"په نړۍ کې ترټولو چټک ګاډی" به راتلونکی کال بازار ته راشي

د ټیسلا موټر جوړولو شرکت نوی تولید، چې د ایلن ماسک په خبره د نړۍ تر ټولو چټک ګاډی دی، د اوویایمې لسېزې کلاسیک موډل څخه په الهام اخیستو طراحي شوی دی.

د ټیسلا مشر ایلن ماسک اعلان کړی، چې د دې شرکت نوی محصول او د روډسټر ماډل به راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي.

نوموړي پر ټولنیزې شبکې اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي، چې د دې ماډل چټکتیا یا سرعت په یوه ساعت کې له صفر څخه تر ۶۰ مایلو(۹۶ کیلومترو) پورې له یوې ثانیې څخه کم دی.

ټیسلا په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال کې د روډسټر مډل نندارې ته وړاندې کړ او اټکل شوی و، چې تر ۲۰۲۰ کال پورې به بازار ته وړاندې شي خو له یوه کال څخه بل ته وځنډید.

وروستی ځل ایلن ماسک په ۲۰۲۴ کال کې د یاد ګاډي د تولید اعلان کړی، خو اوس وايي، چې دغه موټر به د روان کال په پای کې نندارې ته وړاندې شي او په ۲۰۲۵ کال کې به تولید شي.

په تیرو څو کلونو کې د برېښنايي ماشینونو په رامنځ ته کېدو سره د سپورتي ګاډو چټکتیا لا ښه شوې ده.

اوس مهال د نړۍ د تر ټولو چټکو موټرونو په لیست کې د لومړيو لسو موټرو منځنی سرعت له دوو ثانیو څخه لږ لوړ دی خو د ټیسلا اېس مډل سرعت بیا ۱.۹۹ ثانیې دی.

د یوې ثانیې څخه لږ سرعت ترلاسه کولو لپاره ټیسلا د ایلن مسک له بل شرکت سپیس اېکس څخه مرسته غوښتې، چې فضا ته تګ لپاره کاریدوونکو محصولاتو جوړونکی دی.

د ایلن ما سک او سپیس اېکس انجینرانو په وینا دې شرکت د ټیسلا لپاره داسې سیسټم طراحي کړی، چې ډېر کم وخت کې په ډېر زیات فشار سره هوا د ګاډي له لاندنۍ برخې څخه بهر کوي.

د هوا بهر کول ګاډی یو څه له ځمکې لوړوي او دا لوړیدل له ځمکې سره د جاذبې قوه را کموي او دا هوا چې د موټر شاتنۍ برخې څخه بهر کېږي پر موټر فشار راوړي چې چټک حرکت وکړي.

وروسته له هغه چې ایلن ماسک د روډسټر مډل د تولید اعلان وکړ د بوګاټي شرکت مشر ماته ریماک غبرګون د ډېرو پام ځان ته ور واړوه.

ښاغلی ریماک چې شرکت یې په نړۍ کې د چټکو موټرو دوه مډلونه جوړوي په فېسبوک کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې شرکت یې اسپیس اېکس ته ورته یو څيز جوړ کړی دی.

نوموړي زياته کړه، که څه هم په دې مېتود سره د موټر جوړول شوني دي، خو دا سيسټم ډېر وزن لري او د موټر فعاليت ته زيان رسوي، پرته له دې چې د لنډ وخت لپاره د سرعت زياتولو لپاره وکارول شي.

ایلن ماسک د روډسټر د پرانېستلو پر مهال ویلي و، چې دا موټر درې برقی ماشینونه لري او په هر ځل چارج کولو سره تر ۱۰۰۰ کیلومتره سفر کولای شي.

نوموړي د روډسټر په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې وویل، چې د ګاډي طراحي یا ډیزاین په بشپړ ډول بدل شوی او د ګاډي د نورو زړه راښکونکو ځانګړتیاو ته په کتو د یوې ثانیې څخه کم سرعت یوه عادي خبره ښکاري.