رويټرز: په سوريه کې د امریکا پر اډې د جمعې ورځې بريد کې پوځيان ټپيان شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
رويټرز خبري اژانس د يوه امريکايي چارواکي له خولې راپور ورکړی چې د تېرې جمعې په ورځ په سوريه کې پر يوې اډې ډرون بريد کې څو تنه امريکايي او د داعش ضد د ايتلاف سرتېري ټپيان شوي دي.
د جمعې په ورځ راپور ورکړل شو چې د سوريې په شمال ختيځ کې د "خراب الجير" په نامه يوه اډه چې امريکايی سرتېري په کې مېشت دي د ډرون بريد کې په نښه شوې ده.
دا په تېرو څو ورځو کې په سيمه کې پر امريکايي اډو دويم بريد دی.
د امریکا د پوځ له خوا په لومړنیو ارزونو کې ويل شوي وو چې په بريد کې څوک وژل شوي او يا ټپيان شوې نه دي خو اوس رويټرز خبري اژانس ويلي چې په يوه څېړنه کې معلومه شوې چې سرتېري د لوګي تنفس په ګډون سر سري ژوبل شوي او ځينې نور د معايناتو لپاره بل ځای لېږدول شوي دي.
دغه امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې د پوځيانو ټپونه جدي نه دي.
تراوسه کومې ډلې د بريد مسووليت په غاړه نه دی اخيستی.
تر دې وړاندې د تېرې دوشنبې په ورځ (۵ اګست) په عراق کې د امريکا پر يوې اډې راکټي بريد کې لږ تر لږه پنځه امریکايي پوځيان ټپيان شوي وو.
د "الثوريون" په نامه يوې ډلې عراق کې "عين الاسد" پر اډې د بريد مسووليت منلی و.
د ايران پلازمېنه تهران کې د اسماعيل هنيه له وژل کېدو وروسته په سيمه کې کړکېچ زيات شوی. ايران د اسماعيل هنيه د وژلو پړه پر اسرائيلو اچوي او د غچ اخيستو ګواښ يې کړی دی. اسرائیلو تراوسه په دې پېښه د لاس لرلو په اړه څه نه دي ويلي.
ايران همدا ډول وايي چې امریکا د اسرائيلو د ملاتړ له کبله د اسماعيل هنيه په وژنه کې مسووله ده.
د امريکا د دفاع وزير لوېډ اسټن ويلي چې دوی به پر امریکايي سرتېرو بريدونه ونه زغمي خو زياته کړې يې ده چې واشنګټن هڅه په سيمه کې کړکېچ کم کړي.
شاوخوا ۹۰۰ امریکايي سرتېري په سوریه کې او ۲۵۰۰ امریکايي سرتېري په عراق کې ځای پر ځای دي، چې اصلي دنده یې د" اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) پر وړاندې جګړه کې د سیمه ییزو ځواکونو مرسته کول دي.











