د سپتمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنۍ: "دې برید کې د سعودي رول برملا کړئ''

امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ولسمشر جو بایډن ته ویلي تر هغې چې یې د دغه برید په اړه د کانګرس رپوټ له محرمیت نه وي ایستلی، د قربانیانو په یاد جوړېدونکو مراسمو ته دې نه ورځي.

د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو کې د نژدې ۱۸۰۰ وژل شویو کسانو کورنیو یوه لیک کې له ښاغلي بایډن غوښتي چې دا رپوټ خپور کړي.

ګومان دا دی چې د کانګرس رپوټ د سپتمبر د ۱۱مې دسیسه کې د سعودي عربستان د ځینو چارواکو نقش برملا کوي.

دوی دا هم ویلي که ولسمشر بایډن د دې غوښتنې له منلو انکار کوي نو راتلونکې میاشت دې د دغو بریدونو د شلمي کلیزې په یاد جوړېدونکو مراسمو ته نه ورځي.

د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو کې نژدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

امریکا وايي دا بریدونه القاعده شبکې کړي او د ۱۹ بریدګرو له ډلې یې ۱۵ د سعودي عربستان وګړي وو.

امریکا او نړیوالو متحدانو یې تر دغو بریدونو وروسته پر افغانستان یرغل وکړ.

دغه لیک کې ولسمشر بایډن ته خطاب کې راغلي که هغه پر خپل ژمنه عمل ونه کړي، نو دوی د ویښ وجدان او دغه برید کې د وژل شویو، ټپي شویو او ناروغو شویو کسانو د درناوي له کبله، نوموړي ته هرکلی نشي ویلی.

دوی زیاته کړې که دا رپوټ نه خپرېږي نو ولسمشر بایډن دې نیویارک، ویرجینیا او پنسیلوانیا کې د بریدونو ځای ته نه ورځي.

د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو کې د قرباني شویو کسانو کورنۍ له اوږدې مودې راهیسې پر دې ټینګار کوي چې سعودي چارواکي له وړاندې پر امریکا له بریده خبر وو، خو د هغه د مخنیوي لپاره یې هېڅ نه دي کړي.

د دوی لیک کې دا هم راغلي چې د کانګرس د ۲۰۰۴ کال رپوټ کې د دې لپاره ګڼ شواهد په نښه شوي چې ښيي د سعودي چارواکو د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو ملاتړ کړی دی.

خو دا په داسې حال کې ده چې د سعودي حکومت بیا تل دغه برید کې له هر ډول ښکیلتیا انکار کړی دی.

د دغو کورنیو شکایت د دې لامل شو چې د سعودي څو پخواني چارواکي تېره میاشت محاکمه کې راڅرګند شي.

دوی دا تور هم پورې کړی چې ګواکې د امریکا حکومتونو، عدلیې او قضايي ادارو او فدرال پولیسو په دې موده کې هڅه کړې چې دغه اطلاعات ا و حقایق د امریکا له خلکو پټ وساتي.

د جورج ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ درېواړه حکومتونو د ملي امنیت اندېښنو له کبله د دغه رپوټ له خپرولو ډډه کړې ده.

دغو کورنیو ویلي "اوس چې پر دغه برید شل کاله اوړي، داسې هېڅ دلیل نه شته چې دا اطلاعات پټ پاتې شي. که هغه د ملي امنیت بې بنسټه ادعا وي یا بل څه. که ولسمشر بایډن پر خپله ژمنه پښه کېږدي او د سعودي عربستان د حکومت ترڅنګ ودرېږي، موږ اړ کېږو چې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په یاد جوړېدونکو مراسمو کې د هغه او د نوموړي د حکومت د ګډون پر وړاندې ودرېږو."