تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کروز شرکت ولې له سړکونو خپل بېچلوونکي ګاډي ور ټول کړل؟
د بېچلوونکو ګاډو جوړوونکی 'کروز' شرکت – چې د جنرال موټورز شرکت یوه برخه ده، هوډ کړی چې ۹۰۰ دندې ختمې کړي.
دا اعلان داسې مهال شوی چې د خوندیتابه اړوندو چارواکو له یاد شرکت سره د پلي تلونکو کسانو د ټپي کېدو رپوټونه وڅېړل.
کروز شرکت سږ منی خپل ټول امریکايي ګاډي له ازموینې وروسته له هغه ورغونډ کړل چې کلیفورنیا ایالت د بېچلوونکو ګاډو د ازموینې جواز بند کړ.
د شرکت اجرائیوي مشر کایل وګټ او یوه بنسټګر یې ډان کان په وروستیو اونیو کې له خپلو دندو لاس پر سر شوي دي.
کروز د پنجشنبې په ورځ وویل، د شرکت په کاري ځواک کې ۲۴ سلنه دندې راکمې شوې دي چې تر ډېره دا دندې په سوداګریزو عملیاتي برخه کې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: "دا بدلونونه زموږ پرېکړه په ډاګه کوي چې د شمالي سټار پر خوندیتابه پلان لا پام ورټول کړو".
وايي د کارمنانو د حقونو او ګټندویه کڅوړو قوي ملاتړ کوي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، تېره میاشت جنرال موټورز اعلان وکړ چې د کروز شرکت لګښت به راټیټ کړي، ځکه چې په دریو میاشتو کې یې له ۷۰۰ میلیون ډالرو ډېر تاوان کړی او په دې سره له ۲۰۱۶ کال راهیسې یې د مجموعي زیان کچ له ۸ میلیاردو ډالرو اوړي.
د جنرال موټورز ویاند ویلي: "جنرال موټورز د کارمنانو د استخدام د سختو پرېکړو ملاتړ کوي".
په تېره اکتوبر میاشت کې، کلیفورنیا کې د بې چلوونکو ګاډو ادارې کروز شرکت ته امر وکړ چې ددغه ایالت له سړکونو دې خپل بې چلوونکي ګاډي راغونډ کړي او د چټکو سړکونو د ټرافیکي خوندیتابه ملي ادارې وویل چې په دې اړه څېړنې کېږي.
دا ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې په دوو پېښو کې پلي روانو کسانو د ګاډو د زرغونو څراغونو له بلېدو وروسته له سړک تېرېدل پیل کړل.
په یوه پېښه کې چې د ۲۰۲۳ اګسټ کې وه، بې چلوونکي ګاډي په یو اعشاریه څلور مایله سرعت کې یوسړی وواهه او د اکتوبر په یوه بله پېښه کې یوه بل بې ډرېوره موټر یوه ښځه چې یوه بل ډرېور لرونکي موټر وهلې وه وغورځوله.
د اکتوبر رپوټ وویل، بې ډرېوره موټر "ټینګ برېک ونیو"، خو په مناسب وخت کې ونه شو درېدلی. دواړه پېښې په شپه کې شوې دي.
کروز وړاندې وویل، د خوندیتوب ریکارډ یې "د چلوونکو انسانانو پرتله لا ښه چلن کوي".
کروز د بې ډرېوره موټرو یوازېنی شرکت نه دی چې د خوندیتوب له پوښتنو سره مخامخ دی.
ټېسلا وروسته له هغه خپل څه باندې دوه میلیونه موټر بېرته ورغونډوي چې د امریکا قانون جوړوونکې ادارې ومونده چې د چلوونکي مرستندوی سیستم (اوټوپایلوټ) کې یو څه خلل وموندل شو.
دا کار د یوې داسې پېښې په اړه له دوو کلونو څېړنو وروسته وشو چې له دې ټکینالوجۍ ګټه اخیستل کېده.