تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اپل شرکت د بې چلوونکي ګاډي د اسرارو غل
د اپل شرکت يو پخوانی کارکوونکی د دغه شرکت د بېچلوونکي ګاډي د رازونو په غلا او چين ته د هغو په تښتولو تورن شو.
اپل شرکت د محکمې په اسنادو کې ویلي، ژيولنګ ژنګ د اپل د بېچلوونکي ګاډي پر پروژه کار کړی، خو نوموړي غوښتل چې د اتومات ګاډو د جوړولو نوې جوړې شوې چينايي کمپنۍ ژيوپېنګ موتورز ته لاړ شي.
نوموړی د جولای په اوومه د کليفرنيا په سن جوز هوايي ډګر کې نیول شوی.
د امريکا د فډرال څېړنو ادارې په هغه د سوداګريزو اسرارو د غلا تور لګولی.
"ګڼې پاڼې معلومات"
د محکمې د اسنادو له مخې ښاغلی ژنګ په ۲۰۱۵ کال د اپل شرکت د اتومات ګاډو د پروژې د سافټوېر او هارډوېر جوړولو ته ګمارل شوی و.
که څه هم د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې هغه چين ته له تګ وروسته خپل مدیر ته ویلي و چې نوموړی غواړي هغه هېواد ته لاړ شي او هلته له ژيوپېنګ موتورز سره کار وکړي.
د محکمې په اسنادو کې راغلي چې د هغه مدیر د اپل امنيتي برخې ته خبر ورکړی و او دغې برخې موندلې چې نوموړي له پټو ډېټابېسونو څخه ګڼې پاڼې معلومات ښکه کړي او د خپله ګرځېدونکو ګاډو له لابراتواره يې هارډوېر هم اخیستی.
د امریکا د فډرال څېړنو ادارې یا اف بي آی ویلي په اخیستل شوو معلوماتو کې "انجنیري طرحې، تخنيکي لارښود اخځونه او تخنيکي رپوټونه" شامل دي.
"حساسه منځپانګه"
پر ښاغلي ژنګ تور دی چې نوموړي د بېچلوونکي ګاډي د سرکټ بورډ لپاره جوړه شوې ۲۵ مخیزه "طرحه" هم خپل شخصي کمپیوټر ته ښکته کړې.
هغه ډېټابېس ته چې په ښاغلي ژنګ يې د لاسرسي د موندلو تور دی شاوخوا ۲۷۰۰ "مهم کارکوونکي" لاسرسی لري.
پر هغه دا تور هم دی چې د اپل شرکت د بېچلوونکي ګاډي له ازموينځای څخه يې سرکټ بورډونه او د کمپیوټر سرور هم له ځان سره اخیستی.
د محکمې د اسنادو له مخې ښاغلي ژنګ په جون مياشت کې په یوه مرکه د معلوماتو په غلا اعتراف کړی و.
نوموړي هغه تور هم منلی و چې ګواکې د اېرډراپ له لارې يې له خپل ډيوایس څخه د خپلې مېرمنې مکبوک ته حساسه منځپانګه استولې ده.
که ګرم وپېژندل شي له ۲۵۰۰۰۰ جريمې او يا هم لس کاله بند سره مخ کېدی شي.
اپل په یوه ويناپاڼه کې ویلي:"موږ په دې موضوع له چارواکو سره کار کوو او هر ممکن ګام به اوچت کړو تر څو دغه کس او بل هر کس چې په دې چاره کې ښکېل دی د خپلو کړنو سزا وويني".