تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بې چلوونکي موټر زموږ نړۍ څنګه بدلوي؟
که څه هم ډېر خنډونه شته خو په خپله چلیدونکي موټر ښايي په داسې په یوه واقعیت بدل شي چې باور یې هم نه شي کېدای.
د امریکا د اریزونا ایالت د فونیکس په میټرو سیمه کې شپه ده ا و نږدې ده چې سهار شي، د سړک غاړې څراغونو په رڼا کې یو موټر ښکاري چې را روان دی. د موټر د مخې پر شیشه د W توری په شین او اسماني رنګ کې روښانه ښکاري، رڼا یې د موټر دننه هم روښانه کړې او ښکاري چې د موټر چلوونکي څوکۍ خالي ده.
موټر په ورو د سړک پر غاړه دریدو ته چمتو کېږي او د هغه کس موبایل ټیلیفون ته یو پیغام راځي چې همدې موټر ته ولاړ دی. کله چې دروازه خلاصه شي، د موټر له دننه غږ پورته شي " سهار په خیر دا موټر ستا په چوپړ کې دی او په مخکې سیټ کې هیڅوک نشته".
دا ویامو۱ په نوم یوه روباټ ټکسي ده چې یوازې لس دقیقې وړاندې د یوه موبایل اپ له لارې راغوښتل شوې وه. د دا ډول ټکسي کارول د امریکا په لر او بر کې په کرار، کرار مخ په پراخېدو دی او دا جوتوي چې بې چلوونکي موټر زموږ په ژوند کې په یوه واقعیت بدلیدونکي دي.
د بې چلوونکو موټرو ژمنه تل زړه راښکونکې وه. دا ټکنالوژي زموږ د ورځنیو او اوږدو سفرونو بڼه بدلولی شي، خلک له ډېر خطرونو خوندي کولی او د صنعیت بڼه هم بدلولی شي. دا ټکنالوژي په راتلونکې کې د ښارونو جوړولو کې بنسټیز رول لري، داسې چې د موټرو کارولو او ور سره زموږ اړیکو ته نوې بڼه ورکوي، د کاربون تولید کموي او تلپاتې ژوندانه ته لارې چارې هواروي او سفر لا خوندي کوي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د اټکل له مخې هر کال نړۍ کې یو ملیون او درې سوه زره کسان د موټرو د ټکر له امله مړه کېږي. بریتانیا کې د اتوماتیک ترانسپورټ د څېړنو د مرکز مشره کامیلا فاولر وايي: "موږ خوندي سړکونو ته اړتیا لرو او غواړو چې مرګژوبله کمه وي، اتوماتیک ټکنالوژي به بالاخره زموږ دا اړتیاوې پوره کوي".
خو د دې لپاره چې د بې چلوونکو موټرو ټکنالوژي په یوه معمول بدل شي، لا هم ډېرو بدلونونو ته اړتیا ده.
بریتانیا کې د اتوماتیک ترانسپورټ مرکز کې د خوندیتوب او څېړنو د برخې مشر ساینسپوه ډیویډ هاینډ وايي: " بې چلوونکي موټر به ډېر ارام او په خوندي توګه موږ له یوه ځایه بل ځای ته لېږدوي، خو ټول موټر چلوونکي دا ډول چلن نه کوي، په خپله چلیدونکي موټر باید د بېلګې په توګه له چټک او یا هغو موټر چلوونکو سره د چلن وړتیا ولري چې ترافیکي اصولو نه مراعتوي".
دا یوازینۍ ننګونه نه ده. د مقرراتو او د لویو لارو پر قانون له سره غورکول عامه پوهاوی، د لارو، ښارګوټو، ښارونو او زیربناوو څرنګوالی مهمې مسلې دي، او تر ټولو لویه پوښتنه د ترافیکي پېښو د مسؤلیت په اړه ده.
د بریتانیا په اکسفورډ شایر کې د بې چلوونکو موټرو د سافټ ویر کمپنۍ آکسبوټیک د سوداګرۍ مرستیال ریچارډ جېنکس وايي: " د موټرو د بیمې کمپنۍ په دې لټه کې دي چې دا بدلون څنګه رامنځته کړي چې د موټر چلوونکي پر ځای مسؤولیت بې چلوونکي موټرو ته راجع شي".
آکسوبټېک کمپنۍ خپله ټکنالوژي په اروپا او بریتانیا کې پر مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو ازمايي.
په اوږد مهال کې د کارپوهانو لرلید دادی چې بې چلوونکي موټر هغه که شخصي وي، د صنعت او یا د مسافرو لیږدونې برخه کې وي، د نړۍ لر او بر کې وکارول شي.
راتلونکو دوه کلونو کې تر ټولو لویه ننګونه
د بې چلوونکي موټرو ټکنالوژۍ برخې کارپوهانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه داده چې څنګه وکړای دا موټر په د اسې یوه نااټکل شوي او پيچلي چاپیرال کې خوندي او اغیزمن ثابت شي چېرته چې انسانان هم موټر چلوي.
د مېشېګن پوهنتون د اېم سیټي ازمایښت ځای، په نړۍ کې هغه لومړۍ سیمه ده چې کارپوهان په کې په خپله چلېدونکي موټر ازمايي. دا د یوه واړه ښار بڼه لري ۱۶ هکتاره مساحت لري، سړکونه یې ترافیکي نښې او ترافیکي سګنالونه لري، دغه راز تونلونه او پلونه، د ودانیو نُماګانې، ځنګل، کورونه او ګراجونه لري. دلته د توکو او مسافرو لیږد په بې چلوونکو موټرو کې ازمایل کیږي.
د مېشیګن پوهنتون د برېښنا او کمپیوټر انجینرۍ مرستیاله پروفیسره نجمې اوزی وايي: " د دا ډول بې چلوونکي موټر ټکنالوژي ازمایښت سلګونه بدلیدونکو حالتونو سره تړاو لري".
دا وایي هڅه کوي چې د پوهنتون له بیلابیلو څانګو کارپوهان را وبولي، دا زیاتوي: "یوازې انجینران نه بلکې د نورو برخو کسان لکه روان پوهان او داسې کسان چې سروکار یې له انساني جوړښت سره وي را غواړو، دا ځکه چې دا ستونزه ډېر اړخونه لري، کله چې مسله د خوندیتوب وي نو موږ غواړو شته ستونزې هوارې کړو".
د ازموینې په مرکږ کې مرستیاله پروفیسره اوزی او د هغې همکاران بیلابیلې ترافیکي سیناریوګانې ازمايي، پر دې هم کار کوي چې بې چلوونکي موټر په خپل منځ کې څه ډول اړیکي ټينګې کړي او د موټرو اړوند معلومات له هکرانو هم خوندي وي.
هغه په خپله چلیدونکې ټکسي موټر چې د اریزونا په فونکس کې چلیږي، له داسې اوږدمهاله ازموینو تېر شوي چې اوزی او د هغې همکاران یې ترسره کوي. دا موټر یوازې د ازمایښت لپاره دي چې په یوه ځانګړې سیمه کې کارول کیږي. راتلونکو دوه کلونو کې به دا ډول ټکسي موټر په یو څه پراخه سیمه کې وکارول شي.
د بېلګې په توګه امریکا کې ویامو کمپنۍ په دې ښار کې د ازمایښت داسې نوي ازمایښت ځایونه ټاکي چې په ۲۰۲۳ کال کې په سانفرانسېسکو او نیویارک کې د په خپله چلیدونکو ټکسي موټرو کارولو ته واقعي بڼه ورکړي. خو د دې کمپنۍ اجرائیوي مشر ټېکېډرا ماواکانا په یادو ښارونو کې د بې چلوونکو ټکسیانو د فعالیت په اړه محتاط دی ځکه دی وايي " خوندیتوب وخت غواړي".
د علي بابا په مالي مرسته آټوکس کمپنۍ په ۲۰۲۰ کال کې د چین په شانګهای ښار کې د بې چلوونکي ټکسیانو چوپړ پیل کړی او تمه لري چې په ۲۰۲۳ کال کې به د خپل چوپړ لمن د چین نورو ښارنو او د امریکا کالیفورنیا ته وغځوي.
همدا اوس د ټکنالوژۍ پر مټ بې چلوونکي وسایل په صنعتي برخو لکه کانونو، ګودامونو او بندرونو کې کارول کیږي، خو ښاغلی هاینډ په دې نظر دی چې راتلونکو دوه کلونو کې د توکو لیږد او د چوپړونو ترسره کول به په بشپړه توګه د همدې ټکنالوژۍ پر مټ ترسره شي. د بېلګې په توګه باروړونکې لارې او د خوراکي توکو د لیږد موټر به د همدې ټکنالوژۍ پرمټ کارول کیږي.
پنځه کاله وروسته څه پېښېدونکي دي؟
د اپل کمپنۍ وايي چې څلور کاله وروسته به په بشپړ ډول په خپله چلیدونکي موټر بازار ته وړاندې کړي، خو کارپوهان د دې ټکنالوژۍ د نږدې راتلونکې په اړه ډېر محتاطانه نظر لري.
فاولر په دې نظر ده چې د مقرراتو او بیمې برخه کې لا ډېر بحث ته اړتیا ده او په کار ده چې د لا ډېرو اوتکراري ازمایښتونو په کولو سره پرمخ ولاړ شو.
دا وايي : " پیل باید له پوډ (یو ځانګړی کمپیوټري سېسټم) او شټل (د توکو د لیږد ځانګړي وسایل چې په کمپیوټر کنټرولیږي) څخه وکړو، دا باید له لویو لارو پرته په نورو داسې ځایونو کې وشي چې ښه یې کنټرول کړو". نوموړې زیاتوي له دې وروسته به یې د کارولو ساحه پراخه او د موټرو نور ډولونه په کې شامل کړي.
فاولر وايي د بې چلوونکو وسایلو کارونه په هغو برخو کې هم زیاته لیدل کېدای شي چې خطر په کې ډېر وي، دا وړ ټنکالوژي انسان ته د پېښېدونکی خطر مخه نیولی شي. لکه اتومي بټۍ او پوځي فعالیتونه.
د بېلګې په توګه د استرالیا په لویدیځ کې د ریو ټینټو کان کې په نړۍ کې تر ټولو لوی شمېر اتومات وسایل کارول کیږي، دې کان کې ټولې کارېدونکې لارۍ څو میله لرې له پېرت نومې سیمې کنټرولیږي.
فاولر وايي" که داسې موټر ولرو چې په خپله چلیږي او بشپړ اتومات وي او یو څوک یې له خطره په ډک یوه چاپیریال کې له لرې کنټرول کړي، نو دا خو بیا ډېره ښه ده"
په راتلونکو پنځو کلونو کې به د لیږد بې چلوونکي اکثره وسایل ونه کارول شي. بریتانیا کې د ترانسپورټ برخې څېړنیز مرکز پر لویو لارو د بې چلوونکو لاریو کارول څيړي. دې څېړنه کې هغه لارۍ هم شاملې دي چې د کاروان په بڼه یو بل پسې روانې وي.
اروپايي کمپنۍ پلس هم دې برخه کې فعاله ده چې په خپله چلیدونکې لارۍ جوړوي. دې کمپنۍ په چین کې له بریالۍ تجربې وروسته اوس په اروپا کې د بې چلوونکو لاریو تجربوي پروژه پیل کړې ده.
مرستیال پروفیسره اوزی وايي راتلونکې کې ښايي د لېږد داسې واړه روباټیک وسایل ولرو چې پر پلې لارو او د بایسکل پر لارو تګ راتګ کوي او د خوړو په څېړ واړه توکي لېږدولی شي.
د عمومي ترانسپورټ برخه کې اوکسبوټيکا شرکت د جرمن مېشتې (زیډ ایف) کمپنۍ سره کار کوي چې راتلونکو پنځو کلونو کې په خپله چلیدونکي واړه موټر چې شټل یې بولي د اروپا په ښارونو، سړکونو او هوايي ډګرونو کې د ترانسپورټ د ملا تیر حیثیت ولري، او داسې رول ترسره کړي لکه اوس یې چې بسونه لري.
ښاغلی جېنکس وايي : "د لیږد شټل نومې وسیلې چې اوس یې موږ په هوايي ډګرونو کې وینو او په پټلۍ چلیږي، دا به په راتلونکو پنځو کلونو کې پټلۍ ته اړتیا ونه لري. د دې معنی داده چې په خپله چلیدونکي شټلونه به دا وړتیا ولري چې تاسې د موټرو له تم ځایه هوايي ډګر او الوتکې ته د رسېدو لپاره ټاکل شوې دروازې ته ورسوي".
دا به د جېنکس په وینا د کاروونکو لپاره ډېر د باور وړ او د لګښت له پلوه به د لیږد یو اغیزناک سېسټم وي.
"د بې چلوونکو موټرو سېسټم به د عمومي ترانسپورټ داسې یو د باور وړ سېسټم وي لکه تاسې چې خپل موټر کې یاست او په خپله یې چلوئ، دا سېسټم به راتلونکې کې د موټرو د ګڼې ګوڼې د ستونزې د حل یوه لاره وي. "
راتلونکي اووه کلونه
ټول کارپوهان دا مني چې راتلونکي اووه کلونه دې پورې اړه چې لومړۍ تجربې به څومره بریالۍ او څومره ناکامې وي او تر کومې کچې خوندي او څومره د خلکو باور ترلاسه کولی شي. ډېر خلک دا تمه لري چې د ښار په بیا ډیزاین کولو سره لا ډېره ټکنالوژي وکاروي او په دې سره به ژوند لا ډېر عصري اوپه اغیزمنو لارو پرمخ ولاړ شي.
ښاغلی هاینډ وايي: " که په یوه ګڼ مېشته ښاري سیمه کې اوسېږې نو هیله به ولرې چې د باور وړ ترانسپورټ ته لاس رسی ولرې، له یوه موټر سره اړیکه ونیسي او دوه دقیقو کې تر تا در ورسیږي او خپل سفر وکړې. اړتیا به نه وي چې ستاسې په کوڅه کې د موټرو اوږده کتارونه ولاړ وي، په دې سره به لارې د بې چلوونکو موټرو پرمخ خلاصې وي. "
که د واټونو پر غاړه د موټرو پارک کولو ته اړتیا نه وي نو د سړکونو سور به کم او شنې ساحې به زیاتې شي. خو په داسې حال کې چې د بې چلوونکو موټرو پلویان ټېنګار کوي چې دا ډول موټر سړکونه لا خوندي کوي ، خو ځینې نور بیا وايي پلې خلک او بې چلوونکي موټر یو ځای پر واټ نه شي ګرځېدای. ښايي اړتیا وي چې ښارونه او د اسانتیاوو کارونې پر څرنګوالي له سره غور وشي.
دې برخه کې لا له وړاندې ځینې کارونه شوي دي. په ۲۰۱۸ کال کې آیکیا کمپنۍ د په خپله چلیدونکو موټرو په اړه تصور بدل کړ او داسې ډیزان یې وړاندې کړ چې دا ډول موټر د غونډو د خونې، هوټلونو او دوکانونو په توګه هم کارول کېدای شي. داډول نوښتونو به تر هر څه وړاندې د سفر اړتیا کمه کړي، له اړتیا سره سم د بدلون وړ چاپیریال رامنځته کوي. زموږ اړتیا ښايي هرچېرته او هر وخت پوره شي.
مرستیاله پروفیسره اوزی بیا تمه لري چې راتلونکو اوو کلونو کې به د خلکو لپاره د بې چلوونکو ګاډو برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
" زه هیله لرم داسې ورځ راشي چې ګاډي دومره زیرک وي چې ترې وپوښتل چې یو کس په یوه مشخصه ورځ کې له یوه ځای بل ځای ته لیږدولی شې، دی د همغې ورځ د هوا او ترافیکي جریان په ارزولو سره د هو او یا نه ځواب درکړي. "
لس کاله وروسته:
که څه هم ډېر پرمختګونه او ښه نوښتونه شوي، خو شونې ده چې په راتلونکو لسو کلونو دې هم ځینې کارپوهان دا نظر ولري چې د بې چلوونکو موټرو بشپړ کارولو ته لا هم وخت شته.
آغلې اوزی وايي: " تر ۲۰۳۱ کال پورې په هر ډول شرایطو کې د بې چلوونکې موټرو کارول شونی نه ګڼم په داسې بڼه چې آن ماشومان له کومې اندېښنې پرته ولیږدوي ".
هاینډ هم دا مني چې په دې موده کې د بې چلوونکي موټر بشپړه کارونه ښايي شونې نه وي: " د اوسنیو ترانسپورټي اسانتیاوو ترڅنګ نورو ډېرو شیانو ته اړتیا ده چې لوی رول لري. زما مطلب مقررات نه دي، خوندیتوب ډېر لوی خنډ دی په تېره په هغو هېوادونو چې د لوړو لګښتونو له امله ورو بدلون مومي". نوموړی زیاتوي چې بنسټونه او بنسټیزې اسانتیاوې د دې ټکنالوژۍ په پلي کولو او فعالیت کې مهمې دي، عمومي درک باید پراخ او بې چلوونکو موټرو کارولو ته باید لیوالتیا ډېره شي.
خو ټول له دې نظر سره موافق نه دي. جېنکس ډاډه دی او ټېنګار کوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به بې چلوونکي موټر لکه د نورو موټرو په څېر سړکونو ولیدل شي. که داسې وشي نو ښايي راتلونکو لسو کلونو کې په هوايي ډګرونو کې مسافر تر عادي موټرو ډېر، په بې چلوونکو موټرو کې تر الوتنې ورسول شي.
هاینډ وايي د دې شونیا لږ ده چې د لوړې بیې له امله راتلونکو لسو کلونو کې خلک خپل شخصي بې چلوونکي موټر ولري، خو دا ټکنالوژي پر عادي موټرو د انسانانو تکیه او بالاخره د وخت او چاپيریال کارولو څرنګوالي کې د بدلون په معنی دی.
جېنکس وايي دا د انجینرۍ برخه کې یوه داسې ستونزه ده چې هڅه کوو یوه پيړۍ کې یې حل کړو. دی وايي: "دا د وخت په اوږدو کې یو پرمختګ دی چې له لږ پیچلي چاپيریال او وړتیاوو پيلیږي، تر ډېرو پیچلو پړاوونو او تر هر ځایه رسیږي، دا یو له بل سره تړلي شیان دي چې د وخت په تېرو تکامل کوي او یو له بله یې زده کوي".
لکه د بریښنايي موټرو د چارجولو ځانګړي ځایونه چې د موټرو په تمځایونو کې په ورو جوړ شول، بې چلوونکي موټر به هم همداسې په تدریج زموږ د ورځني ژوند یوه برخه شي، او بیا به وایو چې له دې موټرو پرته مو څنګه ژوند کاوه.