د افغانستان او ایرلنډ لوبې؛ ایا راشد خان او مجیب الرحمان لوبو ته چمتو دي؟

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ سر له سبا (پنجشنبې) د شارجې په نړیوال لوبغالي کې پېلېږي.

افغان لوبډله په ابوظبۍ کې د ایرلنډ پر وړاندې له بدې ماتې وروسته وار له مخه شارجې ته رسېدلې او تمرینات یې هم کړي دي.

ټاکل شوې چې د دغې لوبلړۍ دویمه لوبه د مارچ په نهمه او وروستۍ هغه یې په ۱۲مه نېټه تر سره شي.

افغانستان داسې مهال له ایرلنډ سره مخ دی چې په وروستیو یوولسو نړیوالو لوبو کې یې یوازې یوه شل اوریزه سیالۍ ګټلې.

افغان لوبډلې په نړیوال جام کې د اسټرالیا او سویلي افریقا لخوا له ماتو وروسته تېره میاشت شري لنکا ته د درې پرلپسې یو ورځنۍ لوبې وبایللې په دې مانا چې وروستیو پنځو نړیوالو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې یې کومه نده ګټلې ایرلنډ بیا پخپلو وروسیو پنځو لوبو کې لږ تر لږه دوه بریاوې لري.

د دواړو لوبډلو خپل منځیو سیالیو ته په کتو بیا افغان لوبډله په تېر کې په ایرلنډ برلاسي وه.

افغانستان او ایرلنډ تر اوسه ټولې ۳۰ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې کړي چې ۱۶ یې ګټلې دي، ایرلنډ بیا ۱۳ ځلې افغانستان ته ماته ورکړې او یوه لوبه بې نتیجې ختمه شوې ده.

راشد خان د نړۍ ګرانبیه واده مراسمو کې له ګډون وروسته لوبډلې سره یو ځای شوی

cricket

د عکس سرچینه، Rashid khan

د افغانستان او نړۍ نامتو لوبغاړی راشد خان هم د شارجې په تمریناتي کمپ کې له لوبډلې سره یو ځای شوی دی، د کرېکټ بورډ یوه وروستۍ ویډيو کې هم نوموړی له نورو لوبغاړو سره د انځورونو اخیستلو پر مهال ښکاري.

هغه په هند کې د اسیا تر ټولو شتمن کس د هندي میلیاردر مکېش امباني د زوی اننت له واده مخکې خوښیو مراسمو کې له ګډون وروسته متحده عربي اماراتو ته تللی.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بي بي سي ته وویل "راشد خان خپل تمرینات پیل کړي خو دا لا هم نده جوته چې دی به د ایرلنډ سره شل اوریزو سیالیو ته چمتو وي کنه."

د هغه په ټکو "د ده تر څنګ مجیب الرحمان هم د تمریناتي کمپ برخه ده، دوی دواړه به د شل اوریزو سیالیو مخکې تمریناتو کې هم برخه اخلي خو وروسته له دې چې د روغتیا بشپړ ډاډ یې تر لاسه شي بیا به یې په اړه پرېکړه کېږي چې شل اوریزو سیالیو ته غوره شي او کنه؟"

cricket

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان دغه دواړه ورو بالران د نړۍ په کچه پېژندل شوې کامیابه لوبغاړي دي چې د ملي لوبډلې تر څنګ یې ان په سوداګریزو لیګونو کې د ډېرې تشې یادونه کېږي.

مجیب الرحمان له شري لنکا سره د سیالیو پر مهال ټپي شو او له یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو ووت راشد خان بیا تېر کال له نړیوال جام وروسته د ملا عملیات وکړل او لا یې تر اوسه کومه رسمي لوبه نده کړې.

ده ته په لومړیو کې ډاکټرانو د شاوخوا یوې میاشتې ارام سپارښتنه کړې وه خو راشد خان له دغو عملیاتو وروسته چې درې میاشتې یې کېږي نه له متحده عربي اماراتو نه له هند، نه له شري لنکا او نه هم تر اوسه له ایرلنډ سره د سیالیو برخه ده، وکتل شي چې شل اوریزو ته څومره جوړ دی؟

cricket

د عکس سرچینه، acb

د عکس تشریح، د ایرلنډ پر وړاندې یو ورځنیو سیالیو ته د لوبغاړو اعلان شوی نوملړ

راشد خان جنورۍ کې له هند سره شل اوریزو سیالیو پر مهال هم تمریناتي کمپ کې و خو وروسته د رسمي سیالیو لپاره نه و جوړ.

د روان کال پیل کې کرېکټ بورډ په مجیب الرحمان، نوین الحق او فضل حق فاروقي ځينې بندېزونه هم اعلان کړل خو وروسته کرېکټ بورډ د جوړجاړي وویل او په وینا یې هغه ستونزه هواره شوې.

د افغانستان دغه مشهور دواړه ورو بالران د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا یو ورځنیو سیالیو ته اعلان شوي نوملړ کې نشته او پر ځای یې نوي ځوانان له لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

د افغانستان او ایرلنډ تر منځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې د مارچ میاشتې له ۱۵مې تر ۱۸مې نېټې پلان دي.