تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلي رسنیو راپور: پوځ د غزې جګړه کې د شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیانو وژل کېدل منلي
اسرائیلي رسنیو د دې هېواد د یوه لوړ پوړي امنیتي مقام له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیل پوځ مني چې د غزې په جګړه کې شاوخوا ۷۰ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
اسرائیلو مخکې څو ځله په غزه کې د حماس تر واک لاندې د روغتیايي ادارو له خوا خپاره شوي شمېرې په سمه توګه نه منلې او ناسمې یې بللې وې
د دې راپور په غبرګون کې، چې د ټایمز اسرائیل خپور کړی، د اسرائیل پوځ ویلي چې دا شمېر رسمي اټکل نه دی.
دغه امنیتي مقام اسرائیلي خبریالانو ته ویلي چې د حماس لخوا اعلان شوې شمېره چې له ۷۱ زرو ډېر وژل شویو کسانو په اړه معلومات ورکوي، تر ډېره دقيقه ده، خو د اسرائیل پوځ لا تراوسه نه دی تایید کړی چې په وژل شویو کسانو کې څو کسان د حماس ځواکونه و او څو کسان په مستقیم ډول د جګړو له امله وژل شوي دي.
دغه راپور د غزې د دویم پړاو د اوربند د پلان له پیل وروسته خپور شوی، چې د امریکا او څو سیمهییزو هېوادونو منځګړیتوب لري.
په دغه پلان کې د غزې بشپړه بیا رغونه او ناپوځي کول او د حماس او نورو فلسطیني ډلو بې وسلې کول هم شامل دي.
حماس د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر اومه پر اسرائیلو برید وکړ، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ تنه یرغمل شول.
له دې برید دوه کاله وروسته، ډېری یرغمل شوي کسان خوشي شول، چې په بدل کې یې له غزې نیول شوي ۲۵۰ فلسطیني بندیان او ۱۷۱۸ نور توقیف شوي کسان ازاد شول.
د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې غزه کې د اسرائیلي بریدونو پرمهال، چې د دې برید په غبرګون پیل شوي، ۷۱۶۶۰ فلسطینیان وژلي دي.