"بریتانیا کې له بهره له لیرې موټر چلولو ته باید اجازه ورنه کړل شي"

یوه خپلواکه اداره چې د بریتانیا حکومت ته مشورې ورکوي وايي له بهر څخه له لیرې باید بریتانیا کې د موټر چلولو ته اجازه ورنه کړل شي.

له لیرې چلېدونکو موټرو په اړه د حقوقي کمیسیون راپور وايي اوسمهال دا موضوع "له حقوقي پلوه بشپړه روښانه نه ده".

همدا اوس په زېرمتونونو، کانونو او فارمونو کې داسې موټر چلېږي چې له ليرې څخه کنټرولېږي، خو هغه شرکتونه چې موټر په کرایه ورکوي هم غواړي دا کار وکړي.

دا ټکنالوجي په خپله چلېدونکو موټرو کې هم کارول کېدای شي.

دا کمیسیون، چې په انګلستان او وېلز کې قوانین ارزوي، وايي د قانون له مخې چلونکی په ځانګړي ډول اړ نه دی چې د موټر چلولو پر مهال موټر کې دننه وي.

د کمیسیون راپور وايي: له لیرې موټر چلول "نه منع شوي او نه ورته واضح اجازه ورکړل شوې".

خو له لیرې د موټر چلولو ټکنالوجي د ډېرو لپاره د دلچسپي وړ ده، د مثال په توګه د کرايي موټرو د انتقالولو په برخه کې، چې کولای شي لګښتونه کم کړي او اړتیا نه وي چې یو موټر چلونکی یو ګاډی یو ځای ته ورسوي او بیا په بل ګاډي کې بېرته راستون شي.

راپور وايي چې بریتانیا کې دوه شرکتونه همدا اوس له لیرې د موټر چلولو ټکنالوجي ازمويي چې غواړي کرايي موټر مشتریانو ته ورسوي.

اوسمهال هغوی د خوندیتوب لپاره یو موټر چلونکی د موټر دننه ساتي په داسې حال کې چې موټر د یو بل چلونکي لخوا له لیرې چلول کېږي.

خو دواړو شرکتونو ویلي هیله لري چې د کال تر پایه به د موټر دننه چلونکی ته اړتیا نه وي.

دا ټکنالوجي کېدای شي په خودکارو یا په خپله چلېدونکو موټرو کې هم وکارول شي.

د مثال په توګه که یو خپله چلېدونکی موټر یوې ستونزې سره مخ شي او داسې یو حالت وي چې خپله یې نشي سمبالولای، نو له ليرې یو بل چلونکی ورسره مرسته کولای شي.

د سایبري یا انټرنېټي برید خطر

د کمیسیون په راپور کې له لیرې څخه د موټر چلولو په برخه کې د ځینو خطرونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې، لکه دا لاندې موارد:

  • د موټر او لیرې چلونکي کس ترمنځ د اړیکو پرې کېدل.
  • له لیرې موټر چلونکی کس ښايي د هغه چلونکي په پرتله چې د موټردننه ناست وي- د هغه وضعیت په اړه چې موټر ورسره مخ شوی بشپړ معلومات ونه لري.
  • له لیرې چلونکی ښايي ځان لیرې احساس کړي او داسې احساس وکړي لکه چې په ویډیو ګېم کې دی.
  • کېدای شي یو ترهګر د انټرنېټ له لارې د موټر کنټرول ترلاسه کړي.
  • په داسې یو حالت کې چې موټر ټکر کړی وي او یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وي- له لیرې چلونکی ډرایور به نشي کولای چې لومړنۍ طبي مرستې وکړي.

او همدا راز ځینې احتمالي قانوني ننګونې هم یادې شوي.

له لیرې چلېدونکو موټرو ځینو جوړونکو ویلي ښايي په یوشمېر اروپايي هېوادونو لکه استونیا او بېلاروس کې د خپلو عملیاتو مرکزونه جوړ کړي.

خو په راپور کې استدلال شوی چې که موټر چلونکي په بهر کې وي او موټر د بریتانیا دننه وي- کېدای شي جنايي جرمونو ته سزا ورکول سخت وي.

راپور وايي: "د مثال په توکه که موټر د ډرایور د نشې په حال کې چلول کېږي – د چلونکي پېژندل به شوني نه وي چې ژر له طبي پلوه معاینه کړل شي، مخکې له دې چې نشه یې ختمه شي."

نو له دې کبله په راپور کې دا نتیجه اخیستل شوې چې "د قانون په پلي کولو کې د ستونزو" له امله له هېواده بهر له لیرې په بریتانیا کې د موټر چلولو ته باید اجازه ورنکړل شي- ترهغو چې په دې هکله "مناسبې نړیوالې موافقتنامې رامنځته کېږي".

د راپور بله سپارښتنه داده چې له لیرې موټرچلونکی کس باید هغومره د خپلو کړنو مسول وګڼل شي لکه هغه چلونکی چې د موټر دننه ناست وي. خو که تخنیکي ستونزه د موټرچلونکي له واکه تلي وي په دې حالت کې به اړونده اداره مسولیت ولري.

راپور دا هم ویلي چې هغه شرکتونه چې د دوی له نظره له لېري د موټر چلونکو په کارولو سره موټر له لیرې کنټرولوي باید موټرچلونکي یې اړونده نوي جوازونه یا لایسنسونه ولري.

د حقوقي کمیسیون غړي نیکولاس پېنز وویل: "له لیرې موټر چلول یوه هیجان پارونکې ټکنالوجي ده، خو مخکې له دې چې موږ یې د بریتانیا په سړکونو کې عملي کړو باید د پیاوړو قوانینو په مرسته یې د خوندیتوب اندېښنو ته د حل لارې ومومو."

د بریتانیا د ترانسپورت وزیر جېس نورمن وویل چې حکومت به په دقت سره د حقوقي کمیسیون پر سپارښتنو غور وکړي