تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بریتانیا د مخکنۍ ملکې الیزابیت دویمې ګاډی پلورل کېږي
د بریتانیا د وفات شوې ملکې الیزابیت او مېړه یې شهزاده فیلیپ هغه ګاډی چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم چلولی، اوس خرڅلاو ته وړاندې شوی او بیه یې ۲۲۴۸۵۰ پونډه ټاکل شوې ده.
دا توربخن نیلي رنګه موټر د ۲۰۱۶ کال جوړ رېنج روور دی چې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه د مېرمنې میشل اوباما د سفر پرمهال چلول شوی دی.
رینجر روور د وینډسر کیسل په شاوخوا کې د وروستي پاچا لخوا هم کارول شوی و او د ملکې د هوساینې لپاره پکې اضافي دستګیر هم لګول شوی و چې شاتنۍ څوکۍ ته د هغې د ختلو کې مرسته ورسره وکړي.
په سوري کې د دغه براملي موټور د پلور مدیر جک مورګان جونز وویل چې دا یو "خورا ځانګړی" موټر دی.
د لویر اوبیز رنګه موټر هماغه نمبر پلېټ لري چې د شاهي خدمت پرمهال کارول کېده او ښاغلي مورګان پکې د سپرو شویو لوړپوړو چارواکو له کبله خورا غیر عادي موټر وباله.
هغه وویل دا په زړه پورې وه چې نمبر پلېټ ورته ساتل شوی ځکه چې د موټر راتلونکو څښتنانو ته د موټر تاریخ تاییدوي.
شهزاده فیلیپ له ملکې سره چې په ۲۰۱۶ کال کې د یوه دولتي سفر پرمهال د وینسر کسل په سرای کې د ولسمشر اوباما او د لومړۍ مېرمنې د لیدو لپاره کارولی دی.
د امریکا ولسمشران ډېر کم له خپلو درنو زغره والو لیموزین ګاډو څخه – چې په "وحش" مشهور دي، بهر سفرونه کوي.
دا دریم ځل دی چې موټر پلورل کېږي، لومړی ځل په ۲۰۱۹ کال کې پلورل شوی و.
ښاغلی مورګان جونز وايي "کله چې موږ دا ډول موټر وموند، معمولا هغه ځوان یې اخلي چې رنګارنګ عجیب او غریب موټر لري او اوس هغو ګاډو لرلو ته لېواله دي چې دوی ته یې ریښتینې کیسې لري، او په پای کې تاسو پوهېږئ چې دا نور کسان دا موټر نه شي اخیستی".
هغه د سوري بي بي سي رادیو ته وویل، لا له وړاندې له دې موټر سره د "نړۍ له ګوټ ګوټه" علاقه ښودل شوې ده.
د بریتانیا شاهي جوړې د خپل ژوند په اوږدو کې لېنډ روور ګاډي لرل، چې د ګاډو اړوند خبریال کوینټین ویلسن یو ځل دا د "شاهي کورنۍ د ډياېناې یوه برخه" بللې ده.