پنټاګون: د سپتمبر ۱۱مې بریدونو له ۳ تورنو طراحانو سره د اعتراف هوکړه شوې

د امریکا دفاع وزارت وايي، له دریو تنو سره چې په دغه هېواد کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې ترهګریزو بریدونو په طراحۍ تورن دي، له محاکمې مخکې هوکړه شوې ده.

خالد شیخ محمد، ولید محمد صالح مبارک بن عطاش او مصطفی احمد ادم الحوساوي له کلونو راهیسې کیوبا کې د امریکا د سمندري ځواکونو په ګوانتانامو اډه کې له محاکمې پرته د بند شپې سبا کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو د خبري رسنیو په وینا دغه سړي به د څارنوالۍ د دې هوکړې بدل کې چې د مرګ سزا به ورته نه غواړي، خپل جرمونه ومني.

تر اوسه د دې هوکړې بشپړ شرایط لا نه دي خپاره شوي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱مه په نیویارک، ویرجینیا او پنسیلوانیا کې د القاعده په بریدونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

دا په ۱۹۴۱ کال د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د هاوايي پر پیرل هاربر د جاپان له برید را وروسته چې ۲۴۰۰ کسان په کې وژل شوي وو، د متحدو ایالتونو په خاوره کې تر ټولو مرګوني بریدونه وو.

د سپتمبر د ۱۱مې بریدونه د دې لامل شول چې امریکا او متحدان یې د ترهګرۍ خلاف جګړه اعلان او پر افغانستان او عراق بریدونه وکړي.‌

د دغه برید پایله کې په افغانستان کې د طالبانو واکمني،‌ چې ویل کېدل د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې، نسکوره شوه.

اسامه بن لادن بیا د ۲۰۱۱ کال د مۍ پر دویمه د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستان ایبټ اباد کې ووژل شو.

د ۲۰۰۱ کال د سټمبر پر یوولسمه د امریکا پر وخت سهار مهال دوه مساپر وړونکې الوتکې نیویارک کې د سوداګریز مرکز له دوو اسمانڅکو سره وجنګول شوې او درېیمې له واشنګټنه بهر دفاع وزارت (پنټاګون) په نښه کړ.

څلورمه الوتکه پنسیلوانیا کې تر هغې وروسته راوغورځېده چې سپرلۍ یې له تښتوونکو سره لاس واچاوه.

د نیویارک ټایمز په وینا له دغو درېیو تورونو سره دا هوکړه لومړی د څارنوالانو لخوا د سپتمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته په استول شوي لیک کې اعلان شوه.

د مشر څارنوال 'آرون سي رف' لخوا په دغه لیک کې راغلي، "دغو درېیو تورنو د احتمالي مجازاتو په توګه د مرګ سزا د لېرې کولو په بدل کې دې ته غاړه ایښې چې د ۲۹۷۶ کسانو د وژلو په ګډون چې په اتهامنامه کې لیست شوي، پر ټولو جرمنو اعتراف وکړي."

د ټایمز په رپوټ کې راغلي تمه کیږي دا سړي په رسمي توګه د راتلونکې اونۍ په پیل کې محکمې ته خپله اعتراف وړاندې کړي.

د رپوټونو له مخې د بایډن ادارې تېر سپتمبر له پنځو کسانو سره چې په کیوبا کې د متحدو ایالتونو په سمندري اډه کې ساتل کېږي، د اعتراف بدل کې د هوکړې شرایط رد کړي وو.

د راپورونو له مخې دغو کسانو له ولسمشر بایډن څخه د دې تضمین غوښتی و چې دوی به په انفرادي بند کې نه ساتل کیږي او د تروما یا رواني صدمو درملنې ته به لاسرسی ولري.