تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناڅاپي طبي موندنه د ملاریا مخنیوي کې مرسته کولای شي
- Author, ناومي ګریملې
- دنده, د روغتیايي چارو خبریاله
ساینسپوهانو د باکټریا یو داسې طبیعي فشار موندلی، چې په طبیعي توګه رامنځته کېږي او د غوماشو له لارې انسانانو ته د ملریا لېږد مخنیوي کې مرسته کولای شي.
دوی دا موندنه هغه مهال په تصادفي ډول وکړه، چې د غوماشو یوه ډله یې داسې حال کې ولیده چې د ملریا پارازیټ ته یې وده نه ورکوله. څېړونکي وايي، دا باکتریا د نړۍ له تر ټولو پخوانۍ ناروغۍ سره مبارزه کې یوه نوې اله ثابتېدای شي.
د یادونې ده، چې ملریا هر کال په ټوله نړۍ کې نژدې ۶۰۰ زره کسان وژني. د نوې موندنې د خوندیتوب په هکله ارزونې پیل شوې دي.
په اسپانیا کې د درمل جوړونکي شرکت جي اېس کي ماهرینو پر درملو د تحقیق لپاره غوماشي یو ځای کړي و، خو هغه وخت یې نوې موندنې ته پام شو، چې د غوماشو دې ډلې ملریا نه لېږدوله.
د دې پروګرام مشره ډاکتره جانیت رودریګیوس په دې هکله وايي: په غوماشو کې د انفکشن کچه په کمېدو شوه او د کال په پای کې به غوماشي د ملریا له پارازیټه هېڅ نه اغېزمن کېدل. ''
د ماهرینو دې ډلې د ۲۰۱۴ کال تجربه کنګل کړې وه او دوه کاله وروسته یې د دې لپاره بیا کتنه ورته وکړه، چې معلومه کړي څه پېښ شوي.
په دې لړ کې نورو څېړنو ثابته کړه چې ټي سي ۱ په نامه باکتریا فشار چې په چاپېریال کې شته د غوماشو په کولمه کې د ملریا پارازیټ د ودې مخه نیسي.
په ساینس مجله کې نوې خپاره شوي معلومات ښيي چې دا باکتریا د غوماشو پارازیټ لېږد وړتیا تر ۷۳ سلنې پورې کموي. بورکینا فاسو کې اوس داسې تجربې کېږي چې په غوماشو کې د دې پارازیټ ودې مخنیوي کې دا ډول تخنیک څومره عملي او خوندي دی.
تمه کېږي چې که د باکتریا پر بنسټ رامنځته شوی نوښت عملي او په یوه تولید بدل شي، په نړۍ کې تر ټولو له پخوانیو رنځونو د یوه مخنیوي لړ کې به یوه بله ګټوره اله د ماهرینو ګوتو ته ورشي.