په نړۍ کې د سرپو مسمومیت له امله "له پنځو میلیونو د ډېرو خلکو مړینه"

یوه نوې څېړنه ښیې چې په ۲۰۱۹ کال کې ، په نړۍ کې تر پنځو میلیونو ډېر خلک د سرپو له امله په زړه کې د اختلالاتو په پایله کې مړه شوي دي.

دا شمېره تر هغه لوړه ده چې مخکې یې په اړه فکر کېده.

د څېړنې پایلې چې د لانسیټ پلانیټري هېلت مجله کې خپره شوې، په ګوته کوي چې د انسان روغتیا ته د دې زهرجن فلز له امله رامنځته شوي خطرونه د هوا ککړتیا خطرونو ته ورته دي.

همدارنګه، اټکل کېږي چې په مخ پر ودې هېوادونو کې له دې زهرجن فلز سره د کم عمره ماشومانو تماس د هغوی پر فکر او ذکاوت مخامخ اغېز کوي.

په دې څېړنه کې، څېړونکو د ۱۸۳ هېوادونو د خلکو په وینه کې د سرپو کچې او اندازې کارولې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه جلا راپور کې دا هم ښودلې چې په ډېری مخ پر ودې هېوادونو کې خلک د دغه فلز ککړتیا له لوړې کچې سره مخ دي.

دا ککړتیا په لوښو، تبیو، رنګونو، د سینګار او لوبو په وسیلو کې لیدل کېږي.

سرپ یوه زهرجن ماده ده چې په سر کې ځینې عوارض لکه ستړیا، بې خوبي، د وینې کمښت، هډوکو درد، د عضلاتو کمزوري، زړه بدوالي او سر درد له ځان سره لري. خو دوامداره مسمومیت یې د عصبي سیسټم اختلالاتو او د پښتورګو له کاره لوېدو لامل کېږي.

د سرپو لوړې کچې ته رسېدل کولای شي په لویانو او ماشومانو کې دماغ او پښتورګو ته سخت زیان ورسوي. او په پایله کې د مړینې سبب شي. په مېندواره مېرمنو کې، د دې زیان رسونکي مادې لوړې کچې ته رسېدل ممکن د ماشوم د ضایع کېدو لامل شي.

ماشومان د دغې زهري مادې پر وړاندې لا ډېر حساس دي. ځکه د دوی دماغ او مرکزي عصبي سیسټم چې د ودې په حال کې وي، تر برید لاندې راځي.

سرپ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د زده کولو پر بهیر، ذهني ګډوډۍ، په چلند کې ستونزې، بدني ودې کې خنډ او ځنډ، د اورېدلو ستونزې، د وینې کمښت او د معدې درد لامل کېږي. لوړه کچه یې کولای شي د ذهني وروسته پاتې کېدو، کوما او مړینې لامل شي.