کرېکټ:‌ افغانستان په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې ایرلنډ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه

Crick

د عکس سرچینه، ACB

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحدو عربي اماراتو شارجه کې د دریو یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې ایرلنډ‌ ته په ۳۵ منډو ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې نن لومړی لوبه وکړه او ایرلنډ ته یې د ۳۱۱ منډو نسبتآ ستر هدف وټاکه.‌ ایرلنډ لوبډلې اته لوبغاړي له لاسه ورکړل، د ټولو پنځوسو اورونو له لوبې وروسته یې ۲۷۵ منډې وکړې او په دې توګه یې د ۳۵ منډو په توپیر لوبه افغانستان ته بایلوده.

د ایرلنډ له لوري هري هیکټور (۱۳۸) او لورکان ټوکیر ۸۵ منډې وکړي او ښه وځلیدل. له دوی دواړو پرته هېڅ یو ایرلنډی لوبغاړی و نه توانېد تر ډېرو په میدان کې پاتې شي. هیکټور د ګلبدین په توپ د محمد نبي په لاس کېچ اوټ شو او ټوکیر بیا د فضل حق فاروقي په توپ د اکرام علي خېل په لاس کېچ اوټ له میدانه ووت.

د افغانستان له لوري فضل حق فاروقي څلور، عظمت الله عمرزي دوې، ګلبدین نایب او نور احمد یوه-یوه وېکټه واخیسته.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز د شپږو شپږیزو او اتو څلوریزو په مټ تر ټولو ډېرې (۱۲۱) منډې وکړې. له هغه سره پیل ته راوتلي ابراهیم ځدراڼ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي هم نیمه سلیزې پوره کړې. رحمان الله ګوربز د نن لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو.

د دې لوبې پچه د ایرلنډ‌ لوبډلمشر پاول سټرلېنګ وګټله او د توپ ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

افغانستان لپاره د حشمت‌الله شهیدي په مشرۍ لوبډله کې نن رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ،‌ عظمت‌الله عمرزی، محمد نبي، رحمت شاه، اکرام علیخېل، ګلبدین نایب، فضل الحق فاروقي، نور احمد او الله محمد غضنفر لوبه کوي.‌

دا له ملي لوبډلې سره د الله محمد غضنفر لومړنۍ لوبه ده.

هغه مخکې د نوولس کلنو ملي لوبډلې غړی پاتې شوی او د نوولس کلنو په تېر نړیوال جام کې یې ښه لوبه کړې وه.‌

افغان لوبډله ابوظبۍ کې په یوازنۍ ټېسټ لوبه کې د ایرلنډ پر وړاندې له ماتې وروسته شارجه کې ده او راتلونکو سیالیو ته یې تمرینات هم کړي دي.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي تېره ورځ‌ شارجه کې یوه خبري‌ کنفرانس ته وویل،‌ چې په ټېسټ لوبه کې یې له ماتې زدکړه کړې او یو ورځنیو لوبو ته یې ښه چمتووالی نیولی دی.‌

نوموړي زیاته کړه چې افغان لوبډلې تر دې مخکې په شارجه کې ډیرې او ښې لوبې کړې،‌ خو د لوبو ګټلو لپاره اړینه ده چې په را روانو سیالیو کې هم د توپ اچونې،‌ توپ وهنې او ډګرساتنې په درې واړو برخو کې ښه ولوبېږي.‌

نړیوال کرکټ سره د نور علي ځدراڼ مخه ښه

Crickt

د عکس سرچینه، ACB

هممهاله د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پیل تکړه توپوهونکي نورعلي ځدراڼ نن له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

هغه په ۲۰۰۹ کال کې د نړیوال کرکټ سفر پیل کړی و.

نور علي افغانستان لپاره دوه ټېسټ، ۵۱ نړیوالې یو ورځنۍ او ۲۳ نړیوالې شل اوریزې سیالې کړې دي.

نوموړي په دې موده کې د یوې سلیزې او ۱۱ نیمه سلیزو پر مټ نږدې ۲۰۰۰ منډې جوړې کړې دي.

افغان لوبډله کې نوي ځوانان

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، الله محمد غضنفر ته مجیب الرحمن ملي لوبډلې سره د یو ځای کېدو خولۍ ور په سر کړه

د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې له ایرلنډ سره دې لوبلړۍ ته نوي‌ او ځوان لوبغاړي الله محمد غضنفر، ننګیالی خروټی، نوید ځدراڼ، بلال سمیع او ریاض حسن هم په شپاړس کسیز سکواډ کې شامل کړي‌ دي.‌

غضنفر او خروټی د افغانستان د کرېکټ نوولس کلنو لوبډلې مخکښ سوکه یا سپین توپ اچوونکي پاتې شوي خو تر اوسه یې ملي لوبډلې لپاره کومه لوبه نه ده کړې.

د یادونې ده چې د ملي‌ لوبډلې پېژندل شوي ستوري‌ راشد خان او مجیب الرحمن که څه هم د شارجې په تمریناتي کمپ کې له لوبډلې سره یو ځای شوي، خو ویل کېږي لا د لوبېدو جوګه نه دي.‌

راشد خان په دې وروستیو کې د ملا او مجیب الرحمن د ښي لاس د غټې ګوتې عملیات کړي.

نوید ځدراڼ‌ او بلال سمیع بیا تېز توپ اچوونکي دي.‌

cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، نوید ځدراڼ‌ د ایرلنډ‌ خلاف د ټېسټ‌ لومړۍ پاڼۍ کې ۳ او په دویمه کې ۲ لوبغاړي وسوځول

نوید تر دې مخکې له ایرلنډ‌ او شري لنکا سره د ملي ‌لوبډلې په ټېسټ لوبو کې لوبول شوی او نسبتآ ښه ځلیدلی و.‌

بلال سمیع که څه هم د شري لنکا خلاف د تېر میاشت د دریو یو ورځنیو لوبو سکواډ‌ کې د احتیاطي لوبغاړي په توګه اخیستل شوی و،‌ خو د لوبېدو موکه یې ونه مونده.‌

ریاض حسن توپ وهونکی دی او تر دې مخکې هم ملي‌ لوبډلې لپاره د لوبېدو تجربه لري.‌

هغه د ۲۰۲۲ کال جنورۍ کې ملي‌ لوبډلې لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د نیدرلنډز خلاف نیمه سلیزه کړې وه.‌

Cricket

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، ریاض حسن (کیڼ) ملي لوبدلې لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د نیدرلنډز خلاف نیمه سلیزه کړې وه

ټاکلې د دې لوبلړۍ دویمه لوبه راتلونکې شنبه (د مارچ نهمه) او وروستۍ سیالۍ د سې‌شنبې (د مارچ ۱۲مه) پر ورځ وشي.

افغانستان او ایرلنډ‌ تر یو ورځنیو لوبو وروسته همدلته د متحدو عربي‌ اماراتو په شارجه کې درې شل اوریزې سیالۍ هم کوي.‌