تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا متحدو ایالتونو کې د سپتمبر ۱۱ مې بریدونو ۲۰ تلین مراسم ولمانځل شول
د امریکا متحدو ایالتونو کې د سپتمبر ۱۱ مې بریدونو د ۲۰ کلن تلین په مناسبت مراسم تر سره کېږي. دې لړ کې مرکزي مراسم نیویارک کې کېږي چې ولسمشر جو بایډن له خپلې مېرمن جل بایډن سره یو ځای ګډون کړی.
له نوموړي سره مخکیني ولسمشران باراک اوباما او بل کلنټن هم دې مراسمو کې برخه اخیستې.
د نړیوال سوداګریز مرکز له ودانیو سره د الوتکو جنګېدو پېښې په مناسبت دلته دوه ځله د یوې دقیقې لپاره ګډونوال پټه خوله درېږي.
د ۲۰۰۱ کال سپتمبر پر ۱۱ پر اتو بجو او ۴۶ دقیقو لومړۍ الوتکه له شمالي برج سره وجنګېده او پر نهه بجې او درې دقیقې دویمه الوتکه له سویلي برج سره وجنګېده.
هغو بریدونو کې نژدې درې زره کسان وژل شوي وو.
د برید په ځای کې اوس یو موزیم او ون ورلډ سوداګرۍ مرکز په نامه لوړپوړې ودانۍ ولاړه ده.
له دې بریدونو سملاسي وروسته امریکا متحدو ایالتونو سخت دریځه القاعده ډله د دې بریدونو مسووله وبلله او افغانستان کې یې د دې ډلې پر مرکزونو بریدونه وکړل.
امریکا هغه مهال ویل، افغان طالبانو القاعده وسله والو ته خوندي پټنځایونه ورکړي، چې له کبله یې دا ډله وتوانېده پر امریکا بریدونه وکړي.
امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال په دسمبر کې د طالبانو حکومت نسکور کړ او د ۲۰۱۱ کال مې کې امریکايي ځواکونو د پاکستان ایبټ اباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن وواژه.
د تېرې اګست میاشتې پر ۳۱ نېټه وروستی امریکايي پوځي هم له افغانستانه ووت او دې سره په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شل کلنه ښکېلتیا پای ته ورسېده، خو له دې نژدې دوې اونۍ مخکې د اګست پر ۱۵ مه طالبانو د پلازمېنې کابل کنټرول ترلاسه کړ او یو ځل بیا یې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه.
د سپتمبر ۱۱ مې په هکله کابل کې خلک څه فکر کوي؟
د سپتمبر ۱۱ بریدونو له کبله له امریکا وروسته په نړۍ کې افغانستان تر ټولو ډېر اغېزمن شوی هېواد افغانستان دی، چې د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په وینا اوس پکې لږ خلکو ته معلومه ده، چې نن په نړۍ کې خلک د دې بریدونو ۲۰ تلین لمانځي.
ځینو ته دا هم معلومه نه ده، چې ۲۰ کاله مخکې نیویارک کې څه شوي وو، او د ځینو نورو په یادونو کې بیا هغه ستونزې دي، چې له دې پېښې وروسته د دوی خپل هېواد ورسره لاس او ګرېوان شو.
د بي بي سي خبریال وايي، افغانستان کې یوه کس راته وویل:
''د ۱۱ سپتمبر بریدونو کې له وژل شویو سره بشپړه خواخوږي لرم، خو موږ ته په افغانستان کې د هغو پېښو زیان موږ ته لا زیات رسېدلی. ''
د سپتمبر ۱۱ مې له هغو پېښو وروسته د زېږېدلي کس فکر بیا نسبتاً مثبت وو:
''دې پېښو زموږ ژوند بدل کړ. ''
اشاره یې د ښځو زدکړو ته وه.
خو دا کس اوس خپله له هېواده د وتلو لارې چارې لټوي.
د طالبانو حکومت له نسکورېدو شل کاله وروسته اوس یو ځل بیا پر کابل د طالبانو بیرغونه رپیږي.
د ماضي یادولو پر مهال د ډېرو افغانانو لهجه ترخه شي، خو تمرکز یې پر اوسني وضعیت دی.
د پاخه عمر یوې افغان ښځې راته وویل:
''زه غواړم سوله راشي، ټول خلک خوندي وي، بیوزلي ختمه شي او ځوانان کارو او روزګار ومومي. ''