تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مصنوعي ښکلا؛ د نوکانو رنګ ناروغي پيدا کولی شي
د پوستکي، وېښتو او نوکانو ناروغیو متخصصین وايي د نوکانو جېل لرونکي رنګونه ځینو خلکو ته د حساسیت ستونزه پیدا کوي.
داسې چې د نوکانو په جېل لرونکو رنګونو کې ځینې کیمیاوي مواد شته چې کولی شي پوستکي ته ننوځي.
همدا بیا ناسمې پایلې لري. دا په دې مانا ده چې ځینې خلک بیا نور نشي کولی د سترګو کټرک ناروغۍ، د بدن بندونو بدلولو، د غاښونو ستونزې او نورو طبي مسایلو لپاره درملنه ترلاسه کړي.
په دې درملنو کې هماغه کیمیاوي مواد موجود دي. کارپوهان وايي د دې ستونزې مخنیوي لپاره باید له مسلکي او روزل شویو کسانو سره ولیدل شي.