تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په شربتو کې د شکرو کارول؛ د روغتيا نړيوال سازمان وايي کېدی شي د "سرطان" لامل شي
د نړۍ روغتیا پوهان وايي پر دې چې موږ څومره مصنوعي خواږه وخورو د دوی مشورې هماغه پخوانۍ دي.
دا له دې سره سره چې ویل کېږي، دا خواږه چې اسپارټم نومېږي، او تر ډېره اندازه په خوړو او څښاک کې کارول کېږي ښايي د "سرطان" لامل شي.
د روغتیا په نړیوال سازمان کې د کارپوهانو دوو ډلو په دې اړه په زرګونو ساینسي مطالعاتو ته کتنه کړې وه. زموږ د طبي چارو خبریال، فرګس والش، نور جزییات لري: