۱۱۳ نسکورې کړي. هم مهاله اوکراییني بې پیلوټه الوتکو د مسکو په سوېل د ریازان ښار کې د تېلو پر زېرمو بریدونه کړي.
له لمرخاته سره د کاناډا، اسپانیا، ډینمارک، ناروې، ایستونیا او د لویدیځې نړۍ یو شمېر نور مشران د اورګاډي له لارې پلازمېنې کېیف ته ورسېدل.
د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلینسکي کېیف کې وربللې غونډې ته وویل " د جنګي زندانیانو د تبادلې چاره، د جګړې پای ته رسولو بهیر ته لار پرانیستلی شي."
لوېدیځو مشرانو بیا په دغه ناسته کې له اوکرایینه د ملاتړ څرګندونې کولې او ټینګار یې دا و چې پر روسیې دې لا ډېر بندیزونه ولګول شي. دغو مشرانو غوښتنه کوله چې له روسیي سره د جګړې پای ته رسولو په هر ډول هوکړه کې باید اوکرایین ښکېل وي.
د اوکرایین له لوري په وربلل شوې دغه سرمشریزه کې هیڅ امریکايي استازی نه لیدل کېده، خو یوه لوړ پوړي اوکراییني چارواکي نن سهار پر خواله رسنیو لیکلي، اوکرایین او امریکا د مینرالونو په اړه " دخبرو وروستي پړاو" ته نژدې شوي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون بیا په واشنګټن کې دی او تمه کېږي چې اوکرابین به د ډونلډ ټرمپ سره د لیدنې پر مهال د اجنډا په سر کې وي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي متحد ایالاتونه د خپلو تېرو مرستو په بدل کې د اوکرایین مینرالي زېرمنو ته لاس رسی غواړي. اوکرایین بیا د بشپړ امنیتي ډاډ په لټه کې دی.
تېره اونۍ زېلینسکي د امریکا د ۵۰۰ ملیاردو ډالرو د کاني شتمنیو غوښتنه رد کړه او ویې ویل چې په دغه کچه مرسته ورسره نه ده شوې، هغه زیاته کړه: "زه نشم کولی خپل دولت وپلورم."
اوس داسې بریښي چې دواړه غاړې یوې هوکړې ته په رسېدو دي خو دا لا روښانه نه ده چې امریکا کومو کاني زېرمو ته د لاس رسي لپاره خبرې کوي او دا چې اوکرایین ته به څه ډول "امنیتي ضمانت" ورکول کېږي.
اوکراین د لیتیمو او ټایټانیومو په ګډون د مهمو عناصرو او منرالونو لوی کانونه لري، ورسره د ډبرو سکرو، غازو، تېلو او یورانیمو پراخې زیرمې هم لري – چې ارزښت یې د ملیاردونو ډالرو ته رسېږي.
تېر کال، زېلینسکي د خپلې "بریا پلان" اوکرایین او د هغې لوېدیځو شریکانو ته وړاندې کړ، چې په کې ویل شوي وو، بهرني شرکتونه کولی شي د جګړې په پای کې یې د هیواد ځېنو کاني زېرمو ته لاس رسی موندلی شي. "ستراتیژیک شریکان" کولی شي "د هیواد د مهمو سرچینو د ګډې ساتنې لپاره ځانګړي تړونونه، او د ګډې پانګونې او د دې اقتصادي وړتیا کارولو لپاره" له دغه هیواد سره یو لاس شي.
اوکرایین بیا د دې بدل کې د ناټو د غړیتوب غوښتنه کوله.